زما ياران ما ته خفه دي ګرانې
زما په اړه ډېر فکرونه کوي
هغوی د نوي ساينس خبره لوستې
چې : تنهايي رنځ د سرطان زېږوي
هغوی ډاريږي ، هسې نه چې جلال
د تنهايۍ او شاعرۍ له لاسه
د زمانې د بې روخۍ له لاسه
او د دې ډمې زندګۍ له لاسه
د زړه په رنځ باندې اخته شي ، مړ شي
يا د اعصابو د سرطان له ډاره
په خپلو وينو اموخته شي ، مړ شي
زما ياران زما هندارې ګرانې
زه په کې تل خپله څهره ګورمه
د نيمګړتياوو د اصلاح لپاره
د دوی د فکر ائېنه ګورمه
خو زه يې دا خبره نه منمه
چې تنهايي به ما په رنځ اړوي
زما ياران په ما بلا ډاريږي
وايي چې دی به په سرطان اخته شي
وايي چې دی به تنهايي ووژني
وايي چې دی به مشغولتيا نه لري
وايي چې دی به تش کالبوت پاتې وي
ده ته به ژوند کومه معنا نه لري
زما ياران له ما نه نه دي خبر
چې زه تنها نه يم يوازې نه يم
هغوی په دې خبره نه پوهيږي
چې ته په پل پل راسره يې ګرانې
ته لکه وينه په رګ رګ کې زما
او په وجود کې مې خوره يې ګرانې
ستا د يادونو او غمونو لښکر
او هم پنځه کونجه کوټه لرمه
يو ، د خپل قد برابر کټ هم لرم
او د شعرونو کتابچه لرمه
خوب کې د ډار د مخنيوي لپاره
مې ستا خطونه سر ته ټول ايښي دي
شيرينې ! روح مې په سکون کې ساتي
ورنه چاپېره سره غاټول ايښي دي
سهار چې لمونځ وکړم له لمونځ نه وروسته
ستا د خطونو تلاوت کومه
ټوله ورځ تا سره خبرې کوم
چې د غزلو امامت کومه
زه چې ستا مينه لرم ، ژوند لرمه
زه چې ستا ياد لرم او تا لرمه
زما ياران دې په ما نه ډاريږي
ځان ته پنځه کونجه دنيا لرمه
جلال امرخېل