غزل

ســر بــه ټــيـــټــيږي نــن ســـبا، د زورورو خـــلــکو
زور بـــه اوبـــه شـــي زورتبــا، د زوروروخـــلکـــو

پـــه څـــه قـــصور پــه څـــه ګنا د زورورو خلــــــکو
تيـــاره زمـــونــــږ ده او رڼـــا، د زورورو خــــلکــــو

زورورخدای دی زورله خدای سره بس ښه ښکاريږي
څـــه بــــه وي زور؟ د دې دنيـــا د زورورو خـــلــکو

د زړه په کــــور د زړه پـــه چــم د اور بــاران راولي
دا نـــــــاجـــــــــايزې نــــاروا، د زورورو خــــلــــکو

د مــــحبت لــــه جـــــزبې ډکـــې ښــکلا غـاړه راکړه
وس چــېرتـــه رســي اوس په مــا د زورورو خلـــکو

د ژونـــدون تـور د ژوندون سپين ورته تا ټول وښودل
دوران اوس نــــه ســـاتي پـــروا د زورورو خلـــــکو

عماد دوران
پېښور