هره ملي ، تجارتي ، بین المللي د  وثیقې  او معاهدې   لپاره ضرب الاجل ( "مسمی" ) فرض عین دی !! او  تمدید تذکر  هم ضرور دی !!! 


کله چه د لیک دود ډیر کم و ، په هغه وخت کښي  ، رب العزت و خپل رسول ته ښوونه په وحی سره وکړه چه د معاهداتو او معاملاتو له پاره لیکل وکړی ( أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ ۚ) 
ژباړه : اى مؤمنانو، كله چې دكومې ټاكلې نېټې له پاره تاسې په خپلو مينځو كښې دپور دراكړې وركړې معامله كوئ، نو هغه وليكئ . 


د لیکلو دود په ټول یورپ او شمالي امریکا کښي په ریشتیا سره ، دې ټولنو ډېر جدي نیولی دی ، حتی !! د لاس په لاس سودا کولو پر وخت هم د پلورنځۍ دود دی چه : فروشنده خپل مشتري ته د سودا د اخستلو لیکلی سند ور کوي ، 


کور  پلورل او رانیول به تنها د یو  قانوندان تر نظارت لاندي ترسره کیږي او لیکلی اسناد په خریدار او پروشنده او قانوندان امضاء کوي او يو رسمي  شاهد  (یعني هغه شخص چه د محکمې سره  ثبت  نام کړي وي)
او  هره د کراهې او اجارې معامله چه تر سره کیږي لازمه ده چه : سند د شروع تاریخ او اجل مسمی ئې روښانه او څرګند په غټو ټکو لیکل وی ، که چیري د سند ضرب الاجل معلوم نه وي ، سند په محکمه کښي بې اعتباره دی ، یعني غلط لیکلی سند اعتبار نه لري 
او په دولت کښي هر سیاسي خدمت ته چه فرد انتخاب سي ، د خدمت کولو له پاره ئې د خدمت اخیری او انتها تاریخ معلوم او څرکند وي ( د خدمت کولو ضرب الاجل یا مسمی ) 
همدغه د مسمی اجل راز : د لمړي رئيس او سر اعلی قواوو قومندان ته هم ټاکل شوی دی 
هره طویل المودت معامله چه اجل مسمی يي معلوم نه وي ، دا معامله نامشروع ده د شریعت له نظره ، ښه مثال ئې د افغانستان د  سرقفلی معامله ده ، چه اصلا سرقفلي يو انګرېزی کانون و ، او شرعاً د بل چا ملکیت بې له اجل مسمي اخستل یو حرام او ناروا کړنه ده ! سرقفلي دعوا باید په شرعي محکمې کښي د اعتبار وړ نوي ، لازمه ده چه بې اعتباره يي  اعلان کړي 


او په نني عصر کښي سرکاري وطیفې پر دوه شکله دي ، یو په انتخابي او بل د د انتخابي خادمینو له خوا ماموریت ته  اجیر کیږي 
تاریخ را ښودلې ده !!! ندی ضرور چه نوې  تجربې ترالاسه کوړو
هر دولت او حکومت : دری عالي درجې منتخب خادمین لري هر کله چه د دې عالي درجې خادمینو ته د خدمت د تمام ضرب الاجل معلوم نه وي ! له داسي خادمینو نه خاینین او غاصبین جوړ شوي دي، که د دولت دا دري عالي خادیمینو ته د
اهل حل او  عقد ( د ملت نخبه درې قشره ) له خوا د خدمت د شروع ورځ او د خدمت اجل مسمی معلوم نکړي  ، که وخت او زمان «مسمی »او د خدمت مکان ئې ورمعلوم نه کړي  ، نو خادم ته مو د سیاسي امانت او دین  چوکۍ  د غصبولو کیلي ورکړه 
د چوکۍ شهوة او د خوند په سبب به پر چوکۍ خپله زیربنا سرېښ کړي 
تنها څلور اصحاب کبار چه رب انتخاب کړي وه د رسول اکرم لپاره ، هغوی نفس د( اهوا خواحشات) نه درلدله  ، بل هر د نن عصر خدمتګار د اهوا تر اثر لاندي دي 
استثنالري ، خو د افغانستان په تارخ کښي مثال نسته ، د ملا محمد عمر سره خدای ښه وکړه د تجربې په نیمایی کښي ولاړی 
خو په کفارو کښي تر تجربې وتلي سړي ډېر دي چه خاکي نړۍ ئې کامیابه ده  د اخیرت حساب په رب العزت ته پرېږدم 
که چیري داسي سړی مو ومند چه مقام ئې د صحابی درجې رسېدلی ! نو نده لازمه چه د خدمت دورې ته ئې اجل مسمی ور معلوم کړی . که بل هر فرد ته بېله اجل مسمی چوکۍ ورکړي نو خامخا به خپله دوې پلې زیربنا پر چوکۍ درته سريش کړي ، او په لږ وخت کښي به لتاسو چاپلوسان جوړ کړي ، دی به دکتاتور سي 


نوټ : مادی ملکیت ، intellectual property  او دائمی نکاخ ته ضرب الاجل ټاکل حرام دي