غزل
که مریضي چې په سړي بانـدې اولاد ګرانـــوي
داسې شعرونه هم شاعر پخپـل هېواد ګرانـــوي

هاچې د بخت او تخت د دواړو امـکانات پکې دي
د سړیتوب قیمت رښتیا هـم چې سواد ګرانــوي

خپلې خولې مې د تڼــــاکو پښـو دوا نه شـــولې
ژوند تېرول راته د نـــوي دور ایجـاد ګرانــوي

ستا تسلي به چې پرې کیږي اوکه نه جــانانه!
ستا د ښــکلا قیمت زمـا اه و فریـاد ګرانـوي

زماغزلــو ددې نوي دور جـــامې واغوستې
رقیب به سوځي قضــاوت به د نقـــاد ګرانـوي

بختیارځدران
سعودی عرب /تبوک