ګرانه الهام
هيله ده چې سلامونه مو ومنئ. الله دې وکړي چې روغ او جوړ ياست .
دغه شعر زما د يو انډيوال ښاغلي شفيق تبسم دی او دا پر ليکه کړه .
سعيداحمد کاکړ

ګران کاکړ صيب !
دا دی امر دې په سر سترګو ومنل شو .
تنده

غزل

شفيق تبسم

څنګه چې د اور او د اوبو يارانه نه کيږي
دغسې د ويښ او د ويدو يارانه نه کيږي

وکړه د زړه کډه دې زما د زړه جونګړې ته
ګوره تش په تلو او په راتلو يارانه نه کيږي

خوا ته مې نږدې شه د زړه رايه را څرګنده کړه
تش د بڼو لاندې په کتو يارانه نه کيږي

ته چې د رقيب سره نږدې شوې سر يې وخوړو
ولې چې د پيو د مستو يارانه نه کيږي

څو ځله خفه شوې ما پخلا کړې په سر وختې
ګوره په منت او په جرګو يارانه نه کيږي

زه شفيق يې يو خواته راکاږم دې په بله ځي
پرېږده د بينا او د ړندو يارانه نه کيږي