خوښ یمه په دې چي قدرت مي استعمار لري

بــــادارمــي کــل اخــتــیــارلـــري
هرڅه شکېلاک وایي مـنم او کـړم پــه مــیـنه
ځــکه ئې منم چي ښـه کردارلــري
زه که هـر څه پوه یـم زما پـوه څه پکار نه ده
ټــوله سـرښـتـه مي اسـتـثـمارلـري
زه کــه ښـه هــوښیار اویا ښــه روڼ آنـد یـمه
ترما ښکېلاکګرښه ډېراظـهـارلري
واورۍ زما خـبري ځکه زه په هرڅه پوه یمه
دوی مي ښه قدرت او ښه بازارلري
آزادي څـه پـکارنه ده خـپـل بادار پسې به ځـو
لرونکي د صنعت اوښه دربارلري
داخـبـري په رموزکي د بېـننګو داسي ښـکاري
له یون نه ئې څرګند دغه بانډار لري