فاصله
فاصله ښه ده زړګيه
دا نظام همداسې ښه دی
دا نظام د طبيعت دی
تل تر تله دې ولاړ وي
ګل جهان دې تل ودان وي
انسانيت دې وي ښاغلی
مينه جرم دی زړګيه
او سزا يې فاصله ده
زه او ته دواړه مئېن يو
او موږ دواړه مجرمان يو
دواړه يو له بله لرې
لکه ځمکه او اسمان يو
ته په بل وطن کې ښه يې
زه په دې وطن کې نه مرم
زموږ زړونه دې پرهر وي
خو چې نور خلک خوشحال وي
د اولس د دې وګړو
هېڅ اوصول دې نه ماتېږي
دا پښتو دې تل ژوندۍ وي
پښتانه دې وي سرلوړي
محبت دې تل ګنا وي
زه او ته دې مجرمان يو
او سزا دې (( فاصله )) وي
روما محمدي
لښکرګاه - هلمند
24.12.2009
- نصرت الهام
هو دا منمه ګرانېدا ستا ګيله په ځای دهزه په څلور کتابه پړ يم تاتهدا دې منم چې مې وعده کړي وهچې په يو څو مياشتو کې بيرته راځمخو لا تر اوسه لا درکه يمهخو ګرانې څه وکړم مجبور يمه ډيردلته حالات زما په وس کې نه ديدا ځلې ګرانې دوکه نه درکومدا ځلې حال درته رښتيا وايمهدغه حالات چې ګورم داسې ښکاريکيسه له مياشتو نه کلونو ته شوهنو ګرانې زه ډيره بښنه غواړمدا څو کالونه رانه زړه صبر...
28.12.2009
- نصرت الهام
يو شعر يوه نړۍ خبرې ( شمع ، کړاو او د يو خط ځواب )
يادونه : دا ليکنه په رومال ادبي وېبپاڼې کې په خپرو شوو ، درې شعرونو شوې.
د شکر وړ ده ،چې نن سبا پښتو شعري بهير ډېر بريالی پر مخ روان دی ، د پام وړ يې د ځنو خويندو رياليسټيکه شاعري ده ، چې په پخواني شعري بهير کې يې ونډه د نشت په برابر وه ، پښتو پخوا هم شاعرانې لرلې ؛خو لکه د اوسمهالو هغو يې په...