د خیال لاسونه
دخيال لا سونه تری چاپېر کړم نور څه وس نلرم
ځان می د ځانه ځينی هېر کړم نو ر څه وس نلرم
بيرته به رانشی هيڅ کله که ئې وغواړې ته
روح به مې داسې مسافر کړم نور څه وس نلرم
دزړه نيالګی مې راخړوب کړه د وصال په اوبو
دځان قاتل به ځان اخېر کړم نور څه وس نلرم
په تصور کښی ورنږدې شم ترې بوسه واخلمه
تصوېردی شونډو ته راتېرکړم نورڅه وس نلرم
ياسين شفق يم نن هجران په ځنځېرو تړلی
درته ډالۍ به دغه شعر کړم نورڅه وس نلرم
(یاسین شفق خوستی سعودی عرب)
27.11.2009
- نصرت الهام
راليږونکی : قدر ت اله درمان انتظار
نور څه کړم خو جانانه ستا لپاره انتظارکوومه چې مدام په دغه لاره انتظارتا کړی په ژوند نه دی تاته ټوقې ځکه ښکاريزه ويستی يم د ژوند له هره کاره انتظار
اشنا وعده خلافه تا خو سر راښکاره نه کړوپه ما د هسې وکړو تر سهاره انتظارپه ما درمان د وي خير دی کوم به يې ناکام دیپه تا د...
27.11.2009
- نصرت الهام
ګرانه الهام هيله ده چې سلامونه مو ومنئ. الله دې وکړي چې روغ او جوړ ياست . دغه شعر زما د يو انډيوال ښاغلي شفيق تبسم دی او دا پر ليکه کړه .سعيداحمد کاکړ
ګران کاکړ صيب !دا دی امر دې په سر سترګو ومنل شو .تنده
غزل
شفيق تبسم
څنګه چې د اور او د اوبو يارانه نه کيږي دغسې د ويښ او د ويدو ي...