ته خو د يوسف ښايست هم كم حسابوې تر ځان
نور خلك به خداى خبر چي څرنګه ګڼې تر ځان

ختمه شي وفا درپكښې مړ شي مركزي كردار
ته لكه ناول لوستونكي تږي تېروې تر ځان

زه هغه سړي ته خلكو توره بلا كړى يم
كوم سړى چي زه ګڼم خپل زړه ته را نيژدې تر ځان

اې زړګيه! ځان به دي مرګي درڅخه وړى وي
ته چي خلك پېژنې او يا بيرته راځې تر ځان

دلته روايات د سړي قد هم كت كولاى شي
مه نيسه بهاره! جامې لنډې يا اوږدې تر ځان