غزل
عزت الله ځواب
چې د ولس د احتجاج څوک په کيسه کې نه دي
نو د پاچا د تخت و تاج څوک په کيسه کې نه دي
اوس ددې کلي د کورو تالاشي هرڅوک کوي
اوس ددې کلي د رواج څوک په کيسه کې نه دي
د بل پرهر ورته د خپل پرهر په څېر نه ښکاري
د زخم دي خو د علاج څوک په کيسه کې نه دي
چې دوى ګل غوښتى دى نو مونږ ورته سپرلى راوړى
چا وې د ښکلو د مزاج څوک په کيسه کې نه دي
21.10.2009
- نصرت الهام
غزل چې يادونه د جانان ورسره نه شته بې ايمانه دي ، ايمان ورسره نه شته ته راياد شوې خو ژړا راته رانغله ورېځې راغلې خو باران ورسره نه شته کوم انسان چې ژوند کوي ، بې محبته تش وجود لري خو ځان ورسره نه شته د دنيا شکلي که ټول سره راټول کړې شکلی زړه زما په شان ورسره نه شته د روما د زړه ارمان ستا خوشحالي ده نو...
22.10.2009
- نصرت الهام
راليږونکی : هوډمن سرليک: لږ هايکوګانې خوراوليږئ نېټه: 17.10.2009 07:53
لږ هايکوګانې خوراوليږئ ګرانه الهام صيب سلامونه. زه ستاسې دبلاګ يوبې حده مينه وال يم اوهره ورځ مې يوځل مخه درته کيږي له ټولومطالبونوخونداخلم غزلونه، ټوکې ټکالې او هايکوګانې ډېرې لولم، داچې ستاسې په بلوګ کې ټولې هايکوګانې مې لو...