غزل
دا مې د ژوند ستره فلسفه ده اوس
مينه مې په رګ رګ کې خوره ده اوس
وي دې ، بې له دې نه به نيمګړی شم
درد مې د وجود يوه حصه ده اوس
هر مدار د مرګ په نقطه وصل دی
تاوه رانه داسې دايره ده اوس
زه يې خپل تصوير نه پناه کړی يم
منځ کې ائېنه لکه پرده ده اوس
ژوند منم شيرين و ، چې ماشوم ومه
دا ميوه له زهرو نه ترخه ده اوس
حد د انسانيت مې دی په زړه تمام
هېره يې د خپل قاتل نامه ده اوس
زه اوس لکه څلی د يادونو يم
ما نه وړاندې تللې زمانه ده اوس
جلال امرخېل
02.11.2009
- نصرت الهام
يو شعر يوه نړۍ خبرې
د پښتو شعر اوسنی بهير له ځنو خبرو سره سره ډېر بريالی پر مخ روان دی ، سمه ده چې يو شمېر ياران مو د شرنګېدلي رديف په زور ، د لفظونو او رنګونو په زور ، د پيغام او انځور په کشمکش او يا هم د ترکيبونو په زور شعر پر مخ بيايي ؛خو له دې هر څه سره سره په اوسمهالي شعر کې له داسې نوښتونو سره هم مخ کېږو چې راپېښ ناورين ، يو لوی تاريخ او کتابونه کتابونه خبرې په ډېرو کمو الفاظو کې رانغاړي ،...
09.11.2009
- نصرت الهام
غزل
چاته چـې وېـم يـار، يار جوړ شي ترينه مار، يار واه زما د زړه سره! سترګو نه دې ځار، يارزه د ســروې ونــه يم ته لکــه چــنــار، يــارســـتـا کاږه واږه باڼــه زړه کې کوي لار، يارپرې مې ږده ناوخته شوبيا مې رټــي پلار، يارنه د کــلي پــاتې شوم نه شومه د ښار...