غزل

شېرحسن کمالزی

يوځل موړمې په مرګ نشو بيامې وژني
ښه پوهېږمه چې نن سبا مې وژني
باور وکړه ياره ستا ښکلا مې وژني
په دې پوه يمه چې خامخا  مې وژني
خبر نه يم چې په څه ګنا  مې وژني
اوس رښتيا شوه په رښتيا رښتيا مې وژني
چې مې دوست و هم مې يار و هم ملګری
خلکه راشئ همغه اشنا مې وژني
ځه ريباره ورته ډېر نصحت وکړه
که همداسې خوی کوي په چا مې وژني
بس همدومره مې ګناه ده چې پښتون يم
يا شړي مې له وطنه يا مې وژني
غم چې هغه شپه مړ نه کړم کمالزيه
اوس نو ته ووايه څه بلا مې وژني