غزل
هجرت الله اختيار

دا ځل د ځان د بربادۍ خبره نه كومه
زه د نن وايم، پرونۍ خبره نه كومه

ما ته مې هسې خپل وجود باندې لږ شك پيدا دى
نور خلك څه كوم، پردۍ خبره نه كومه
نړۍ چې نن خپلو خبرو كې ما نه يادوي
سبا بيا زه هم د نړۍ خبره نه كومه
زما خاموشي هم شور لري، خپله پلو يم كنه
څه كه د چا په پلوۍ خبره نه كومه
كه غواړم دا ځل ازادي د خپل وطن غواړمه
بيا د كشمير د ازادۍ خبره نه كومه

نن مې په شعر كې د حالاتو تقاضې راوړي
نن چې د ګل او د سپوږمۍ خبره نه كومه

د ۱۳۸۸ ل كال، د لړم لومړۍ نېټه
لغمان، الفت كلى