راځی دخپل کور دساتني لپاره عاجل اقتصادي تصمیم ونیسو

طالبان به زر واري دسپینو او زرو کلاګاني جوړي کړي خو فایده به ونلري ځکه هغه به ټولي خیالي وي. طالبان عاجل یوکلن پلان ته ضرورت لري. دا پلان باید لاندې شرایط په نظر کې ولري. 

1.      دطالبانو حکومت به په نیزدي وخت کې نه امریکایان ومني او نه ګاونډیان. دبندو سرمایو توقع باید ونسي. که هغه آزادې سېي او حکومت په رسمیت وپیژندل سي نه هغه به یو نعمت وي چه شکرانه به یې دنوري ترقي لپاره په نوي قدم اخیستو سره ادا کول غواړي. 

2.      طالبان داسې میکانیزم ته ضرورت لري چه  هغه داوسني نړیوال اقتصادي چوکاتونو نه بیل او نوی وي. دا په دې معنی چه اړیکي له جهان سره ولري او له هغوی نه دبې رسمیتي په حال کې د ښو تجارتي، امنیتي، او اقتصادي اړیکو جوړول وغواړي او بیا دهغه په چارچوب کې ورځنۍ چارې په مخ بوزي. دا په ګاونډیو دولتو کي امکان لري. 

3.      طالبان داولیه موادو له کمی او ګرانوالي سره مخامخ دي او باید ددې مشکل دایستکولو لپاره عاجل تصمیم ولري. 

4.      دولتي بانکونو ته توجه کول ضوري دي ترڅو دخصوصي بانکو دغلا او استفاده جویې مخه ونیسي. 

5.      ددولت بانګونه له نقدی کمبود سره مخ دي چه هغه باید له افغانیو ډک سي. افغانۍ ډیري چاپ سوي او هغه بیرته راټولولو ته ضرورت لري. 

6.      دافغانستان اوسني ملي بانکونه په خارج کې خپلي نمایندګیاني نلري. دا باید ترنظر لاندې ونیول سي او دهغه دپراخوالي لپاره کار وسي. اوس کولای سي چه دګاونډی دولتو سره تماس ونیسي او هغه دافغانستان بانکو او تجارو لپاره په خپلو هیوادو کې بانګي سهولیتونه اماده کړي. 

7.      په عین حال کی له همسایه دولتو څخه دکمکو په ځای او یا دهغه په څنګ کې دکریدیت خواهش وسي. په همدی ډول افغاني بانکونه بیا افغان تجارو ته داسې کریدیت ورکړي چه هغه وکولای سې اموال را وارد کړي او بیا افغاني بانکونه دنقدو افغانیو په زریعه بهرنې قرضونه په لنډ وخت کې ادا کړي. دا دوهمه خبره شاید دافغانۍ دزیات والي سبب هم سي. دا هم کیدای سي دتجارانو استفاده جویې هم له مینځه یوسي ځکه دهرڅه قیمت به ملي بانکو ته مالوم وي او هغه به بیا دګمرکاتو دحسابونو له مخې مقایسه سي چه داسی مالومات بیا کیدای سي دداخلي تجارت دکنترول سبب هم سي. البته دا باید وویل سي افغاني بانګونه باید ددالرو له استعمال څخه ډډه وکړي ترڅو دهغه کمبود بیرته طالبان ناکام نکړي. 

8.      په اوسنی وخت کې طالبان کامیابه سوي چه دبین المللي خیراتو لړۍ چالانه کړي او دیوکال لپاره دلوږی مخه ونیسي. دوی کولای سي دبل کال لپاره دبین المللي خیراتو لړۍ پسي جارې وساتي. خو خیراتونه باید شرم وبلل سي او افغانستان باید خود کفا وګرځول سي. 

9.      طالبان باید بین المللی اورګانو ته دډالرو ویشلو حق ورنکړي. که هغه بیا هم امکان ونلري نو باید یوه لیاره پیدا کړي چه هغه ډالر بیرته له خلکو څخه په افغانۍ واخیستل سي او ډالر په ملي بانکو کې خوندې سي ترڅو دضرورت په وخت کې له هغو استفاده وسي. دا ډالر باید دصرافانو جیبو ته ونه رسیږي. په دې ډول ملي بانکونه نوي زیرمې جوړي کړي ترڅو دنوي افغانیو دجاپیدو یوه لیاره او یا پشتیوانه سي. 

10.  دپورته شرایطو په نظر کې نیول لازم دي. ددې شرایطو سره سره طالبان ضرورت لري چې دغنمو دکرلو لپاره تبلیغات وکړي او وکولای سي دمیوو دباغونو دراکمولو لپاره کوشش وسي ترڅو دبزګرانو دتاوانونو مخه ونیول سي. اوس چه میوی زیاتې دي نو بې قرارداده بهر ته لیږل کیږي. نو ځکه دهغه خرڅلاو مشکل ده. له دې کبله افغانان تاوانې کیږي او دخوراکي موادو داخیستلو قدرت نلري. ځکه دې سیستم دنغدو پیسو کمبود راوړی او له بله طرفه وارد سوي خوراکي مواد جګ قیمتونه لري. البته میوه جات باید هلته وکرل سی چه غذایي مواد ډیر وي. حکومت کولای سي اضافي خوراکي مواد واخلي او زیرمه یې کړي. په داسې صورت کې حکومت دکرني داقتصاد ښه مالومات ترلاسه کولای سي او دهغه مالوماتو له مخې دکرهڼي لپاره ښه پلان جوړولای سي. دا به دخوراکي موادو په وارداتو باندې ښه اغیز ولري. هم به غذا وي او هم به دافغانی قیمت جګ پاته سي. 

11.  داولیه موادو په لړکی باید په هغو توکو کار وسي چه هغه دغوړیو او غوښی دډیروالي سبب سي. هغه بوټي لکه جوار، کنجد او زیتون باید دغوړیو دتولید لپاره وکارول سي او دغوړیو دتولید کارخاني جوړي سي ترڅو هغه دکورنې بازار لپاره اماده سي او په دې ډول دوارداتو کمي راسي. 

په خلاصه ډول باید ووایو چه طالبان باید دافغانستان داولیه موادو پوره لیست ولري او دهغه لپاره دکورني تولید لیاري وسنجوي. یوازې په دې ډول کولای سي دهمسایه دولتو له احسانه ځان وژغوري او هم کفري دنیا ته دګداګری کچکول ونه غزوي. که دا وسي نو بیا نه ملل متحد ته ضرورت سته او نه په رسمیت پیژندني ته. دا به یو نوی چارچوب وي چه ملي او اقتصادي استقلال به راوړي. کیدای سي په آینده کې هم ګاونډیان او هم نور بې له زاریو دافغانستان حکومت په رسمیت وپیژني او دنوی ترقي شاه راه خلاصه سي. 

له پورته ټکیو سره سره دافغانستان اسلامی حکومت دملت په ضد دخاینانه دسیسو مخه ونیسي او بهرنی مخربین لکه داعش، پاکستانی طالبان او یا دپنجشیر او شیعه خرڅ سوی کړۍ ، دبشری حقوقو او دښځو دپه نامه مدافعینو دتروریستی او نورو ضررونو اقدامونه خنثی کړي. هغه بهرنی هیوادونه چه دامن شکایت کوی دهغوی نه معلومات ترلاسه سي او دهغه سره مناسب جدي سریع اقدام وسي.