افغانان دیمکراسی نه غواړي ، دیمکراسي کفر دی . 

موږ د حضرت ابو بکر د عصر بیعت او انتخابات غواړو ، او هر افغان ته د نصیحت او بیان حق غواړو ، دیمکراسي نه غواړو . 

د مسلماني ټولني لپاره د یو مسلمان د امارت غوښتونکي یو ، هر مسلمان چه د سرتاسري بیعت نه سر پېچنه کوي ، د اسلام سره ډغري وهل دي ، څوک چه سر تاسري د بیعت او انتخاب حق له مسلمان نه اخلي ، او مطلق حاکم ته قدرت ورکوي ، دا کفر دی  ، مسلمان تنها یو مطلق حکم او خالق منلی سي بل مطلقه حاکم نشي منلی ؟ او د مسلمان نه چه څو د تبلغ او بیا حق اخلي ، دا و خالق ذوالجلال ته  د جنګ جاروهل دي ، او الله او رسول سر جنګ کول دي ، موږ مسلمانان داسي خلګ  «كنتم خير أمة أخرجت للناس» یوو او د دې جمیل فعل لپاره و جهان ته راوتلي یو چه تبلغ او بیان وګړو ، څوک چه د مسلمان له لاس نه د تبلغ او د خیر د بیان  اسلحه اخلي ، دا خستونکی به خامخا د اسلام له دایرې جارج وي که څه هم چه قرآن به لولي ، دا به خامخا  له هغه ډلي مل وي چه "يمرقون من الدين .. كما يمرق السهم من الرَّمية"

له امارت نه زموږ تمه لرو چه مغرزو کړیو ته اجازه ورنه کړي ، چه د افغان امارت  له اسلامي او شرعي کرښو واړوي ، او د دیکتاتور دیمکراسۍ و کرښي ته مو برابر کړي ، تنها نبوت بيله انتخاباتو نه يو حق دی ، تنها دا حق الله ته سته چه خپل ځان ته نبي انتخاب کړي ، او پر موږ لازمه ده چه الله نبي ومنو ، چه ښکاره ایه ولري ، قوم ته  د الله رسول دا حق ورکړیدی  چه خپل ملي یا قومي امارت ولري  ، او ابو   بکر صدیق  دا مشرتابه دسرتاسري بیعت له لري تر لاسه کړه 

زه مندوی یم د سرپرست امارت نه !! چه یو سرپرست امارت او مشرتابه ئې رامنځ ته کړل ، او افغان ملت ته په نېکۍ سره یو نېک امر کوم  د معروف کړني  !! چه بیعت او انتخابات دي ، ژیر تر ژیره تر سره کړي .

 

کفار نه رازي کیږي مطلق جواب ور کړي داسي یو جواب چه : اسلامي ټولنه و ښځي ته دا حق نه ورکوي چه په مسجد کي امامت تر سره کړي او ښځي ته حق نه ورکوو چه په تاوده او ګرم جهاد کي برخه واخلي

او مسلمانه ښځه حق لري چه هر وظیفه انتخاب کړي چه غواړي  

افغان امارت او مشرتابه باندي   ږغ کوم هر افغان چه تاسو ته په  خیر  امر کوي پر تاسو يې فرض ګڼم چه عمل په وکړی ولی چه تاسو خادمین یاست ، او د ملت دا  وَزْر او حبل په لاس کښي لري چه له هلاکت نه مو په امان کړي ، حضرت عمر رضی الله عنه داسي ویلي وه چه «لولا علی لهلک عمر»  که علی نه وای نو عمر هلاک سوی وو . 

کلکم راع و کلکم مسئول  
بس دومره مي ولیکل چه خپل مسؤلیت می اداء کړیوي