راليږونکی : قدر ت اله درمان
انتظار
نور څه کړم خو جانانه ستا لپاره انتظار
کوومه چې مدام په دغه لاره انتظار
تا کړی په ژوند نه دی تاته ټوقې ځکه ښکاري
زه ويستی يم د ژوند له هره کاره انتظار
اشنا وعده خلافه تا خو سر راښکاره نه کړو
په ما د هسې وکړو تر سهاره انتظار
په ما درمان د وي خير دی کوم به يې ناکام دی
په تا د الله نه ويني دلداره انتظار
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
يو کال به نور هم درته تير کړم
زيارت خو نه يې چې جنډې به د تړمه
26.11.2009
- نصرت الهام
د تندې ټولو مينه والو ته دې لوی اختر مبارک او نېکمرغه وي.
اختر دټولو مبارک شه که مسافر وي که د يار په خوا کې وينه
په مينه...
27.11.2009
- نصرت الهام
د خیال لاسونه
دخيال لا سونه تری چاپېر کړم نور څه وس نلرمځان می د ځانه ځينی هېر کړم نو ر څه وس نلرم
بيرته به رانشی هيڅ کله که ئې وغواړې تهروح به مې داسې مسافر کړم نور څه وس نلرم
دزړه نيالګی مې راخړوب کړه د وصال په اوبودځان قاتل به ځان اخېر کړم نور څه وس نلرم...