د کندهار نننۍ غمیزه په کلکه ټکو غندم. د مجاهد، طالب، القاعده، داعش او د ملا له خیټې د نورو زیږېدلو تروریستانو په وړاندې خپله ژوره کرکه، په لاندې شعروزمه لیکنه کې څرګندوم:
محشر
نه دېره وي نه حجره وي
نه بنډار وي، نه جرګه وي
نه نوښار کې غلغله وي(۱)
نه بهسودو پله میله وي
نه چکر د ګلغونډۍ وي
نه میمله وي نه امله وي(۲)
نه ترخې اوبه رسیږي
نه محفل وي د ملګرو
ټول پپړې شونډې ناست وي
چا کې میل نه وي د غورو
نه په زړونو کې خوښي وي
نه مزه وي د خبرو
نه موزیک وي نه غزل وي
پابندي وي په سندرو
سندرغاړي وي په تېښته
بل وطن ته وي په تللو
نه ودونو کې نڅا وي
نه مستي وي، نه خندا وي
نه په سرو لاسو د نجونو
نه چمبه وي نه دریا وي
نه غورځۍ په غبرګو څڼې
نه د ژڼو وي اتڼې
نه د فکر ازادي وي
عقیده کې پابندي وي
په زندان کې بندي نه وې
خو په خپل کور کې بندي وې
دا به هم ګنې څه ژوند وي
د دې ژوند به هم څه خوند وي؟
موږ دا خواست کوو ملا نه
جنازه مو په ژوند واخله
یوو په داسې ژوند پښيمانه
+++
چې سرک او په کوڅو کې
ملا ناست لښته په لاس وي
څه په وخت او څه بېوخته
د اودس، لمانځه بازخواست وي
ښځې کور کې کلابند وي
په نجونو ښوونځي بند وي
یو تفتیش د عقیدو وي
ګوزارونه د سوټو وي
هم په نرو، هم په ښځو
یو محشر جوړ په کوڅو وي
مور له لور وي لادرکه
پلار او زوی پته وي ورکه
پلار ته نه وي چانس په کار کې
خپل اولاد پلوري بازار کې
یو ماتم ګډ وي په کلي
خلک ټول وي ترېدلي
په جومات ک مو وژل وي
له جومات بیرون وهل وي
بیا درخواست کوو ملا نه
جنازه مو په ژوند واخله
موږ ته مرګ کانده اسانه
+++
رسېدلې پلنې ږیرې
چارتراشه پېړ بریتونه
سر ویښتان راځولۍ شوي
پکې سپږې کړي ټوپونه
نه جامې په میاشت وینځلې
نه وینځلي چا ځانونه
لکه یږه بوی ترې خېژي
تش په نوم وي اودوسونه
موږ په کوم قرن کې اوسو
ملا څه کوي فکرونه؟
دا پېړۍ څه اوومه نه ده (۳)
دا پېړۍ ده یوویشتمه
دا هېواد هم عرب نه دی
تا به لوستې تاریخونه؟
هلته ستا جنت د ستا شه
زموږ خپل شته جنتونه
زموږ خپل وطن جنت دی
هغه نور دې دوزخونه
ستا له حورو نه توبه شه
زموږ حورې خپلې نجونه
ستا غلمان مو پکار نه دي
دلته نه شته دا دودونه
هر سړی ځي خپل لحد ته
هر چا بېل بېل دې قبرونه
څوک د بل چا مسوول نه دی
هر څوک وړي د ځان بارونه
نه ثواب د چا شریک دی
نه شریک دي عذابونه
ګوزاره شوه ډېره ګرانه
بیا درخواست کوو ملا نه
موږه ژوند غواړو اسانه
یادونه:
(۱ ) د کابل شهرنو کې د غلغلي هوټل
(۲ ) میمله د ننګرهار په خوږیاڼيو ولسولۍ کې د میلو یومشهور باغ دی او امله هم د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ کې یو تاریخي باغ دی
(۳) میلادي اوومه پېړۍ
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی