+ مثبت ټکي: ۱-ظاهراََ د افغانستان له ۲۰ کلن اشغال او ۴۰-۵۰ مملکتونو (د پاکستان د پروژې او ترکيې په ګډون ...)څخه د دوحې د تړون په اساس آزادول!
۲- د هیواد او ولس یووالی او تمامیت تامینول، د قدرت جزایر ختمول
۳- هم په پخوانۍ او هم اوس د قاتلینو، غاصبینو، مفسدینو ، فاسقینو، مرجفینو او د شرق او غرب ګوډاګیانو ځغلول او رسوا کول
۴- د شر او فساد او مخدره موادو پرضد مبارزه
۵-یوه قومانده او مرکزي اداره او له امیر تر مدرسې طالب! د اوامرو اطاعت
۶-ډیر زیات شهیدان ورکول، شکنجې او زندانونه لیدل ...
۷-ښه افغاني کلتور پالل
او داسې نوور
* البته دا پورتني ټکي  ښايي سل په سلو کښې صحيح نه وي خو له ظواهرو او اوریدنو، لیدنو ډېري فکر کوم +وي.
اوس به راشم منفي - یا نیګاټیف پایڼتونو ته ېې :
۱-د دوحې په کاڼټرکټ سره د خ.زاد ،پاکستانیانو او عربانو په مداخلت ، د ولسمشر غني استعفی غوښتل او د پردې شاته پټې معاملې او مالومه نه ده چې د هیواد کوم بل ترهګري ناورین ته ټیل وهل؟۰۰۰داعش ماعش ؟؟؟؟
۲-د آګست په ۱۹ چې د افغانستان ملي او سیاسي آزادي ورځ ده ؛ که څه هم ظاهراََ عمومي عفو اعلان کړې وه ، مګر د (ملي بیرق) د رپولو لپاره د څو تنکي زلمکیانو وژل ؟؟؟!!!
۳- په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امریکا او انګریز د لاسپوڅي غلام پنجابي-پوکسټیني پروژه يي ریاست ته ډیر تابع کیدل ؛ هغه پخوانۍ ناخوالې چې شمال کې ېې پر عطا او دوستم ووزل او څه ېې خپلو جیلونو کې وراسته کړل لکه ملا عمر. منصور، برادر، او...او ځينې ېې ګوانټنه مو کې لکه ملا ضعیف او... ؛ لاکن بیا هم د هغوی پر منافقتونو او پښتون-افغان دښمنۍ يي سرونه نه خلاصېږي!!!
۴-د ښځو او نجونو له کار او تعلیم په پابندیو لګولو ، پخپل لاس غرب او ګوډاګیانو ته بهانې په لاس ورکول..
۵- لافې د عمري عدالت وهي ،خو د حضرت عمر رض. په خلافت کې حتی د بیالې د غاړې پیشو سره هم عدالت کیدهء . څه خبر بیا د انسانانو ( مسلمانان، اهل کتاب او حتی مجوسیانواو... . )سره پوره عدل او انصاف.
مثال: د هغو غلو غاصبینو شر او فساداتو ~ ۲۰ میلیارده $ چې طالب کنګل کړي راساََ دې بیت المال ته انتقال کړي او د ولس د اولیه احتیاجاتو لپاره ۵ کاله کفایت کوي. هر کس او نا کس ملک ته په وژو سترګو ګدايي د افغان له افغاني غروره سره نه زېبي!
۶- ځينې پخواني وطن پلورونکي، جواسیس، روساء المنافقین چې د دوی لاس ته ورغلي ولې محکمې ته نه کشوي؟ او لا هم ورته د راتلونکو دسیسو مجال ورکوي.؟
 د کرزي او غني غوندې باجورکوونکو ر.جمهورانو نه چې هغوی قانع نه شول له طالبه خو په سل کاله کې هم نه خوښېږي. هسې د ورځې به میډیا کې یوه-نیمه باټه ولي خو د شپې مٙکرونه او پټې زرګري یارانې جوړوي!!!
۷-د په رسمیت نه پیژندل؟ . اول باید ۵۷ اسلامي ملکونه د دوی مخصوص ډول اسلام ومني بیا ېې ګاوڼدیان او بیا م.م.م. ؟ .
... او داسې نوور  
* آغلو او ښاغلو لوستونکو! که بل څوک زما پر دې لیکنه نیوکې لري په خلاصه ټڼډه ېې منم. او که څه زیاتول یا کمول غواړي هم بسم اله!.
درنښت او ښې چارې.