غزل

لکه اروا ، لکه وږمه شوې د ګل
چې پر وجود خوره وره شوې د ګل

ته چې وړه وې ، دومره ښکلې نه وې
اوس چې رالويه شوې ، غونچه شوې د ګل

بيا مې له سترګو ، سترګې نه اړوې
ته جوړې بيا په تماشه شوې د ګل

نېکمرغه خاله ! د هغې پر جبين
شکر اوباسه چې حصه شوې د ګل

زړه ! مينې مات کړې ، پاڼه پاڼه يې کړې
لکه اوربل دانه وانه شوې د ګل

جلاله اوس دې نو ايمان ته خير شه
اوس چې پر شونډو اموخته شوې د ګل

جلال امرخېل