غزل

يار د رقيب په خوله خولگۍ کېښوده
له ډېره شرمه مې لونگۍ کېښوده
ناترسه وتړلم وژني مې اوس
په توپانجه کې يې مرمۍ کېښوده
د پښتو طمعه ترې نه څنگه کيږي
پښتون، چې غوږ کې غوږوالۍ کېښوده
چا حاصل کړى دى له عشقه منزل
چا په کې خپله ککرۍ کېښوده
اوس به يې څنگه پټى نه وړي اوبه
د اوبو تړه يې نرۍ کېښوده
د غږولو يې توان نه لرم
شپونکيه نوره مې شپيلۍ کېښوده