- اصلي او کورنى نوم مي محمدکريم، ادبي نوم مي بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى يم، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زوکړى يم.

- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مي د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى مي هم د ږوب له (ډګري کالجه) پاس کړى او څورلسم ټولګى مي له کوټې پوهنتونه پاس کړى دى او له همدې پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې ماسټري هم کوم.

- د ١٩٩٧مېلادي کال وروستۍ شپې وې چي په شعر ويلو مي پيل وکړ، ګڼ شمېر شعرونه مي وليکل، د بېلابېلو شاعرانو د شعر پر مجموعو مي ليکنې وکړې، چي اکثره يې نقد يا کره کتنه ده. څه ناڅه ژباړې مي هم وکړې او په همدې موده کې مي خپلې لنډې کيسې هم وليکلې.

- په ٢٠٠١مېلادي کال کې مي په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې سره څه موده د پروف کتونکي په توګه کار وکړ، وروسته مي څه دپاسه درې کاله په کوټه کې له صحاف نشراتي موسسې سره د پښتو کتابونونو د کمپوزوونکي او پروف کتونکي په توګه کار وکړ. په دې موده کې مي د همدې خپرندويې موسسې له خوا خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجله (پالنه) هم چلوله، چي څلور ګڼې يې زما په مسوول مديريت کې خپرې شوې.

- په ٢٠٠٤مېلادي کال کې مي په کندهار کې په بېلابېلو ادبي او فرهنګي ادارو کې ټک ټوک کارونه وکړل او په همدې کال مي له کندهاره د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې ادبي خپرونې (پېلوځي) ته هم څه موده د خبريال په توګه کار وکړ.

- په ٢٠٠٥مېلادي کال کې مي په کوټه کې د (لمر کمپوز کور) په نامه د پښتو کتابونو د کمپوز اداره پرانيستله، ګڼ شمېر کتابونه مي کمپوز کړل، په ٢٠٠٦مېلادي کال مي (لمر خپرندويه ټولنه) کتاب خپروونکې اداره اعلان کړه، چي تر دې مهاله مي د دې ادارې له خوا (٥) کتابونه خپاره کړي دي.

- د ٢٠٠٧ مېلادي کال د جنورۍ له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې په بلوچستان ايالت کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توګه دنده تر سره کوم، په دې څه کم درې کلنه موده کې مي ازادۍ راډيو ته پر روانو چارو برسېره (ادبي راډيويي مجلې) او نورو پينځو اوونيزو خپرونو ته هم کار کړى دى او کوم يې.

په دې يوولس کلنه موده کې مي چي کوم کتابونه ليکلي او ژباړلي دي، له هغوى څخه پينځه کتابونه چاپ شوي دي:

چاپ اثار

  1. د كاڼي اوښكې (ژباړه: لنډې كيسې)
  2. د لوېديځ دوه مخيتوب (ژباړه)
  3. دود (رواج) (ژباړه: ناول)
  4. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولګه)
  5. رنځور كليوال (د لنډو كيسو لومړۍ ټولګه)
  6. د څراغونو اوښكې (د څلوريځو ګډه ټولګه)
  7. مغرور مېږى (ژباړه: د ماشومانو كيسې)
  8. په شاتو كې زهر (د لنډو كيسو دويمه ټولګه)
  9. تږې هيلې (دويمه شعري ټولګه)

ناچاپ اثار

  1. د ادبي مقالو ټولګه
  2. د بېلابېلو ادبي او سياسي مركو ټولګه
  3. شين سترګې (ناول: ژباړه)
  4. آيا خبر ياست؟ (ژباړه او ټولونه) د نړۍ بېلابېلو مالومات
  5. څڅوبى (د څلوريځو ټولګه)
  6. د لنډو كيسو درېيمه ټولګه
  7. د ژورناليزم په اړه كتاب.