غزل

رنګ مې په ژوندوني لکه مړی دی
بو دې بيلتانه راباندې کړی دی

و دې مرمه ، بيا ولې مايوسه يې
بيا دې زړه په څه خبره ستړی دی

راکه شابه بېرته ؛ زما زړه نه و
تا رانه په چل چل کې زړه وړی دی

مرګ که بې له تا وي نو پوره به وي
ژوند که بې له تا وي نو نيمګړی دی

هر يو لفظ مې څانګې د غزل څپړي
ما په زړه کرلی د شعر زړی دی

نبيله غزل ، پيښور