شعرونه


هيله ده دا غزل مې ډير په غور ولولئ

سلام ګرانو لوستنکو هيله ده دا غزل مې ډير په غور ولولئ ځکه چې کيدای شي بيا تر ډيره غزل پر ليکه نه کړم ځکه چې زه سعودي عرب ته په سفر روان يم.  ستاسو د دعاګانو په هيله  ستاسو کوچنی ورور قدرت الله درمان      

25.08.2009 نصرت الهام

غزل - نبيله غزل

غزل پر يزيديانو درود نه يم چــې مــــنکره بــه شـم او د اغـــيارو سرود نه يم چــې منکره به شـم زما هر لفــظ د پښـتنو تــرجمـــاني کـــړې ده زه په ملاتړ د يهـــود نه يم چې منــکره به شم زه مې د خپل هنــــر خـــالق ثبــوتولـــی شـمه څه بې وجوده موجود نه يم چې منکره به شــم

25.08.2009 نصرت الهام

تاج محل يې د زړه سره \ حامد بابر

  تاج محل يې د زړه سره  په زړو سترګو در ګورم خو بدل يې د زړه سره ستا تعرف ته حاجت نشته د زړه غل يې د زړه سره

25.08.2009 نصرت الهام

غزل \ الهام

                غزل                       اوښكه دې گويا كړه دا دې څه وكړل            &nbsp

25.08.2009 نصرت الهام

څلوريزه \ طوبى ندا

                                                   څلوريزه                  

25.08.2009 نصرت الهام

غزل/ جلال امرخېل

  غزل ناشکره نه يم ؛خو احســـان، پر اوږو نه شمه وړی خاونده ! مړ ښه يم چې ځان، پر اوږو نه شمه وړی زه ورتـــه نـــــه وايم چې زه درســـره مـــينه کوم زه جنازه د خــــپل ارمان ، پر اوږو نه شمه وړی

24.08.2009 نصرت الهام

غزل \ روما محمدي

     غزلتا او ســتا خــندا په ګـلابـونو کـــــې زياته کړه ښـــکلا پــه ګـــلابونو کې بيا د جــنګ چورلکې پر وطن ګرځي اور بـــلوي بـــيا په ګــلابونه کـــــې کله چې مسکی په ډکو سترګو شوېوغـــوړېده ســـا په ګــلابونه کـــــې                  خير دی ک

23.08.2009 نصرت الهام

تر پيشنمي / د عندليب يو ښايسته غزل

             غزل مونږ دواړو رڼې کړي ډېرې شپې تر پيشنمينيولې مو دې شپه ورځې روژې تر پــيشنمي  روژو د ديدنو ته ډېرو لنډو لنډو شـپو کــــــې دا سترګې را نه، نۀ شولې ويدې تــر پـيشنمي زه خپــله د ثـــواب او د ګــناه فـکر کې نه وم جانان ب

23.08.2009 نصرت الهام

نوی غزل / جلال امرخېل

غزل په شنه ابي جوړه کې مه راته په مخه راځهانقلابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه ګلابي رنګ مې کمزوري ده ، نه چې و دې بخښم په ګلابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه ګوره ! روژه رالنډه شوې ده، کافر به مې کړېسره ،شرابي ،  جوړه کې مه راته په مخه راځه سپينه

20.08.2009 نصرت الهام

د نبيله غزل نوى غزل

  راليږونکی : غزل ټليفونشميره: برېښناليکپته: nabila.ghazal@gmail.com  سرليک: غزل نېټه: 19.08.2009 08:23         غزل نبيله غزلهرڅـه بې رنګه او نوره ښكاري څه رنګ پاتې نه دىد خپـلواكۍ جــزبه مـړه شـوې غورځنګ پاتې نه دى

19.08.2009 نصرت الهام

غزل \ قدرت الله درمان \ خوست

     غزل ستـا د يــاد بلا مخلــوق پكــې راپنــــډ دىپه زړګي كې مې غمونو جوړ غويمنډ دىســتا د ســترګــو بڼ ته تـله اسانه نـه ديچارچــاپيره تريـنه پروت د بڼو غونـډ دىد يـــوه وجــود اعــضا دي پښــتـــانه ديكـه كـــابل دى كـه خــيبر كه ملاكنــډ دىپه پـردي وطـــن كـې غواړي ديـــدنونــهزړه مې ډيرې ناروا كيسې ته رنـ

18.08.2009 نصرت الهام

توره او قلم - نبيله غزل - پېښور

توره او قلم نظم نبيله غزل - پېښور زمونږ عزت زمونږ شمله په زمكه پرېوتله زمونږ نشان زمونږ جنډه په زمكه پرېوتله زمونږ د هر پښتون سينه شوه په بمونو غلبېل زمونږه هره پښتنه په زمكه پرېوتله

18.08.2009 نصرت الهام

د مجيد الله قرار يو خوږ غزل

  غزل مجيد الله قرار

17.08.2009 نصرت الهام

نوى ټپيزې - نبيله غزل ، پېښور

  ټپيزې   زه خو په دې كافره نه يم زه څه په ډار او يره نه يم زه خو د چا نوكره نه يم ياري كوم منكره نه يم كه شينكى خال

15.08.2009 نصرت الهام

څو ښايسته ټپې

څو ښايسته ټپې كه نصيبونه كنډولي وى ما به دا خپل په دېواله ويشتلى ونه ګورګورې تورې شوې رانه غلې ما دې د تورو شونډو وكړل ارمانونه پلار يې په درې سټې نوكر دى

15.08.2009 نصرت الهام

غزل \ بختيار ځدراڼ

            غزل   له دې ستونزمن ژوند نه مې دومره ډېره کرکه راشي لکــــه د دوه ‌وؤ شریــــــــکانو تر منــــځ ورکه راشي  دسرخطرامـــــــــــکان په سلـو کې وي سل مــلګرو!

14.08.2009 نصرت الهام

غزل/ نجيب الله اکرامي

غزل دا د يار د مينې زور راته ښکاريږيد رقيب مخ ځکه تور راته ښکاريږي اوس منمه، چې خپلواکه شوې جانانهدا، چې ستا د بنگړو شور راته ښکاريږي څنگه ور شمه لا ما کې خو سا گرځيخپل ټاټوبى لکه گور راته ښکاريږي

12.08.2009 نصرت الهام

د نبيلې غزل تازه غزل

غزل چې يې رسيږي د اسمان تر ګرېوانه لاسونه د زورورو خلکو دومره دي اوږده لاسونه شپږ کليمې مې په ځان وې چای مې چې وړه مېلمه ته خدايږو چې بيا مې هم بې واره رپېده لاسونه که دې نظر نه وای ، نو نه به پرېوتم له ټاله د مرګ په درد به مې اوس ولې ماتېده لاسونه زه يې منمه بې سوګنده صدقه دې شمه په وظيفات به راته نه ږدې پښتانه لاسونه* (( شوخ پېښور ، ژيړ

10.08.2009 نصرت الهام

د قدرت الله درمان يو ډېر ښايسته غزل

  غزل خفه په دې نه يم چې ما پسې خبرې كـــويدا خلك تل زما په شا پسې خبرې كــــويخپله ګناه د ورميږ څټ دى چاته نه ښكاريــږيمدام لګيا وي ما او تا پسې خبرې كـــــوي خپل به جانانه د مړۍ په خوراك نه پوهيـــږيخو په وزير او په پاچا پسې خبرې كـــــوي

10.08.2009 نصرت الهام

د نبيله غزل يو ډېر خوږ غزل\نوى

     غزل ګناه منمه بې قصوره دومره هم نه يمه بس دی پخلا به شم خونپوره دومره هم نه يمه خلک دې وايي ، په زېړي درپسې نه يم اخته بې غوره ! نه مرمه رنځوره دومره هم نه يمه دا خو مې هسې پرون تا ته لږ ازار درکوه له کورنۍ نه خو مجبوره دومره هم نه يمه کوچنی ريبار دې چې رټمه په دې مه تېروځه که مخ ته راغلې نو باتوره دومره هم نه يمه

05.08.2009 نصرت الهام

غزل \ عندليب

   غزل ته دې قاتل نظر ته ووايه چې نه مې وژنييا خو يې وپوښته چې ولې او په څه مې وژني د تورو جنګ ته خو په شوق ځمه په مينه ځمهد شوق او مينې جنګ کې ستا کاږه کاته مې وژني چې به دې غيږې ته در ورسم که نه جانانهله رقيبانو لاره ډکه په هر پله مې وژني

05.08.2009 نصرت الهام

نوى غزل \ همراز

غزل   د عمل نوم دى د زندان نوم دى   دغه دنيا د امتحان نوم دى ده يو چا نوم مې په زړګي كې اوسي ماته له خپله ځانه ګران نوم دى مينه د زړه د لېونتوب نوم دى د دښتې نوم د بيابان نوم دى چې د هرچا زړه ته تسل وركوي هغه يواځې د قران نوم دى بس چې د دوه و جنګول يې لګي بيا نو هغه د پاكستان نوم دى دا چې په ټول جهان كې لمر ځليږي دا مې د ګران افغانستان

05.08.2009 نصرت الهام

د سوات غږ \ محمد عالم يوسفزى

        د سوات غږ   ډاكټر محمدعالم يوسفزى   راشئ زما د وينو خوب له يو تعبير وګورئ چې زه د وينو په درياب كې اوس ډوبېږم ولې؟ راشئ او ماله څوك زما د لاسو فال وګورئ چې زه په توره، توره شپه كې حلالېږم

04.08.2009 نصرت الهام

د اغلې بلينده بدرۍ نوی غزل

  غزل دا نن څه په زړه وړونکي مناجات په کلي راشيد چم لیونی ځان کړي منصور ثبات په کلي راشيتمغه ېې په پټکي کې د یوې دنګې دور د زروروان وي چې سر راوړي له منات په کلي راشيټیکری به د عایشې (رض) مو د ملالو له سر اخليچا وې چې به نو دارنګه حالات په کلي راشي

03.08.2009 نصرت الهام

د جلال امرخېل غزل

 غزل   ستړې ده او ښه ، بې خوبه شوې دهغواړي لږ دمه ، بې خوبه شوې ده خدای ورکړه بانه ، بې خوبه شوې دهلاړه،  شوه ويده ، بې خوبه شوې ده ما ورته کلونه شوګير کړی دیدا په يوه شپه ، بې خوبه شوې ده سترګې دواړه پټې پټې کيږي پرې مړه نه

02.08.2009 نصرت الهام

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more