غزل

کاش چې په کې ستا تېره باڼه مات شي
بيا که مې جانانه کله زړه مات شي

خلی يمه ، ځکه خو ډار نه لرم
تندر چې راپرېوځي نو په غره مات شي

زړه وي ، که تندی وي ، که وعده د يار
عشق هله خوند کا چې هر څه مات شي

عمر چې پخيږي ، نږدې کيږي مرګ
لوښي چې د خټو شي ، پاخه ،مات شي

نن خو دې نظر ته برند کتی نه شم
نن لکه مغل ته پښتانه مات شي

ډاکټر حميد شجاع