الهامه پيره سلامونه
الله جل جلاله دې له ټولو يارانو سره ښه لره.
ملګريه، د پېښور د هاغه بلې ورځې په چاودنې ما يو شعر ورته ليكلى دى، تاته يې استوم، وبه يې لولې هم او كه خوند يې دركړ، نو پر ليكه يې هم كړه.
دا ځل درته دا نه وايم، چې بينر مې راولېږه، هر وخت دې چې وخت پيدا كړ، بيا به يې په كراره راولېږې. هاهاهاها
كاميابي دې غواړم

اختيار

ژونـد بدلـه كـړه نامـه په پېـــښور كـــې
د مرګ وېــره ده خـــپره په پېښــور كې

هـر وجود خپل موجوديت باندې پښېمانه
هـــره ســـاه خــفه خــفه په پېـښور كې
ګـــلابونــو نــه لـــوګي راپـورته كـېږي
پســـرلـــي لمبه لمـــبه په پېـــښور كـې
هـــر يو واټ يــې زخم زخم پــه بمونو
ويــر كـــوي هــره كوڅه په پېښور كې
مـــازيګر يـــې هغه رنــګ و خوند بايللى
اوس وي تل د غــم غرمه په پېـښور كې

زه اختيار يې درد نه اوښكې دلته توى كړي
چې شي زخــم اضـــافه پــه پېـــښور كـــې



د ۱۳۸۸ لمريز كال، د لړم شپږمه نېټه
ننګرهار، جلال آباد ښار

                                                           هجرت الله اختيار