زلفې دې خورې ، کړه چې ويده شمه
شابه کنه ! شپې ، کړه چې ويده شمه
زه لکه ماشوم يمه يرېږمه
زړه ته مې نږدې ، کړه چې ويده شمه
خوب راغلی ګرانې ! سترګې پټې کړه
دواړه ډيوې مړې ، کړه چې ويده شمه
ځه کنه ؛ تصوير نه دې راووځه
ختمې فاصلې ، کړه چې ويده شمه
زړه ! نور د دنيا غمونه مه کوه
ټول بلا پسې ، کړه چې ويده شمه
جلال امرخېل
27.10.2009
- نصرت الهام
غزل
يار د رقيب په خوله خولگۍ کېښودهله ډېره شرمه مې لونگۍ کېښودهناترسه وتړلم وژني مې اوسپه توپانجه کې يې مرمۍ کېښودهد پښتو طمعه ترې نه څنگه کيږيپښتون، چې غوږ کې غوږوالۍ کېښودهچا حاصل کړى دى له عشقه منزلچا په کې خپله ککرۍ کېښودهاوس به يې څنگه پټى نه وړي اوبهد اوبو تړه يې نرۍ کېښودهد غږولو يې توان نه لرمشپونکيه نوره مې شپيلۍ کې...
29.10.2009
- نصرت الهام
غزل
ســر بــه ټــيـــټــيږي نــن ســـبا، د زورورو خـــلــکوزور بـــه اوبـــه شـــي زورتبــا، د زوروروخـــلکـــوپـــه څـــه قـــصور پــه څـــه...