یو ملت په اوآزو ،لافو او هوایی احساساتو پرمختګ نشی کولی ،‌پراخ او هراړخیزه مطمن او ثابت قلمرو غواړی عدالت ، انصاف ،مساوات اونړیواله برنامې او پروژې غواړی. دولت مجبوردی چې دخپل موډل په چوکاټ کې ولسی اجماع رامنځ ته کړی او له ولس سره دملی یووالی مزی نور هم ټينګ کړی . نن سبا نړۍ ډیره لنډه شوې نوپه کارده چې حکومت هم بېدار وی. خو دلته نړیواله مو دنری رنځ یعنی ټولشموله حکومت په پلمه دواړو لورو ته ګواښوی اوکشوی امر یکا او روس له ځانه پاڼ او پړانګ جوړکړی بیاهم دلوبې په سر کې دی یوازې ستراتیژی یې توپیر لری چې همدا توپير یوه ستونزه ده. ددې ستونزو د تبلیغ لپاره پخپله افغانان بوږنونکی نظریا ت دتحلیل ګر یا کارپوه په نوم وړاندې کوی حال داچې مخالف دی لکه شکریه بارکزی دپخوانی سفیرې په نوم هرچاته سترګې برګې کوی او دطلوع چینل کې یې بستره ورته اچولې ده. زه نه پوهیږم چې مخالف څنګه تحلیل ګر کیدای شی او عقده ای نظریات خپلو اجنداوو ته رسوی او بشپړ سیستم ته اهانت کوی راځی له دې برګۍ نه ددپلوماسی ډیر ابتدایې اړیکو امتحان واخلو.
دانور ټول اسلامی او غیراسلامی هېوادونه همدې پاڼ او پړانګ ته ګوری خپله تصمیم نشی نیولی ټول ګونګ پاتې دی. الله ج فرمایی: صم،بکم،عمی فهم لایعلمون. دادریواړه حسه یو دبل سره اړیکی لری.
وایی پک مې لیدلی وه خو نه ماغزه وتلی.داسې ښکاری چې د پخوانیو کجیرانو څار د کرېکت د نړیوالې سیالی په پړاو کې رښتینی نه دی کاذب ، رسوا اودروغجن دی د مردارې پکو باښو اشرف غنی ،بغاوتګر او کلینر ستوان ۳۵ ملیون ولس شا ته پرېښود خو بیا لوبه په کوم متانت اوعزت پالی ؟ داسمه ده چې فسبوک دخلکو داړیکولپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړی دی خو دلته بیا دفسبوکی شخصیت ، اخلاق، مسولیت، معاشر مشروعیت او انسان محوره هویت هم ساتل په کاردی د ژوندانه په هره برخه کې یوازې سورنی او باجه وهل ،سرواوزرغونو رنګونو ته په ډېر اغراق امېزه اوله مبالغې ډک بکرونډ ورکول شهرت او پوهه نه ده . سندریزه هنرهم نه دی بلکې ژوند مثبته سیالی ده او ماشومانه تقلید سره تړاو نه لری . د پا رلمان پخوانۍ شیګړه افه فوزیه کوفۍ چې د ریس موج تحول کې ځان راپېژنی .دریاست او وزارت نه ټیټه څوکۍ دچا نه خوښیږی اوس به راشو که دافغانستا ن اوسنی اقتصادی کړکېچ ته په غور وګورودهېواد بېړنی نړیوال ناوړین درېواړه ملی ابجکتوته له یاده را څخه وړی. کوم هویت،بیرغ اوسرود؟ درې ملیونه ماشومان له لوږې سره مخاخ دی سبحان الله ! د۴۵ هېوادونو دڅو تریلیونو دالرومرسته همدا لاس ته راوړنه او داشرف غنی افسانوی تېښته وه چې نړیواله بېړنۍ غوغا او حالت یې رامنځ ته کړ.
د اشرف غني احمد زی د واکمنۍ پرمهال کې د خلکو دسرچوک تکیه کلام یوازې نامعلومه ملی وه ، خو نوموړی له ملی څخه هم ډېر ژر د خپل قدرت او شهرت په ککړوڅپو کې ډوب شو اوغیرملی منډوترړو ته یې مخه کړه ؛له کورنیو او بهرنیو فرعونی کبره ډک غیراسلامی فشارونو سره یې ځان ټینګ کړ او سازش یې وکړ خکه چې له ولس یوازې پاتې شو،ولې دبدې ورځې لپاره یې دپخوانیو شورای نظارله پرچمیانو،سفاکو او فاسدو منفورو ډلو سره یې د ایتلاف لمن هم وغوړوله ، څوکاله یې له دې ډلو سره د مخالفت ، موافقت او امتیازاتونرخ کې په برکت ،برکت،ویلو............. په پړاونو کې تېر کړل ، د فساد او بې عدالتۍ مضر غږونه یې د باعزته سولې تر نوم لاندې اوم اسمانه پورې ورسېدل ، جګړه دبدمرغیو تورو تیارو ته ورننوته دامریکاء کانګرس ورته څوکیو کې ولاړسی او پروت سی وکړ . خو ده بیاهم ۱۷ ډوله غوښه ارګ کې نوش جان کوله ، خبره ان د مور بم کارونې ته هم لوړه شوه ، نړیوال، ینس شتولتن بېرګ لیونی دناتو مشر،استخباراتی کاسې اوکپړی هم ورسره ستړي شول ، د حکومت د همدې متضاد۵۰/۵۰ دوه مخیتوب کې او امتیاز روږدي بغاوتګر ایتلاف له امله طالبانو لاپسې هره ورځ قوت وموند او په څو ورځو کې د غني او جنګسالارانو له افراطي لاپو شاپوپټاکو اوچغن ګواښ سره سره یې هغوی ټول له هېواده تېښتې ته اړ کړل اوپه رنا ورځ له کلینر اومټکور هرڅه پاتې شول او وتښتېدل . باور وکړۍ څوک یوه کاهدانه هم داډول نه پرېږدی! پوره باور دی او باوری سیاستوال هم داوایی که نجیب ګاو ، حامد کرزي کر ،اشرف غني مټکور او نورو نړیوالو پر دغو منحوسو،چلوسو بې ایمانو،اپورتونیستو غلو او جنکسلارانو ډډه نه وای اچولې ، نو نه به اوس دوی له تاریخی ننګین شرم سره مخامخ کیدل او نه به ګران هېواد افغانستان له داسې یو ترینګلي حالت سره یعنی وچکالی ، کرونا وایرس،اقتصادی کمزورتیا او په تیره بیا دفقر کچې ته مخامخ کېدل.خدای موغرق کړه سترو خبیثانو..
طالبا ن باید هېر نه کړی چې داغله دټولشموله په نوم نشی کولای خپل ځانونه بدل کړی. خکه نه اخلاق لری نه ایمان او غیرت اونه هغو انسانی معیاروته ته نږدی دی چې یو عادی انسان هم ورته ژمن دی. دسیاست په خرجدالی نقاش کې ولاړ څاروی دورځې له نرخه هم راټيټ شول دنیتو او یاهرهېواد چې موړه ور باندې کېښوده بار یې یوړ خو مزله ته ونه رسېد .دا سازش کونکی غله باید طالبان وپېژنی دادشخصی ګتو په بدل کې هره لوبه کوی. لوری بدلوی او دبن ککړ کنفرانس د نازونو خوب وینی .
دا داړه مارن فسبوکی واکداران یوازې امتیاز غواړي ، صلاحیت ، قدرت او شهرت ، خو مسولیت نه مني ، ستره بېلګه يې افه فوزیه کوفی= ریس موج تحول، شکریه بارکزۍ بیسواده پخوانۍ په نوم شن ټاغې ،افه سیما سمر شعله ای اودادفر سپانتا شعله ای،له دې اخوا د پیتاوی دلاندی پسونه: تش په نوم جهادی شخصیتونه د کرزي او غني حکومتونو جیره خوار، دواړه حکومتونه یې ټول له یوې مخې دوی وخوړل او وڅټل ، خو ټول مسولیتونه یې بیا په پای کې دکرزي او غني غاړې ته واچول.دبن نانځکه له بغاوت ګر دلویې چرګې چې هګی نه اچوی خوب کې دی!
دا ډلې ټپلې غواړي ټول عمر په دوڅېرو کې پاتې شي هغه دا چې حکومت کې هم وي او مخالفت کې هم ؛ د ورځې سره مخالف وي د شپې سره پخلا ء، په پټه د یو بل ملاتړ هم کوي ، خو په ښکاره بیا ځان یو د بل مخالف څرګندوي لنډ داچې دې لنډغرانو امتحان ورکړی بیا ازمایل یې په کار نه دی دافغانستان کرېکت دملی سرود، ملی بیرغ او ملی هویت سره په معنوی ارزښتونو،ټولن محوره او دملت په سوکالی،امن او رسالت کې هېڅ اغېز نه لری.دادروغجن شپانه دی.