غزل

مه پوشته چې څه رنګه شوه تېره برايي شپه
زړه مې رپېده ګرانه تر ډېره برايي شپه

زه وم د ګلابو په وژمو کې را ايساره
ته مې وې له روح نه راچاپېره برايي شپه

پاس مو پر اسمان د جنګ چورلکې ګرځېدلې
کلي کې خوره وه د مرګ وېره برايي شپه

واه د خوشحالۍ د اوشکو شپه څومره خوږه وه
هېڅکله به نه شي رانه هېره برايي شپه

زړه مې ستا د زړه درزا قربانه ! اورېدله
ساه مې وه دا ستا په ساه کې ګېره برايي شپه

روما محمدي
هلمند - لښکرګاه