بنی آدم یودبل غړی دی
چې په پیدایښت کې له یوه ګوهره دی
کله چې روزګار یو غړی په درد راولی
نور غړی په کرار نه پاتې کیږی
الف - دنړیوالې ټولنې په اټکلی تصامیمو باندې....
ب- داستخباراتی کړیو او جاسوسانو په وارخطا یی اوبېړه......
ج - دپخوانی دوه سری ناکام رژیم طفیلی او تف طفیلی .....په جړنګانوکې اوهاها
د- دطالبانود نسبی انحصاری ډوله نامطلوب مقاومت او سر زوری پربنا......
ه-دافغانستان دهغو دانشمندا نو،پوهانو، مسلکی او با رسالته خلکو په خوله چې لاسونه یی دچا په حق باندې ککړ نه دی اونه تراوسه خپل وجدان ته محکوم دی. دغه برخه دافغانستان په اوسنی وخت کې دنړۍ پلمه کوونکی ، توطه ګر ړانده ښه قانع کولی شی او نړۍ یې دملی او اسلامی ارزښتونو دجهان بینی په رڼا کې دسیاستولۍ سیالی او توان نه لری. وایی یوه دښته کې ړوند اوشل سر مخامخ شول ړوند لاره نه لیده او شل تللی نشو نو حیران ول چې اوس څه کول په کار دی چې مزل پای ته ور سوی .اسانه طریقه یې داوه چې شل یا ګوډ به ړانده ته ور په شاشی چې تللی نشی او ړوند چې لاره نه وینی نو ګوډ به لاره ورته ښیی په دې توګه خپل مزله ته دوام ورکولی شی. اوس دټول شموله په برخه کې نړیواله ټولنه، ملګری ملتونه، روس ،امریکاء،فرانسه ،المان، انګریزا ن ،ګاوندی اوسیمه ایزه دمرکزی اسیا یودرزن ستان ډوله ډارن جمهوریتونه داتول دړندو حیثیت لری داهغه ډله هېوادونه په دوه لسیزو کې سترګو کار کاوه ایا دغه هېواد نه ښځې وې او نه مکتبونه . چا په هلمند او کندهار کې چا ښوونه او روزنه مړه کړه. او طالبان په ځینو برخو کې د ګوډ یا شل مفهوم لری دسیستم سره بلد نه دی نوپه کار ده چې ړندو ته ور په شاشی د (ج) برخه باید جدی کنترول شی اوپه دغه ترتیب او لارښونه په تدریجی ډول ، وخت ور کولو، مناسب چوکاټ،ښه حکومتولی، ښه مدیریت، زمینه او ابزارو په وسیله مخ ته بوزی. نوجنجال هم پای ته رسیږی بل احساساتی مثال تاسې ولیدل اوټول قضایا وې ستاسې مخ کې تېرې شوې ما عینی بهر کې دتلویزیون له لارې دغه لاندې احساساتی معلومات عملا دریس جمهور په کچه تاسې سره شریک کوم کله چې د تلویزیون له لارې خبرې کوی کوښښ وکړی چې څه وایی داډېره مهمه ده چې فرهنګی آداب په جدی توګه مراعات شی؟
محمد اشرف غني فراری د خپل دوه سری حکومت په وروستیو کې شېبو کې، په حکومت کې له دننه ډېرو ځوانانو څخه هم مخ اړولی وو او په دې سوچ کې وو چې ده رښتیا کومو ځوانانو ته چې فرصت او زمینه ورکړی او په لویو دولتي ډندو یې ګومارلي، هغوی یې له اعتماد او باورڅخه ناوړه ګټه اخیستې ده. ما ولیدل په دغو مراسمو کې چې ولسمشر غنی د روان وضعیت په اړه خبرې کولې او له طالبانو سره د وینې تر وروستي څاڅکي د مقاومت ډاډ هم ورکاوه دروغجن ښکارېده. لافه اوباټه وه ،شرع حاضرته ګوری یو څوک چې د یووالي پر اړتیا وو ټینګار کوي، هغه با ید هڅه وکړی چې د نظام د احتمالي سقوط په اړه آوازې،شایعات،او سوړ جنګ رد ې کړي. دغنی وینا تر ډېره حده واهی،غیرمنطقی ، ماشومانه احساساتي او ناپوه وه سره ددې چې یو شمېر ورته متفکر ویلې او د داسې یوه رهبر په بڼه غږېږيده چې پوهېده د ا وړۍ نه شړۍ کیږی او د خپل نیمګړو ترانو وروستۍ شپې او ورځې یې را نږدې دي. په ډاګه وه د نورو تېرو ویناوو برعکس په ځوانانو کې شور او ولوله کمه او اندېښنې ډېرې دی. دغه مراسم د مازدیګر په پنځو بجو پای ته ورسېدل او د ولسمشر وینا هم دومره رسنیز پوښښ او امتیاز ونه موند څومره چې دی غوریده. اشرف غنی ډېرې لارې درلو دې چې دغه ولس له کړکېچ وژغوری خو دا کار یې له ډیرې ناپوهې خود خواهۍ،خودمنم ،خودکوزه ،کوزه ګر ،کوزه خر څه ونه کړ. غنی دامپریالیزم په خره سپور وه خو خر ورڅخه ورک وه. پښتو کې متل دی وایی څوک چې فیلان ساتی دفیل خانو غم یې مخکې خوری. کوم چرګوړی چې غنی ته ببر ښکاریده هغه کارغه صفته او بګیل راو ختل چې یو مثال یی هم حمدالله ډایپر دی. وایی په دنیا کې د ننګیالی دی دا دوه کاره: یابه وخوری ککرۍ یا به کامران شی! ایا دغه دوه سری خربوزه ټول شموله وه ؟
له بده مرغه دغه کارغه له څلورو میاشتو وروسته کاغ... کاغ ... دآزادۍ له کوډۍ څخه را ووت اود وزرونوپه رپولو کې یې د خیریت داستحکام او اطمینان باټې ووهلی چې دوینو مخ نیوی وشو.داوشو هغه وشوه وامثالهم... انترنت او یوتیوبی نړې دغه ډول قباله چیان ډیر بې غیرته کړی خو داشرم نه بولی چې یو لوی عظیم ولس چې ترڅنګ یی دناتو سپی عملاا غف غف درلود خو دوی خپل پنډکی اخلی او ددلکشا ماڼۍ له لارې په چورلکو کې تښتی دا څومره خیانت اوستر شرم دی! څنګه به الله ج، ولس او وجدان ته ځواب ورکوې؟ ایا دغه ډول کسان هم دټولشموله ادعا لری؟
--------------------------------------------
بشری ناوړینه دلوږې، وچ کالی،اقتصادی بحران،کرونا ناروغی، دژمی موسم، او داسلامی آمارت تعاملات او سیستم بلدی هغه څه دی چې دنړیوالې ټولنی ملګرو ملتو ته لومړیتوب باید ولری نه پلمې او سیاست.