مينه

مينه خدای مينه رسول دی مينه نور دپاک قران دی
مينه ژوند دی مينه خوند دی مينه حسن د جانان دی

مينه جیش د ابا بیل دی مينه سور د اسرافیل دی
مينه چغه حیدري ده م ينه داد د پاک سبحان دی

مينه سترګو کې حېا ده ، يوه موسکا ده تمنا ده
د معصوم زړګي ټکور دی د شاعردخولې بيان دی

مينه خوښه ده خواهش دی دا د زړونواسايش دی
يو جنون دی ليونتوب دی دځوانۍ سکلی دوران دی
 
مينه خوب، خوب ته تعبير دی مينه قيد مينه زنځیردی
د ليلا ځو انیمر ګي ده د مجنون پاتې ارمان

 د علي لوړ شهامت دی ، ابو بکر صداقت دی
مينه عد ل د عمر دی پر تېغ پرې سر عثمان دی

د موسا د لاس امسا ده و ادم لره حوا ده
مينه صبر د ايوب دی دغه امر د وجدان دی

د نفرت مقابله ده ، مينه بېله فلسفه ده
د خېالونو قافله ده ،ضرورت دهر انسان دی

مينه اوښکي دي ژړا ده مينه فخر دی خندا ده
مينه لويه کاميابي ده ، څۀ نا څۀ پکې تاوان دی

 حقيقت دی هم مجازد ی ، مينه داسې امتېاز دی
محمد{ص} يې رسولی ان تر عرشه تر اسمان دی

مينه رازدی نصیحت دی هم سکون دی هم راحت دی
سوی اه د مين زړۀ دی ، دبلال ښکلی اذان دی

مينه شتون هم ګدايي ده، هم پر زړونو بادشاهي ده
ملنګي د ملنګانو ، هم غمی د سلیمان دی

مينه درد مینه قرار دی معما دی ېو اسرار دی
مينه ژوند د شهريار دی،طلبګار يې ټول جهان دی

شهريار معروف خېل