ډیر ژر به نړیوال د ملګرو ملتونو د یوه ډیر مهم سازمان( FAO) په هڅو د خوراک ورځ ولمانځي. په دې ورځ به هیوادونه د خپلو ولسونو پر ژوند او دتغذیی پر حالت تمرکز وکړی او خوارکی توکی به د وګړو د روغتیا او د سالم ژوند ددوام د وسیلې په توګه و ارزوی. موږ ته هم په کار ده چې د راتلونکی لپاره یو څه تدابیر ولرو. په دغو تدابیرو کی یو یې باید دل لوږی د له منځه وړلو په خاطر د غنمو کښت او د غنمو د حاصل اوچتول وی. افغانستان د غنمود حاصل د اوچتولو ښه ظرفیت لري.
غنم زموږ د خلکو یوه مهمه خوراکی ماده ده، د ټولې غذا له ۷۰٪ څخه زیاته برخه دغنمو ډوډۍ ده. دا په تیره د بیوزلو خلکو د خوراک یواځنۍ ماده ده. له بده مرغه تیر کال دغنمو حاصلات د وچکالی او جګړوله امله ډیر کم وو، نوځکه یې اوس ډیره قیمتی ده. د غلو- دانو؛ په مجوع کې دکرنیزو محصولاتو کمښت په ټوله نړۍ کی احساس کیږی. په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان ټولو دولتونو ته خبر داری ورکړی دی چی د خپلو اتباعو د معیشت لپاره باید د کرنیزو محصولاتو ودې او غذایی مصئونیت/خوندیتوب) Food security ( ته لومړیتوب ورکړي. غذایی مصئونیت یواځې خلکو ته د خوراک رسیدل نه دي، بلکې ورسره د غذاکیفیت هم مهم دی. دغه اصطلاح په ١٩٤٤ م. کال کې د FAO په يوه غونډه کې هغه حالت ته تعريف شوه ، چې هلته د خلکو لپاره دومره کافي اندازه خوراکي توکي وي چې دوى نه يوازې دا چې وږي پاتې نشي، بلکې د کيفيت له پلوه او د مربوطه ټولنې د اجتماعي او کلتوري لحاظه هم مناسبه وي او خلک له رواني پلوه د خوراکي توکو د کمښت ويره ونه لري. دغه غذايي توکي بايد دانرژۍ ، منرالونو، ويټامينونو او نشايستې له پلوه د بدن د ماشين د چلولو توان ولري. يعنې غذايي مصؤنيت يوازې د قطحي نشتوالى نه ، بلکې يو څلور بُعدي حالت دى، چې غذا بايد له دغو څلورو بُعدونو خلکو ته مناسبه وي، چې هغه يې د کافي والي، مغذي والي، اجتماعي والي او له رواني پلوه دډاډه والي بُعدونه دي. له نیکه مرغه افغانستان کولای شی له دې پلوه خپل وګړي تامین کړي.
په پرمختیایی هیوادو کې یو وګړی ته په یوه ورځ کې په مشکل سره ۱۵۰۰کالوری (یعنې دپرمختللو هیوادو په پرتله نیمایی)مهیا وي، دا په داسې حال کې چې دوی ته مهیا پروتین هم زیاتره حیوانی نه، بلکې نباتی وي. د مکفی غذا شپږ اجزا دا دي: کاربوهایدریت، غوړ(شحم)، پروتین، ویټامینونه. اوبه او منرالونه. بالعموم ژوندي موجودات ۲۰ ډوله امینو اسیدونو او ۳۰ ډوله نورو غذايي عناصرو ته اړتیا لري. دغه ترکیب هغه وخت چمتو کیدای شی چې انسان ته هرډول غذا لکه سابه، غوښه، میوه ، نشایسته یی غذایی مواد لکه وچه ډوډۍ ، وریجی او کچالو او مغزباب(جلغوزی، غوزان، بادام...) او لبنیات مهیا وي، خو غنم پکې ترټولو مهم دي. د افغانستان دخلکو د دسترخان کلچر کې غلی- دانې ډیرې دی، لکه غنم، وریجی او جوار. ـ غله جات او حبوبات د کاربوهایدرېت غني سرچینې دي چې ۹۰ - تر ۹۹ ٪ کاربوهایدرېت او پاتې غوړ او پروتین دي. دا د افغانی غذا ډیره برخه ده، خو دوی سابه او ترکاري لږ استعمالوی، البته هغو ته اړتیا د غلی په پرتله کمه ده یعنی کفایت کوی له ۳۰ - ۶۰ ٪ پروتین او پاتې غوړي او کاربوهایدرېت له سبو څخه تامین شی، خو سابه منرالونه او ویتامیونونه لری. لبنیات او مېوی له ۵۰ ٪ زیات پروتین او کاربوهایدرېت لري.غوښه د ۶۰ - ۸۵ ٪ شاوخوا پروتین او پاتې غوړي او کاربوهایدرېت لري، البته تر سرې غوښې (لکه غویی، پسه،سنډا او اوښ) سپینه غوښه (کب او چرګ) ډیر ګټور دی. هغه څه چې افغانانو ته لږ مهیا دی او توجه ورته نه کوی هغه میوې دی لکه خټکي، انار ، مڼې ، انګور او نور چی پوره ویټامینونه لری. همدارنګه د مېوو زړي لکه بادام، پسته، چارمغز، ممپلی او نور ضروری منرالونه لري. افغانستان د ممپلی د ارزانه تولید ښه امکان لری، چې پخوا به خوږیاڼو او نورو سیمو کی ډیر تولیدیدل، چې دا د پروتین د کمبود پوره کولو لپاره او د مغذی خوراک جز دی. لوبیا او نخود به مرکزی ولایاتو(لکه بامیان) کې تولیدیدل. لوبیا اونخود لکه دغوښې په شان د پروتین د پوره کولو او خوړو د غني کولو بډایه سرچینه ده چې تر ۳۵ ٪ پورې پروتین لري. په افغانستان کې د طبیب له مشورې پرته، کاربوهایدرېت لرونکي خواړه زیات کارول کیږي، خو حیواني غوړ، لبنیات او نور پروتین لرونکي خواړه کم کاروي، نو ځکه مو هیوادوال زیاتره وخت د پروتین، ويټامینونو او منرالونو له کمبود سره مخامخ کېږي.
د افغانستان خوراکی کلچر(ددسترخان عنعنې) او عاداتو ته په کتنې سره، غنم یو مهم غذایی توکی دی. د واویلوف د څیړنو له مخې د غنمو اصلی منشا د اوسنی افغانستان له زمکو څخه ده او بیلابیل جینسونه او ورایټی یې پیژنو. له نیکه مرغه افغانستان د کافی زمکو او اوبو لرونکی هیواد هم دی چې ډیر آسانه production per capita food(د سړي سر غذايي توليدات) پکې اوچتیدای شی. دلته دغنمو سړی سره تولید) (Per capita product هغه منځنۍ اندازه غنم(غذايي توليد) بولو چې يو تن ته رسېږي. دا دپرمختيايي هېوادو لپاره يو مهم شاخص دى. له بلې خوا ګورو چې موږکوچنۍ ځمکوال لرو، لوی فارمونه نشته. بزګران موکوچنۍ کروندې لري او دغه ډول کروندګر په محدوده اندازه توليد لري، د دوى لپاره د ترويجې خدماتو رسول او په سيمه کې د کرنيزوکوپراتيفونو(چې عربی ملکونو، ایران او نورو اسلامی هیوادو کې ورته تعاونی وایی) جوړول، د دوى په ژوند او توليداتو کې د ښه والي لپاره اړين ګامونه دي. دا هغه وخت امکان لري چی لکه د پخوا په شان دکال دوه کمپاینونه ولرو: یو د مني د کښت کمپاین(کمپاین کشت خزانی) او بل د پسرلی. د منی د کښت د کمپاین همدا وخت دی. موږ غنم د عقرب(لړم) له نیمایی د لیندۍ تر نیمایی کرو. دغه کمپاین ته دتلې میاشت کی پلان جوړیږی. نو کمپاین څه شی دی؟
کرنیز کمپاین یو مهم ترویجی فعالیت دی ، موخه ورڅخه د کرنیز فعالیت، د کښت او کار پر مهال هغه منډی ترړی او پرلپسی پروګرامونه دی چی د یوه ځانګړی هدف په خاطر ټول بشری او مادی امکانات او وسایل سمبال او کار ورڅخه اخیستل کیږی. په دې کې راډیو، تلویزیون، بروشرونه، sدترویج کلیوالی مامورین او ساحوی دفترونه ټول یو ځایی کار پیل کوی او پایله یی کرونده کې ترسترګو کیږي.
هغه وخت چې موږ په افغانستان کې آرامی او یو کلک نظام درلود، په کال کې مو دوه ځله کرنیز کمپاین درلود، دمني د کښت کمپاین کې به ډیره پاملرنه دغنمو کښت ته وه چې ډیره غوره پایله یې لرله. د دې کمپاین په پایله کی به بزګرانو انګیزه او لازمه ښوونه ترلاسه او للمی او آبی کښت به یی پیل کړ. هغه وخت مو د غیر شرعی اومضره بوټو(کوکنارو) مشکل ندرلود، ټول کښت مو مفیده نباتات وو. د کرنې د وزارت د تبلیغ- تروتج-آموزش اوتوسعې ریاست به د خپلو غونډو او سیمنارونو په تالار(دکرنې د وزارت د اوسنی اداری ریاست څخه لږپورته) کې د کابل ولایت د ولسوالیو د بزګرانو، د تبلیغ- ترویج او توسعې د ریاست د کارکوونکو، د راډیو تلویزیون د کرنی ( کلی- کور اوکرونده) برنامی مسئولینو، د FAO څوتنو میلمنو،د کرنې د پوهنځی استادانو او نورو رابلل شویو میلمنو ګډون درلود. په ټول هیواد کی به د غنمو کښت پیل شو. دې پسې به ولایاتو کې کمپاین شروع شو. دا وخت به دسمستر نیمایی وه او موږ به کوښښ کاوشاګردانو ته په همدې اړه کورنۍ دندې، صنفی بحثونه او له خپلو کلیو په دې اړه راپور دندې وسپارو. په وروسیتو کلونو کی ( Darulaman-14) ورايټي ډیره مشهوره شوه چی د کرنې وزارت وروسته ترڅو متوازنو تجربی تکرارونو او ترتمنتونو ترلاسه کړی وه اوله(maxipak) Triticum aestivum L.او( Larmarho) سره یې سیالی کوله. دغه ورایټي د کابل او دهیواد دمرکزی سیمو اقلیم سره ښه توافق درلود. دلوړ حاصل غنمو علمی تجربی هلمند او ننګرهار کې ترسره شوی. دهغه وخت دولت پلان درلود چې افغانستان دغنمو له پلوه خودکفا شی. دا آرمان بالکل د تحقق وړو. ان شاالله اوس هم د تحقق وړ دی. وروسته بیا سویډن کمیټې هم تر۱۹۸۹م. څه ناڅه دې برخوکې کار وکړ.
عرض دا دی چې غنم زموږ مهم غذایی توکی دی. اوس چې امنیتی او د جګړی ستونزی هم نشته، او راتلونکی کې د قحط او غذایی عدم مصئونیت ګواښ سره هم مخامخ یاستو، نوهمدا یې وخت دی . سږکال باید (یوه لویشت زمکه بی کښته نه پریږدو!) تر عنوان او سلوګان لاندې، دا کمپاین پیل او پلی کړو.
موږ شکرالحمدلله له جاپان، څخه زیاته دکښت وړ زمکه او تر ایران اوکویټ زیاتې خوږې اوبه او سیندونه لرو، د اسرائیلو په مقایسه د غنمو د تولید زیات امکانات لرو، له هنګ ګانګ نه هم ښه یو، تر اردن څخه ډیر مهم ستراتژیک موقعیت، له طبیعی مزایاوو خالی سینګاپور څخه بډای طبیعت، دسعودی په پرتله سمسور او دطراوت لرونکی چاپیریال، د سړې کاناډا او سایبریا په مقایسه ډېر مساعد اقلیم. ... لنډه داچې د ډیرو هیوادو او سیمو په پرتله عالی امکانات لرو، نو بیا ولې وږي یو؟
مهمه دا ده چې چوکاټونه جوړ کړو. د چوکاټ جوړلو او ځانته د ډوډی برابرولو لپاره یو اقدام کرنیز کمپاین دی. خامخا به غنم کرو، چیری چې اوبه نه لرو، هلته یې للمی کرو.
للمی کرنه هغه ځمکې چې داوبو ثابته منبع ( وياله ، سيند،چينه ، کاريز) ونه لري، د باران په تمه کرل کېږي. يو شمېر آسيايي او افريقايي پرمختيايي هېوادونو کې بې اوبوځمکې د للمې په بڼه کرل کېږي. يو شمېر نورو هېوادو کې له ډېرو لرې ځايونو اوبه ورته راوړل کېږي، او ځينې وخت د اورښت پرمهال اوبه زيرمه کېږي او د اوړي په ورځو کې ورڅخه کار اخلي. لنډه دا چې په ټولو موسمونو کې د اوبوله ثابتې منبع پرته کرنه للمي بلل کېږي. افغانستان د کافي اندازه سيندونو او د اوبو د ميلياردونو مکعب مترو په جريان سره آبی کرنې لري ، خو ځینو ځایو کې للمی کرنې ته اړ دى. غنم د جنت هغه ښکلی میوه ده چې للمی ډول باندی هم حاصل ورکوي.
اوس چې اسلامی امارت چارې تر لاسه کړی، نو دوی کولای شی د اسلامی ارشاداتو په رڼا کې دې مهم اقدام باندې لاس پورې کړي. د اسلام سپیڅلی دین یو جامع دین دی، چې د ژوند دټولو چارو سمبالوونکی او د انسانی فطری اړتیاوو ځواب ویوونکی دی. په دغه دین کې ټول دنیوی او اخروی مسایل روښانه او په اړه یې بشریت ته لارښوونې شوي دي. الله پاک عز وجل فرمایلي دي چې ای زما بنده ګانو! غرونه، وریځې، اوبه، دښتې او چمنونه ټول ستاسی د استفادی لپاره دي چې ورباندی کار وکړئ او حلال رزق ترلاسه کړئ. کښت اوپه باغونو کې کار اوفلاحت یوه ډیره آبرومنده پیشه ده چې ډیرو پیغمبرانو؛ له حضرت یوسف (ع) نیولی بیا زموږ تر خوږ نبی(ص) پورې په کښت، دهقانی ، چوپانی او کار کولو باندې تاکید کړی او آن په دی چارو کی دوی خپله هم بوخت پاتی شو ی وو.
الله پاک فرمایی: هو أنشأكم من الأرض و استعمركم فيها...
یعنی: خدای پاک تاسی له خاوری پیدا کړی یاست نو د هغی په آبادولومامور یاست.
په تفسير کی یی راغلی چی تاسو ته امر شوی چی پر زمکه کور آباد کړی، کښت وکړئ، ونی کینوئ نو همدا آبادی ده. په یو قوی حدیث کې راځي: قال النّبيّ (ص): ما من مسلم يغرس غرساً و يزرع زرعاً، فيأكل منه انسان أو طير أو بهيمة، الّا كانت له به صدقة.
یعنی: هرهغه مسلمان چې کښت کوی او بیا انسان يا پرنده يا چرنده‌ د ده له کښت خوراک وکړي، نو ده ته صدقه‌ محسوب شوه. بل ځای فرمایی: من غرس غرساً فأثمر، أعطاه الله من الأجر قدر ما يخرج من الثّمر.
دی برخه کې علی کرم الله وجه ویلی و:
مَنْ وَجَدَ مَاءً وَ تُرَاباً ثُمَّ افْتَقَرَ فَأَبْعَدَهُ اللَّهُ . یعنی: هغه خلک چی هم اوبه او هم خاوره لری او بیا هم وږی وی، د خدای له رحمته بی برخې کیږی، فقر ته په اسلام کی ښه نه کتل کیږی، بلکی توانمند لاس تر ناتوانه څخه ستایل شوی دی؛ له همدې امله مالداران، چوپانان او دهقانان دپاملرنی وړ دی . دکرنی توسعه باندی تاکید شوی او د (فلاحت) معنا لرونکی کلمه ورته کارول شوی ده. د انسان ژوند او روغتیا ته توجه د نورو ادیانو په پرتله د اسلام برتری ښيي. زموږ دمذهبی رهبرانو دحکمته څخه ډکو لارښودونو ښیګڼه همدا ده چی موږ ته یې دفلاحت لار ښودلی ده، خو په دی شرط چی موږ ورباندی عمل وکړو. الله پاک زمکه خاوره او اوبه موږ ته مسخّر کړی او د هغی د آبادي امر یی کړی او باید زمکه دخپلی ګټې لپاره آباده کړو.
د الله پاک ستر پیامبر حضرت محمد(ص) څخه پوښتنه وشوه: کوم مال بهتر دی؟ ویې فرمایل: هغه زراعت چې خاوند یې کرلی وی او اصلاح اوپالنه یی کړی وی او د رمند کولو په ورځ یې د هغه حق یعنی (زکات) ورکړي. بیا پوښتنه وشوه: وروسته تر کښت او زراعت بل کوم مال بهتر دی؟ ویې فرمایل: هغه څوک چې پسونه پیایی او رمې ورشوګانو ته بیایی او هلته لمونځ کوی او بیا د خپلې رمې زکات ورکوی. بیا ورڅخه پوښتنه وشوه: له پسونو روزنی وروسته بل کوم څاروی روزنه غوره ده ؟ و یې فرمایل: غواوې روزنه چې سهار او ماښام شیدی کوي. او بله پوښتنه وشوه: دغواګانو تر روزنی وروسته بل کوم کار غوره دی؟ ویی فرمایل: د کجورو یا خرما ونې روزنه چی ریښې یې په خارو کی دی او په ډیره وچکالی کی هم حاصلات ورکوی. دخرما ونه یو ښه نعمت دی ، که کجوری وپلورل شی غوره ګټه کوی، او چې ونی زړی شی، نو نوری ونی به کینوی.
کښت او بڼوالی زموږ د خودكفائي لپاره او د کفارو څخه د استغنا په خاطر ضرور ده . مالداري او زراعت، نه یواځې د اقتصادي استقلال ضامن ده بلکی د سیاسی استقلال ضمانت هم کوی اوصحت او توانایی مو هم ورپوری مربوط ده.
په همدی خاطر د کلیوالو خلکو ژوند، غرور او روغتیا تر ښاری خلکو ښه ده. هغوی د زړه تسکین لری، خو ښاریان تل پریشان او وارخطا وی. کلیوال تل خپلو څاریو او بڼونو ته خوښ او روحاً راضی وی. اوس ثابته شوه چې کښت او زراعت زموږ دفلاحت یوه دنیایی وسیله و عالم اسباب کې یوه ذریعه ده چې ژوند مو ورباندې جوړیږی او له شدید فقر څخه ورباندی ژغورل کیږو.