بارکوال مياخېل
- اصلي او کورنى نوم مي محمدکريم، ادبي نوم مي بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى يم، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زوکړى يم.
- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مي د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى مي هم د ږوب له (ډګري کالجه) پاس کړى او څورلسم ټولګى مي له کوټې پوهنتونه پاس کړى دى او له همدې پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې ماسټري هم کوم.
- د ١٩٩٧مېلادي کال وروستۍ شپې وې چي په شعر ويلو مي پيل وکړ، ګڼ شمېر شعرونه مي وليکل، د بېلابېلو شاعرانو د شعر پر مجموعو مي ليکنې وکړې، چي اکثره يې نقد يا کره کتنه ده. څه ناڅه ژباړې مي هم وکړې او په همدې موده کې مي خپلې لنډې کيسې هم وليکلې.
- په ٢٠٠١مېلادي کال کې مي په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې سره څه موده د پروف کتونکي په توګه کار وکړ، وروسته مي څه دپاسه درې کاله په کوټه کې له صحاف نشراتي موسسې سره د پښتو کتابونونو د کمپوزوونکي او پروف کتونکي په توګه کار وکړ. په دې موده کې مي د همدې خپرندويې موسسې له خوا خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجله (پالنه) هم چلوله، چي څلور ګڼې يې زما په مسوول مديريت کې خپرې شوې.
- په ٢٠٠٤مېلادي کال کې مي په کندهار کې په بېلابېلو ادبي او فرهنګي ادارو کې ټک ټوک کارونه وکړل او په همدې کال مي له کندهاره د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې ادبي خپرونې (پېلوځي) ته هم څه موده د خبريال په توګه کار وکړ.
- په ٢٠٠٥مېلادي کال کې مي په کوټه کې د (لمر کمپوز کور) په نامه د پښتو کتابونو د کمپوز اداره پرانيستله، ګڼ شمېر کتابونه مي کمپوز کړل، په ٢٠٠٦مېلادي کال مي (لمر خپرندويه ټولنه) کتاب خپروونکې اداره اعلان کړه، چي تر دې مهاله مي د دې ادارې له خوا (٥) کتابونه خپاره کړي دي او د لمر www.worbal.com/lmar په نامه خپل شخصي ويبلاګ هم لرم.
- د ٢٠٠٧ مېلادي کال د جنورۍ له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې په بلوچستان ايالت کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توګه دنده تر سره کوم، په دې څه کم دوه کلنه موده کې مي ازادۍ راډيو ته پر روانو چارو برسېره (ادبي راډيويي مجلې) او نورو پينځو اوونيزو خپرونو ته هم کار کړى دى او کوم يې.
په دې يوولس کلنه موده کې مي چي کوم کتابونه ليکلي او ژباړلي دي، له هغوى څخه پينځه کتابونه چاپ شوي دي:
١. د کاڼي اوښکې (د بېلابېلو ليکوالو د لنډو کيسو ژباړه)
٢. د لوېديځ دوه مخيتوب (د هند د نامتو فيلسوف اوشو ګرورجنيش اثر)
٣. دود "رواج" (دا له اردو ژبې څخه ژباړل شوى ناول دى)
٤. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولګه)
٥. رنځور کليوال (زما د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه)
۶. د څراغونو اوښكې (د څلوريځو ګډه ټوګه)
۷. په شاتو كې زهر (زما د لنډو كيسو دويمه ټولګه)
۸. مغرور مېږى (د كوچنيانو لپاره ژباړل شوې كيسې)
۹. تږې هيلې (دويمه شعري ټولګه)
زما لنډه پېژندنه
د يوۀ زهير شاعر "د سندرو اوښكي" // باركوال مياخېل
د يوۀ زهير شاعر "د سندرو اوښكي" موږ اوس د تاريخ په داسې يوه نازك وخت كې ژوند كوو چي ادبيات مو نور بايد تش پر ذوقي او خيالي تمايلاتو تكيه ونه كړي او داسې څه راته ولري چي هم فكر راكړي، هم خوند او هم مو په ژوند كې بدلون راولي، د داسې ادبياتو لپاره نو په كار ده چي د قلم څښتن مو كه د هر عمر وي، فكر يې بايد بالغ او پوخ وي او د خپلې تجربې، مشاهدې او مطالعې پر بنسټ راته د ژوند خواږه او ترخه په داسې ژبه را وښيي چي دا خبره مو ناببره پر
عكاس، كارټونيسټ، كالم كښونكى ژورناليسټ او شاعر جمال تره كى// باركوال مياخېل
باركوال مياخېل- كوټه عكاس، كارټونيسټ، كالم كښونكى ژورناليسټ او شاعر جمال تره كى د مور او پلار درېيم زوى جمال الدين چي اوس يې خلك د (جمال تره كي) په نامه پېژني، شپږدېرش كاله پخوا د ۱۹۷۵م كال د دسمبر د مياشتې پر پينځلسمه نېټه د پنجاب په رحيميارخان ښار كې زوكړى دى خو پلارنى ټاټوبى يې د غزني د آب بند (اوبند) ولسوالۍ د (فتح كلا) په نوم كلى دى. جمال د شهيد صاحب خان غازي
كيسه ليكنه.......د "منجاري" په كڅوړه كې......باركوال مياخېل، كوټه
باركوال مياخېل- كوټه كيسه ليكنه د "منجاري" په كڅوړه كې موږ په ژوند كې هره ورځ له ډېرو پېښو سره مخامخېږو چي هره يوه يې خپل ځانګړى پس منظر لري خو دغه پېښې كه د يوۀ هنرمند ليكوال له نظره تېرې شي او په تېر
كوټه: د لمر خپرندويې ټولنې نوي خپاره شوي كتابونه
كوټه: د لمر خپرندويې ټولنې نوي خپاره شوي كتابونه موسمونه خو بدلېږي: دا د كوزې پښتونخوا د ږوب سيمې د ځوان شاعر وزير خان (بهار ناصر) د شعرونو لومړۍ ټولګه ده چي په كوټه كې لمر خپرندويې ټولنې خپره كړې ده. دغه كتاب په ۱۶۰ مخونو كې د پينځه سوه ټوكه په شمېر د كوټې په يونايټيډ پريس كې له ښكلې رنګه پوښتۍ سره په سپين كاغذ چاپ شوى دى. په دې ټولګه كې د شاعر ۸۵ غزلې او نهه نظمونه راغلي دي او پر كتاب باندې نوميالي شاعر پروفيسر رحمت الله درد او باركوال مياخېل سريزې ليك
پېغور.... لنډه كيسه..... باركوال مياخېل
ځوانه ښځه له درېوو ورځو راهيسې د خپل خټين كور په لوګي وهلې كوټه كې ناروغه پرته وه، يواځې يوه ماشومه لور يې سر ته ناسته وه او په وړه ژبه يې له موره همدا يوه غوښتنه كوله: - مورې زه وژې (وږې) يم شيدې راكه. مور به يې د ماشومې لور د زړه لپاره د زړه په زور مازې دومره ورته وويل: - تر تا به جار سم شيدې به ولې نه دركوم. په كوټه كې چوپه چوپتيا وه، خو يواځې مچان بوڼېدل او د كوټې چوپتيا يې ماته كړې وه. په كوټه كې په سپينه ورځ هم تياره وه او كله چي به څوك له دباندې كوټې ته
ژوندليك
- اصلي او کورنى نوم مي محمدکريم، ادبي نوم مي بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى يم، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زوکړى يم. - لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مي د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى مي هم د ږوب