بارکوال مياخېل
- اصلي او کورنى نوم مي محمدکريم، ادبي نوم مي بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى يم، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زوکړى يم.
- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مي د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى مي هم د ږوب له (ډګري کالجه) پاس کړى او څورلسم ټولګى مي له کوټې پوهنتونه پاس کړى دى او له همدې پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې ماسټري هم کوم.
- د ١٩٩٧مېلادي کال وروستۍ شپې وې چي په شعر ويلو مي پيل وکړ، ګڼ شمېر شعرونه مي وليکل، د بېلابېلو شاعرانو د شعر پر مجموعو مي ليکنې وکړې، چي اکثره يې نقد يا کره کتنه ده. څه ناڅه ژباړې مي هم وکړې او په همدې موده کې مي خپلې لنډې کيسې هم وليکلې.
- په ٢٠٠١مېلادي کال کې مي په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې سره څه موده د پروف کتونکي په توګه کار وکړ، وروسته مي څه دپاسه درې کاله په کوټه کې له صحاف نشراتي موسسې سره د پښتو کتابونونو د کمپوزوونکي او پروف کتونکي په توګه کار وکړ. په دې موده کې مي د همدې خپرندويې موسسې له خوا خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجله (پالنه) هم چلوله، چي څلور ګڼې يې زما په مسوول مديريت کې خپرې شوې.
- په ٢٠٠٤مېلادي کال کې مي په کندهار کې په بېلابېلو ادبي او فرهنګي ادارو کې ټک ټوک کارونه وکړل او په همدې کال مي له کندهاره د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې ادبي خپرونې (پېلوځي) ته هم څه موده د خبريال په توګه کار وکړ.
- په ٢٠٠٥مېلادي کال کې مي په کوټه کې د (لمر کمپوز کور) په نامه د پښتو کتابونو د کمپوز اداره پرانيستله، ګڼ شمېر کتابونه مي کمپوز کړل، په ٢٠٠٦مېلادي کال مي (لمر خپرندويه ټولنه) کتاب خپروونکې اداره اعلان کړه، چي تر دې مهاله مي د دې ادارې له خوا (٥) کتابونه خپاره کړي دي او د لمر www.worbal.com/lmar په نامه خپل شخصي ويبلاګ هم لرم.
- د ٢٠٠٧ مېلادي کال د جنورۍ له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې په بلوچستان ايالت کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توګه دنده تر سره کوم، په دې څه کم دوه کلنه موده کې مي ازادۍ راډيو ته پر روانو چارو برسېره (ادبي راډيويي مجلې) او نورو پينځو اوونيزو خپرونو ته هم کار کړى دى او کوم يې.
په دې يوولس کلنه موده کې مي چي کوم کتابونه ليکلي او ژباړلي دي، له هغوى څخه پينځه کتابونه چاپ شوي دي:
١. د کاڼي اوښکې (د بېلابېلو ليکوالو د لنډو کيسو ژباړه)
٢. د لوېديځ دوه مخيتوب (د هند د نامتو فيلسوف اوشو ګرورجنيش اثر)
٣. دود "رواج" (دا له اردو ژبې څخه ژباړل شوى ناول دى)
٤. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولګه)
٥. رنځور کليوال (زما د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه)
۶. د څراغونو اوښكې (د څلوريځو ګډه ټوګه)
۷. په شاتو كې زهر (زما د لنډو كيسو دويمه ټولګه)
۸. مغرور مېږى (د كوچنيانو لپاره ژباړل شوې كيسې)
۹. تږې هيلې (دويمه شعري ټولګه)
د يوۀ زهير شاعر "د سندرو اوښكي" // باركوال مياخېل
د يوۀ زهير شاعر "د سندرو اوښكي" موږ اوس د تاريخ په داسې يوه نازك وخت كې ژوند كوو چي ادبيات مو نور بايد تش پر ذوقي او خيالي تمايلاتو تكيه ونه كړي او داسې څه راته ولري چي هم فكر راكړي، هم خوند او هم مو په ژوند كې بدلون راولي، د داسې ادبياتو لپاره نو په كار ده چي د قلم څښتن مو كه د هر عمر وي، فكر يې بايد بالغ او پوخ وي او د خپلې تجربې، مشاهدې او مطالعې پر بنسټ راته د ژوند خواږه او ترخه په داسې ژبه را وښيي چي دا خبره مو ناببره پر
افضل شوق; د ژوند او مينې شاعر // باركوال مياخېل
اوس خو مي خپل خوشمړى روح هم د الوت په تمه د مـــرګ و خـــواتـــه لـنـــډوي د دې
نظرونه.........باركوال مياخېل
نظرونه هر ښايسته انسان ته وايم، په نظر دي نه كړم سترګې دي خوند راكوي وايي: مننه ستا پخپله ښايسته سترګې دي خوږې خبرې چي كوي هغه څوك خوږ وبولم راته خواږه وګوري &nbs
رېنګه............ باركوال مياخېل
رېنګه(۱) سمه ده، نور به دي وخت ولې نيسم نور دي په زور ښايستې نه ږغوم بخښنه غواړم، نور سردردى درته نه جوړېږم نور دي د فكر له خوږې دونياګۍ نه باسم، &
د وژنې دود............ باركوال مياخېل
د وژنې دود ژوند مو را تېر شو د وژلو، ښخولو او پاتا په دود كې د چا مو هيلې او د چا مو ښادۍ و وژلې د چا مو زاڼې د هوس ښكار كړې د چا په زړۀ كې مو د مينې هوسۍ و وژلې ورور مو هم و واژه سپېره مو كړله مېنه د پلار پلار هم د زوى له غمه كډه وكړه د وطن مور هم سور پړونى پرې د وينو خپور كړ بس ټول مو و وژل
ژورناليسته، ډاكټره او شاعره فريده // باركوال مياخېل
باركوال مياخېل ژورناليسته، ډاكټره او شاعره فريده ځينې كارونه بدن ستومانوونكي وي چي پر ذهن زور نه راولي او ځينې كارونه بيا زړه ستړي او ذهن ستومانوونكي وي چي بدن هم ورسره ستړى كېږي. بدن ستومانوونكي كارونه هغه څوك انتخابوي او كوي يې چي د زړۀ زور يې كم او ځواكمن ذهن ورسره نۀ وي، خو ذهن ستومانوونكي كارونه بيا هغه څوك انتخابوي چي د زړۀ زور يې زيات، له ذهني پلوه ځواكمن او هم د حساس زړۀ او ذهن څښتنان وي
عكاس، كارټونيسټ، كالم كښونكى ژورناليسټ او شاعر جمال تره كى// باركوال مياخېل
باركوال مياخېل- كوټه عكاس، كارټونيسټ، كالم كښونكى ژورناليسټ او شاعر جمال تره كى د مور او پلار درېيم زوى جمال الدين چي اوس يې خلك د (جمال تره كي) په نامه پېژني، شپږدېرش كاله پخوا د ۱۹۷۵م كال د دسمبر د مياشتې پر پينځلسمه نېټه د پنجاب په رحيميارخان ښار كې زوكړى دى خو پلارنى ټاټوبى يې د غزني د آب بند (اوبند) ولسوالۍ د (فتح كلا) په نوم كلى دى. جمال د شهيد صاحب خان غازي
كيسه ليكنه.......د "منجاري" په كڅوړه كې......باركوال مياخېل، كوټه
باركوال مياخېل- كوټه كيسه ليكنه د "منجاري" په كڅوړه كې موږ په ژوند كې هره ورځ له ډېرو پېښو سره مخامخېږو چي هره يوه يې خپل ځانګړى پس منظر لري خو دغه پېښې كه د يوۀ هنرمند ليكوال له نظره تېرې شي او په تېر
كوټه: د لمر خپرندويې ټولنې نوي خپاره شوي كتابونه
كوټه: د لمر خپرندويې ټولنې نوي خپاره شوي كتابونه موسمونه خو بدلېږي: دا د كوزې پښتونخوا د ږوب سيمې د ځوان شاعر وزير خان (بهار ناصر) د شعرونو لومړۍ ټولګه ده چي په كوټه كې لمر خپرندويې ټولنې خپره كړې ده. دغه كتاب په ۱۶۰ مخونو كې د پينځه سوه ټوكه په شمېر د كوټې په يونايټيډ پريس كې له ښكلې رنګه پوښتۍ سره په سپين كاغذ چاپ شوى دى. په دې ټولګه كې د شاعر ۸۵ غزلې او نهه نظمونه راغلي دي او پر كتاب باندې نوميالي شاعر پروفيسر رحمت الله درد او باركوال مياخېل سريزې ليك
پېغور.... لنډه كيسه..... باركوال مياخېل
ځوانه ښځه له درېوو ورځو راهيسې د خپل خټين كور په لوګي وهلې كوټه كې ناروغه پرته وه، يواځې يوه ماشومه لور يې سر ته ناسته وه او په وړه ژبه يې له موره همدا يوه غوښتنه كوله: - مورې زه وژې (وږې) يم شيدې راكه. مور به يې د ماشومې لور د زړه لپاره د زړه په زور مازې دومره ورته وويل: - تر تا به جار سم شيدې به ولې نه دركوم. په كوټه كې چوپه چوپتيا وه، خو يواځې مچان بوڼېدل او د كوټې چوپتيا يې ماته كړې وه. په كوټه كې په سپينه ورځ هم تياره وه او كله چي به څوك له دباندې كوټې ته
درد ........... لنډه كيسه ....... باركوال مياخېل
درد د ښځو نړيواله ورځ وه، د ښځو د حقوقو او پر ښځو باندې د زور زياتي په اړه سېمينار جوړ شوى و، تالار له ښځو او نارينه وو ډك وو، ويناوالې هم اكثره ښځې وې، چي اكثرو يې لوړې حكومتي څوكۍ لرلې او ځينې د شخصي موسسو كاركوونكې او څو تنه ښوونكې هم وې. دوى په وار- وار د ښځو د حقوقو په اړه خبرې كولې، هرې يوې به پر ښځو باندې د زور زياتي خبره ډېره كوله او ويل به يې چي تر څو پورې په ټولنه كې ښځې ته د قدر او احترام په سترګه ونه كتل شي او سياله ونه بلل شي، ټولن
غزل ............ باركوال مياخېل
پټ پټ كوو مزل په زړونو تور راته ګوريد مينې رمه پيايو كلى كور راته ګوري دوې سترګې پرښتې يې مهربانې دي پر ماچي هرې خوا ته ځم په هغه لور راته ګوري چي خپل يې ګڼم وايي مي دوښمن ته هغه دانه نور ورته ګورم، نه دي نور راته ګوري وحشت يې زما د زړه افغانستان سوځوييو څو ناولې سترګې لكه اور راته ګوري له مينې به دي څنګه په ژوندوني اخلم لاسوطنه! ستا ب
ذكيه غياثي، د ذكاوت څښتنه شاعره
يادونه: خپلې ناليدلې همكارې شاعرې خور ذكيې غياثي راته څو ورځې وړاندې خپلې لاندينۍ درې غزلې را لېږلې وې او راڅخه غوښتي يې وو، چي غزلې يې ولولم او نظر پرې وركړم. ما يې غزلې ولوستلې، دا چي څه راته پكې ښكاره شول، د غزل يا په ټوليز ډول د شعر په اړه د خپلې لږې مطالعې له مخې مي پر هره غزل جلا- جلا نظر څرګند كړ. ((باركوال))
پښتونخوا، پختونخوا، که پشتونخوا؟
پښتونخوا، پختونخوا، که پشتونخوا؟ که څه هم له ډېرې مودې راهيسې مو د ادبياتو په ډګر کې هم د ژبې د ليکدود د يو کېدو پر سر د ليکوالو تر منځ ناندرۍ او اختلافات موجود دي او لا مو هم د ژبې ليکدود په لرو او برو پښتنو کې يو ټاکلى او معياري ليکدود رامنځته نه شو، چي د هرې سيمې پښتانه- که هره لهجه وايي- سره پرې په يوه خولۀ او يوۀ زړه شي او په ليک کې يوه پښتو، يو ليکدود وکاروي، خو دا چي نن سبا پښتو ژبې ته نه يواځې د
ناسور/ لنډه كيسه / باركوال مياخېل
ناسور د ژمي يوه سړه ورځ وه، اسمان خړو وريځو پوښلى و، د غرمې د دوولسو بجو شاوخوا وخت و، چي د كوټې د سرياب سړك ملي بس ته ور ختلم، غوښتل مي چي د كوټې پوهنتون ته لاړ شم. ملي بس له خلكو ډك و او كومه خالي څوكۍ پكې نه تر سترګو كېدله، زه هم لږ مخ ته ورغلم چي هلته د څوكۍ تر منځ په نرۍ لاره كې و درېږم، په دې حال كې پر يوه څوكۍ ناست هلك- چي له څېرې څخه بلد راته ښكاره شو- سمدستي ولاړ شو او ماته يې د كښېنستلو ست وكړ، ما نه غوښتل چي هغه دي ولاړ وي او زه د دۀ
شاعر: عاطف جاويد عاطف/ ژباړه: باركوال مياخېل / له اردو ادبه
پلارجانه! زه وېرېږم پلارجانه! نن راته ښوونكې ويل سبا به ټول ماشومان په كور كې پاته وي كتاب به هم په كور كې لولي ما اورېدلي
يوسف جان اتمانزى; يو زړور او هڅاند خبريال
يوسف جان اتمانزى
عزيزماما; يو ملتپال سياستوال او ليكوال
عزيزالله خان چي په عزيزماما مشهور و، د ۱۹۵۰م كال د نومبر پر ۱۱مه نېټه پښين سيمې ته نيژدې د توبه كاكړي په حاجي خان كلا (سرګړې+ سرګړګې) كې د خان حاجي سيدمحمد خان- چي په حاجي سدو خان مشهور و- په كور كې زوكړى و او په خټه د پښتنو د لوى ټبر كاكړو په څانګه كې ترغرى، خانخېل، احمدخېل كاكړ و، لومړنۍ زدكړې يې په خپل ټاټوبي توبه كاكړي او منځنۍ زدكړې يې تر لسم ټولګي پورې د پښين په عالي ليسه (هاى سكول) كې تر سره كړې وې او يوولسم او دوولسم ټولګى يې د كوټې په ګورنمنټ كالج كې لوستي وو، همدارنګه ديار
غزل / نقيب الله نصرت - سنځاوۍ
خبر نۀ يم راغلي له كوم لوري څو وګړيو ماته د بلاوو غوندې ګوري څو وګړي نور زۀ هم مرګ ته غاړه ږدم بس دومره انتظار دى د زړۀ په دونياګۍ كې مي لا ښوري څو وګړي نفرت را رسواى نۀ شي سايه زما تر انګړهلرم داسې ځلانده لكه ستوري څو وګړي په مخه ورغلى په وار- وار يمه زۀ مرګ تهد مور د دوعا غوندې مي بس ژغوري څو وګړي شپه هم د هجر لنډه كړم لمر هم بس وهي څريك
ريښتينې خبريالي او ريښتينى خبريال/ باركوال مياخېل- كوټه
ريښتينې خبريالي او ريښتينى خبريال (Real journalism & Real journalist)