يو شعر يوه نړۍ خبرې ( شمع ، کړاو او د يو خط ځواب )

يادونه : دا ليکنه په رومال  ادبي وېبپاڼې کې  په خپرو شوو ، درې شعرونو شوې.


د شکر وړ ده ،چې نن سبا پښتو شعري بهير ډېر بريالی پر مخ روان دی ، د پام وړ يې د ځنو خويندو رياليسټيکه شاعري ده ، چې په پخواني شعري بهير کې يې ونډه د نشت په برابر وه ، پښتو پخوا هم شاعرانې لرلې ؛خو لکه د اوسمهالو هغو يې په خپل ځان کې د اوسېدو جرات يا نه درلود او يا نه کاوه.
جرات د ښه شعر د ليکلو يوه تر ټولو اړينه سکالو ده ، لامل به يې د ټولنې د ځنو اوصولو او بنديزونو له وجې د جرات نشتوالی يا کموالی وګڼو ،چې پښتو شعر وخت ناوخت د نړيوال شعري بهير نه وروسته وروسته کېده.

له جرات نه مې موخه دا نه ده ،چې لکه د لويديځ شاعري دې ځنې د پردې خبرې بې پردې کړو ؛بلکې دومره بايد ضرور وکړو چې د شعر د ليکلو پر مهال په خپل ځان کې واوسو او يا هم د شعر اړوندې سکالو ته خپل وجود او اروا ورداخله کړو ،چې هر څه پر خپل ځان حس کړو .
 زموږ په ټولنه کې د ورونو په پرتله د نه جرات ستونزې خويندې ډېرې لري ؛خو شکر چې نن سبا د ځنو خويندو له باجراته او ريالېسټيکې شاعرۍ سره دغه ستونزه هم يو څه په اوارېدو ښکاري.

شمعه شوګير پالي
زړونه اسير پالي

که رښتيا هم د شمعې خورکې د شاعرۍ لومړي پلونه وي ، نو خورې پل دې بختور شه ! په ډېرو لنډو څپو کې د داسې يوه لوړ خيال ځايول د کمال خبره ده.

د شمعې شوګير پر دې شعر چې زه غږېږم ،ټول بيتونه ښکلي دي ، دې شعر ته که د غزل پر ځای د ( شمعع ) سرليک ورکړل شوی و ؛نو ډېره به ښه ځکه وه چې د دې شعر هر بيت لکه د غزل هغې ځان ځان ته معنا نه ورکوي ، ټول بيتونه يې په مطلعې کې د ( شمعې ) په ذکر پورې اړه لري.
او که مطلع ورنه لرې شي ټول شعر به ګونګ پاتې شي .
د غزل تر ټولو لومړنۍ ځانګړنه دا ده چې که  هر بيت يې له غزل نه بيل شي خپله معنا بايد ورسولی شي.

دغم او دردپه شپـــــه
مئین سره ویر پــالي

څپو کې ستونزه شته ، نور ښه ګلالی خيال دی ، که د مئېن پر ځای ( تا ) راشي ښه به وي ؛خو که مئېن د دوه څپو پر ځای په يوه څپه تلفظ کوو ؛نو ماين به ورنه جوړ شي ،چې د استاد لېوال د ( نوې املا ) خلاف ورزي به مو کړي وي .

دچــــــــــایادونه ګله!
دچاتصــــــــویر پالي

ښکلی دی ؛ نوې تشبې هم لري ، يادونو ته تصوير ويل ډېره په زړه پورې تشبه ده ، يادونه هم لکه د تېرې زمانې هسې ګونګي وي ؛ خو د خبرو خوله يې ولاکه د چا پلار وتړي ، تصوير هم همداسې درواخله ، ګونګ دی ؛ خو ، زما جانان لکه طوطي ويل کوينه.

حنيف حيران دې تر سبا لګيا وي ،چې په شعر کې مې د تصوير لفظ ډېر خوښيږي ؛ خو تر ما ډېر نه دی پرې مئېن.

که ائینـــــــــــه بې ریا
پاچــــــــا، فقیر پالي

د ( لکه ) پر ځای د ( که ) د لفظ کارونه د ( ائېنې ) غوښتنه وګڼئ ! ؛خو شمع خورکه دې خاطر جمع اوسي ؛ځکه چې دلته هغه د ( مئېن ) کيسه نه تکراريږي ، ځنې وخت ائېنه د اړتيا له مخې د درې څپو پر ځای په دوه څپو تلفظ کول کوم شعري کفر نه دی.

اوس مو د ښاغلي کړاو منګل يو غزل ته رابولم.

ستړي تن ســـتومــــانه زړۀ تـــه مـــې دمـــه چـــا راوړه
هوا هــــم نه وه ســــتا له څــــڼو نــه وږمــــه چـــــــا راوړه

هغه د لسم ټولګي په پښتو کې يې څه ورته ليکلي دي ؟ تجاهل العارف دی که څه بلا ده ، هغه شاعر چې په يوه خبره ښه پوهيږي ؛خو ځان ناګاره اچوي ؛ نو ولې اوس د دې وږمې د راوړلو څخه کړاو منګل صيب په رښتيا خبر نه دی چې له مونږ نه پوښتنه کوي ؟

په مطلع کې د ځنو حروفو لکه س ، ت ، م  تکرار بيت ته خوږلني او موسيقيت ورکړی.

د خــــداى لــــپاره رقـــــيب چــا د جانان خوا كې وليد
د خـــداى لپاره لږ مې پوی كړئ دا كېســه چا راوړه ؟

کيږي ، کله ناکله داسې کيږي ،چې په ټول وطن کې اوازه خوره وي ؛خو د اوازې خورونکي اډو پته نه لګي ، درد ؛خو همدلته لري ،چې له کيسې سړی خبر شي ؛خو سرچينه يې نامالومه وي تر څو د دروغو او رښتياو پخلی يې وشي ، دومره درد لري لکه يوه ژمن ژورنالېست ته چې څوک نيمګړی راپور ورکوي.
زه وايم که دا رقيب او جانان لږ وړاندې وروسته شي ؛نو ځکه به ښه شي چې رقيب ؛خو تل د جانان خوا پسې سپی سپی کيږي ، يعنې عادي خبره ده دومره درد نه لري او که جانان د رقيب په خوا کې ليدل کيږي ؛نو په درد يې د کړاو صيب غوندې مئن زړونه پړک چوي.

كلونـه وړانــــدې دا خــــبره وه اوس هـــــم پوه نـــه يـــــو
چې سولــــه چا له مـــــوږه يـــوړه او جـــګړه چـــا راوړه

زموږ پر هېواد هره جګړه راتپل شوې ، موږ تل خپله سپېڅلې سوله د نورو د جګړو قرباني کړې ، ځنې ياران که هر څومره نعرې وهي چې سوله ده ، امن دی ، ملګرتوب دی ، سوله ساتي دي ؛خو نه داسې نه ده ، هېواد مو ورځ تر بلې د سولې د سپېڅلې کوترې له منګولو د جګړې بربادونکي ګړنګ ته غورځي ، موږ په جګړه کې يو ، پر موږ جګړه راتپل شوې ، شاعر روان حالت درک کړی ، نه يوازې اوسنی حالت ؛بلکې پخواني حالت ته يې هم ورسره تړاو ورکړی ، شاعر زوريږي ؛خو لکه د خپلو نورو هېوادوالو په څېر نه پوهيږي چې کلونه وړاندې او اوس چا پر موږ جګړه راتپلې وه او ده ، کوم پلو رښتينی دی او کومه يې د حل لاره ده ، نور نو له شاعر نه هم لکه د ټولو هېوادوالو لاره ورکه ده او د ځواب صيب په وينا:

پر ما همدا فرض دي چې خلک له رښتيا خبر کړم
نور ملامت نه يم شاعر ، خو پيغمبر نه وي .

ښــــــــــــكلا زبيــــښي دپتـــــنګانو دستـي وزرونــــــو
د زيارت وران تاكي ته لپـــه كې ډيــــــــوه چـــــا راوړه

زما خپله په شعر کې نور دغه پتنګ ، بلبل ، بورا ،او دا نور ډېر سوليدلي شيان چندان نه خوښيږي ؛خو په دې بيت کې راباندې ډېر وخت پس دا پتنګ خوږ ولګېد، ټوله ښکلا يې د زيارت په وران تاکي کې ده بس لکه زما زړه.

كړاومنګلــــــه كه نصـــيب دې شـــــــــوه د ښكلو مينه
بيا به نارې وهـــــــي چـې وســومه لـمبـــــــه چـــا راوړه

مينه يو داسې خوی او خاصيت دی چې د ښاغلي استاد ليوال په وينا انسانانو ته له اجدادو نه په ميراث پاتې ، غير ارادي پېښيږي ، هر څوک پوهيږي چې لمبې دي ؛خو بيا هم غير ارادي په دې لمبو ورګډيږي دا ځکه چې مينه يوه ارثي يا جنېټېکه قوه ده که يې غواړو او که نه ، رانه کيږي او داسې هم نه ده لکه شاعر چې په دې بيت کې ځان راپېژني ، ته وا ګنې هغه پورتني بيتونه به يې هسې ( فانتاسي ) وي ، شاعر مئېن دی ، ښه پوخ مئېن دی ، که مئېن نه وای نو څنګه پوهېده چې د ښکلو مينه لمبه ده ؟ ولې بزرګ دی څه ؟ البته دلته هم شاعر د خپلې لوړې وړتيا او ژور فکر پر مټ په خپل ځان تېرېدنکي حالات داسې انځوروي ، چې ځان بيا هم د مطلعې غوندې ناګار اچوي او په ډېر هنر ،چې ځان هم مئېن نه رامعرفي کوي ؛خو د مينې له لمبو څخه مو خبروي.

او دا هم د ښاغلي درمان د ( يو خط ځواب )

درمان خو زما د زړه درمان دی ، راته له ځايه ګران و ؛خو له کومې ورځې چې مسافر شو ګرانښت او مينې يې زما پر زړه لا منګولې راخښې کړې ، د زړه درد ، درد يې راته داسې معلوم دی لکه د خپل زړه.
 د شعر په معنا پوره شعر ليکي ، په کم عمرۍ کې يې شاعرۍ ته نوې نوې تجربې راوړي دي .

زه په وړې جلۍ مئېن يم
تر څو غټيږي زه به يې ډېر وکړم سيلونه

نو درمان هم چې د ژوند نورې سړې تودې ګالي شعر به يې قيامتونه وکړي قيامتونه .

د درمان مې هم دا کار ډېر خوښ دی ،چې تر ډېره د ځان خبره کوي ، خپلې شخصي تجربې راسره شريکوي ، شعر يې تر ډېره د ريالېزم پلو نيولی ، د ( د يو خط ځواب ) تر سرليک لاندې نظم يې هم د خپل زړه درد دی ،چې په پوره جرات يې يوه يوه څړيکه راسره شريکوي ، نظم په ډېر هنر پيل شوی او پای ته رسېدلی ، تر پايه يو درد له سړي سره ملګرتيا کوي ؛خو دا نه راڅرګندوي چې شاعر چا ته لګيا دی ؟ خپلې محبوبې ته ، خپلې شيرينې مورجانې ته او که کوم بل د زړه خپلوان ته ..........

هغه  ( څوک ) موږ ته نه راپېژني چې درمان ته يې د ګيلو او ناندرو ډک ليک لېږلی دی ، کټ مټ خپله خبره کوي ، زه هم چې کله په سفر راوتم تر خدای پامانۍ دمخه مې خپلې مور او نورو زړه ته نږدې خلکو ته ويلي ول چې پوره شپږ مياشتې پس به بېرته په دې شرط راځم چې تاسو اوس د خدای پامانۍ په وخت ما په خندا رخصت کړئ او اوښکې مو په سترګو کې و نه وينم ، که مو په ژړا او خفګان رخصت کړم نو قسم اخلم ،چې هېڅکله به بېرته نه راګرځم ، يوازې مور مې د خدای پامانۍ په وروستيو شېبو کې خپل اخيستی قسم مات کړ ؛خو افسوس چې  ما هم له هغو خلکو سره خپله د شپږو مياشتو کړې وعده و نه شوه  پاللې ،چې تر پايه يې راسره د نه ژړا قسم وپاله.

هو دا منمه ګرانې
دا ستا ګيله په ځای ده
زه په څلور کتابه پړ يم تاته
دا دې منم چې مې وعده کړي وه
چې په يو څو مياشتو کې بيرته راځم
خو لا تر اوسه لا درکه يمه

په درمان جانان مې هم کټ مټ همدا ټوکه شوې ، له چا سره يې د څو مياشتې پس د ورتګ وعده کړې ؛خو چې د بل وطن له لنډو تنګو سره مخ شوی د مسافرۍ د ژوند بې وسي او ناچاري ورمعلومه شوې ؛نو اوس د ( هغې ) د ګيلو ډک خط ته ځواب ليکي.

خو ګرانې څه وکړم مجبور يمه ډير
دلته حالات زما په وس کې نه دي
دا ځلې ګرانې دوکه نه درکوم
دا ځلې حال درته رښتيا وايمه
دغه حالات چې ګورم داسې ښکاري
کيسه له مياشتو نه کلونو ته شوه

او د خط د ځواب په پای کې بيا ورته د خپلې مينې قسم ورکوي ،(  هغه ) تر پوښتنې لاندې راولي ، د ځان په خاطر نه ؛بلکې بيا هم هماغه د خدای پامانۍ غوندې ، د هغې د اوښکو برداشت نه لري او ورته وايي :

که ته رښتيا راسره مينه لرې
که زه له زړه نه په تا ګران ومه نو
دغه يو سوال راسره ومنه ته
زما په ياد کې اوښکې مه تويوه
زما د راتلو لارو ته مه ګوره ډير

اوس نو پوهيږي چې هغه يې خبره بيا هم ځمکې ته نه غورځوي ، بيا به هم اوښکې نه تويوي ؛خو له دې سره سره دا احساس هم ورکول غواړي ،چې زه هم په پردي وطن کې خوشال نه يم ، ته مې هېره نه يې او ته مې هم بايد بېخي هېر نه کړې او په دعا کې مې ياد وساتې ، دعا هم داسې دعا چې د هر مسافر د زړه غږ دی.

خو که دې وس وي ګرانې دومره کوه
راته دعا کوه چې لاس مې بر شي
نور په پردي وطن کې
زه هم خوشحاله نه يم

جلال امرخېل