ښه زراعت ، ښه صناعت ، ښه تجارت ، پوره  تولید برق ، پوره خوراکي ټوکي ، پوره دوا او دارو ، خو بالاخره چه ریشتیا سي هیڅ نه لرو. 

 

څه چه لرو  هغه استقلال  او بل د دین علماء کرام لرو 

 الهي خلقت : یو متوازین کیفیت لري ، سترګي د مخ سره یو تناسب لري ، لاسونه د بدن سره یو تناسب لري ، د لاس ګوتي د خپړي سره ،داکیفیت يه ټول خلقت کښي لیدل کیږي 

او انسانان چه کوم صنعتي تولیدات کوي نو توازون او تناسب له نظر نه دی غورځولی ، دغه هندسي شکل او توازون او تناسب  دی چه هر شي ته ښایست او زېبايي ورکوي ،

لیکوالان  یو له بل سره تناسب لري ، یو پوهنتون له بل سره درس ورکولو او روزلو کښي یو تناسب لري ، البته هر ملک لس ټاف پوهنځۍ لري 

زموږ د ټولني يو لوی عیب دا دی چه یو شئ له بل شي سره تناسب نه لري ، د ټولني ۴٪ خلک د لیکلو او لوستلو قدرت نه لري ، مرحوم ستر پوهاند حبیبی بیا دومره کتابونه لیکي چه کتابونه يی یودبل د پاسه ایښي ، د حبیبي صاحب تر قد نه جګ دي ، چه دا لیکوالي د ټولني سره تناسب نه لري بلکي د جهان له لیکوالو سره هم تناسب نه لري . 

دیني علماء : د دیني علماء د علمیت کچه همره جګه ده ، ملی کچه پېږده د جهان له علماء سره هم تناسب نه لري !!؟؟  ، تر هري ډبري لاندي یو شیخ الحدیث او شیخ القران لاندي دی ، په داسي حال کښي چه د شیخ صاحب ټول عمر به دیرش کاله وي ، ديرش كاله كافي عمر دی هو په دیرش کاله علم حاصل کېداسي  خو خام علم ، چه اختصاص حد ته نه رسېدلی .

طلاب : زموږ ټولنه په هغه اندازه طلاب لري چه د بل هر قشر سره تناسب نه لري ، 

هر کله چه تناسب له منځه ځي ، ټولنه بد رنګه ، پسمانده ، بې علمه ، او فقیره کیږي ، او داغداره او بد صورته کیږي 

د افغانستان وزارت معارف ته لازمه ګڼم چه د مدرسو تعدات نمبر راټیټ کړي ، او د طبیعي او اجتماعی علومو د ښونځیو تعداد نمبر لوړ کړي . تناسب په نظر کي ونیسي ، 

مملکت د زراعت او مالدارې علماء ته ، معدن داخراج علماء او کاریګرو ته ، طبي علماء ته ، او په زیاد تعداد tech (فن ) او تخنیلي ښوونځیو ته ضرورت لرو ، د لس اینده کلنو لپاره نور د طلابو مدرسې وتړی ، کوم طلاب چه تاسو فرغ کړي فکر کوم چه له دېرش کاله لپاره کافی دي . البته که غواړي عسکر ولري ، د ظاهر  شاه د عصر د عسکري طلاب ښونځي بیرته فعاله کړي ، د ظاهر شاه د عصر عسکري طلاب اکثریت ئې متدین روزل کېدل 

که د ديني علم طلاب و روزي او تعدادپې د نورو علمي او فني ښوونځیو په تناسب زیات وي ، مثال بې داسی وي ، لکه د غنمو په کښت کښي چه  علف تر غنمو زیات وي ، زراعت به خسارمند کړي

هو ! د هري ښونځي شاګرانو ته لازمه  ده ، چه کافی د عقیدې ، حلال او حرام او اصول فقه ، تفسیر او د سیرت  مضمون ولري