غزل
غاړه غړۍ ګل سره وږمه ده لکه زه او ته
روح مې د وجود د تن جامه ده لکه زه او ته
ګوره د فطرت منظر ګډوډ نه کړې لاس را نه کړې
ځمکه د اسمان پښو کې پرته لکه زه او ته
ښې دي زما اوښکې که نه تا به کړي لمبه ، غوسه
پرخه د ګلاب پر پاڼو ښه ده لکه زه او ته
هسې خو لمرګلی خدای وهلی لمر ته مخ نه وړي
منځ کې يې ضرور کومه رشته ده لکه زه او ته
دا تصوير او دا د ائېنې مخ ته ولاړ انسان
يو د بل ناپايه ترجمه ده لکه زه او ته
ځار دې له ناندرو نه زه به چوپ يم ته لګيا اوسه
سيند سره څپه هسې جوړه ده لکه زه او ته
جلال امرخېل