په سعودي عرب کې د پښتنو مسافرو حال؟

حال مې څه پوښتې جانانه
چې خپه يم که خوشحال يم
بس مجبور يم ګوزاره کړم
د ملا په اذان پاڅم
نه څه وخورم نه څه وڅکم
بس د کار په تکل وځم
تر تياره ماښامه ورک وم
کله کار ځان له پيدا کړم
کله هسې بېرته ستون شم
دا مې ژوند دی په دې حال يم
نو اوس ته ووايه ګرانه
چې خپه که به خوشحال يم؟

قدر ت الله درمان - سعودي عرب