پټ پټ كوو مزل په زړونو تور راته ګوري
د مينې رمه پيايو كلى كور راته ګوري

دوې سترګې پرښتې يې مهربانې دي پر ما
چي هرې خوا ته ځم په هغه لور راته ګوري

چي خپل يې ګڼم وايي مي دوښمن ته هغه دا
نه نور ورته ګورم، نه دي نور راته ګوري

وحشت يې زما د زړه افغانستان سوځوي
يو څو ناولې سترګې لكه اور راته ګوري

له مينې به دي څنګه په ژوندوني اخلم لاس
وطنه! ستا بچى يمه پېغور راته ګوري

هنداره كې مي خپلې سترګې ولې خداى خبر؟
په پټه خولۀ ګويا لكه انځور راته ګوري

ته ګوره باركواله! مينې خپل كړم د هر چا
په سترګه هر سړى لكه د ورور راته ګوري

۲۵ مى ۲۰۱۰م كال

كوټه