راليږونکی : هوډمن
سرليک: لږ هايکوګانې خوراوليږئ
نېټه: 17.10.2009 07:53
لږ هايکوګانې خوراوليږئ
ګرانه الهام صيب سلامونه. زه ستاسې دبلاګ يوبې حده مينه وال يم اوهره ورځ مې يوځل مخه درته کيږي له ټولومطالبونوخونداخلم غزلونه، ټوکې ټکالې او هايکوګانې ډېرې لولم، داچې ستاسې په بلوګ کې ټولې هايکوګانې مې لوستې وې نونن سهار مې په هايکوګانوپسې پښې لوڅې کړې اوشپږ _ اوه پښتوبلوګونه مې پسې وکتل خو هېڅ مې ونه موندل اوبېرته راوګرځيدم تندې ته خو نوې هايکوګانې نه وې نوځکه مې تنده ماته نه شوه اوپه همدې خاطر مې درته ليک وليکه چې لږ نوې هايکوګانې په بلوګ کې خپرې کړې چې زه يې ولولم اوخوندترې واخلم هسې هم ويل کيږي چې ټا کنې دويم پړاوته ځي که داحال وي نووالله لکه چې داخبرونه هم نورستړي کوونکي شول نوچې داوخت په هايکوګانوتېر نه شي څه به کوو .
مننه ستاسې ورور هوډمن
هوډمنه وروره ستاسو له ايميل نه ډېره ډېره مننه ما ستاسو برېښناليک پته هم له خوشحال خليل نه غوښتې وه خو دا چې تاسو ماسره تماس ونيوه او زما ويبلوګ مو خوښ دى زما لپاره د وياړ خبره ده. زه به خپله ټوله هڅه وکړم چې نوې هايکوګانې درته پيدا کړم.
کور مو ودان درانه اوسئ
ورور مو الهام