کرکټ
ځواب
ملي لوبه شوه کرکټ برى يې راوړ
خلکو وخندل کټ کټ برى يې راوړ
کريم منډو جوړولو کې کامياب شو
حميد واخيسته ويکټ برى يې راوړ
که نوروز منګل ددې لوبې کپتان دى
تاج ملوک يې دى بنسټ برى يې راوړ
اوس د ټولو پښتنو محمد نبي شو
افرين يې شه په مټ برى يې راوړ
دا وروستۍ خو عجيبه غوندې سيالۍ وې
ما چې څو ګراوه څټ برى يې راوړ
27.11.2009
- نصرت الهام
ګرانه الهام هيله ده چې سلامونه مو ومنئ. الله دې وکړي چې روغ او جوړ ياست . دغه شعر زما د يو انډيوال ښاغلي شفيق تبسم دی او دا پر ليکه کړه .سعيداحمد کاکړ
ګران کاکړ صيب !دا دی امر دې په سر سترګو ومنل شو .تنده
غزل
شفيق تبسم
څنګه چې د اور او د اوبو يارانه نه کيږي دغسې د ويښ او د ويدو ي...
05.12.2009
- نصرت الهام
غزل
غاړه غړۍ ګل سره وږمه ده لکه زه او تهروح مې د وجود د تن جامه ده لکه زه او ته
ګوره د فطرت منظر ګډوډ نه کړې لاس را نه کړې ځمکه د اسمان پښو کې پرته لکه زه او ته
ښې دي زما اوښکې که نه تا به کړي لمبه ، غوسهپرخه د ګلاب پر پاڼو ښه ده لکه زه او ته...