غزل

 چاته چـې وېـم يـار،  يار
جوړ شي ترينه مار،  يار
واه  زما  د زړه  سره!
سترګو نه دې ځار،  يار
زه د ســروې  ونــه يم
ته لکــه چــنــار،  يــار
ســـتـا کاږه واږه  باڼــه
زړه کې کوي لار،  يار
پرې مې ږده ناوخته شو
بيا مې رټــي پلار، يار
نه د کــلي پــاتې شوم
نه شومه د ښار،  يار
ناز، ادا، غــرور، کبر
دى د ښکـــلو کار، يار
کوم مين مجنون  شولو
کوم منصور په دار،  يار
نه مړه رقيب خومې
دى يو وار نصوار،  يار 

                                   عزت الله ځواب