غزل
تږی دې پــرېښومه اشـــنا ،تنـــده مـې ماته نه شوه
مخ د راستون کړه يو ځل بيا ،تنده مې ماته نه شوه

بـــيګا پـــه خوب کـــې ومــه تلــلی د جانان کلي ته
اذان دې زر وکـــړو مــلا، تـنده مې ماتــه نه شوه
بـــاور دې وشـــه ســتا د ښکــلي مخ تصوير اشنا
شـــپه مې رڼا کــړه تر سبا، تـنده مې ماته نه شوه
نـــن خـــو راځه بغــاوت وکــړه راتر غاړې وځه
پــــروا به نکـــړې د دنيــا، تــنده مـې ماته نه شوه

پــه تلــو خو ځــې نه پاتې کــيږې خو درمانه اشنا
يو ځـــل راوګـــوره په شــا، تنده مې ماته نه شوه