را ټول كه هر څو پر يوهْ ټغر شو
د توپان مخ ته په څېر د سپر شو
خو چي په زړو كې مو مينه نه وي
ارزښت مو نه شته څه كه سرهْ زر شو

مينه په ژوند كې يو داسې كار دى
چي هم اسانه او هم دشوار دى
پكې د هر چا زؤه ساتل كېږي
هم ګل غونچه هم د ځوزو بار دى

مړۀ كه مي خدايه! ستوري د بخت دي
خلك نو ولې په زړګي سخت دي
زما مزل كه ورسره نه شي
قافلې وړاندې تللې د وخت دي

اور كه دي هر څو د غرور تود شي
ژر به يې مړ كړي، مينه چي رود شي
وايي چي دغه زموږ كلتور دى
كوم غلط كار چي په چا كې دود شي

كه ډېر شي- ډېر شي دولت به ډېر شي
ژوند به بې مينې پر هر چا تېر شي
ماده پرسته ټوله دونيا شوه
ورور به له وروره يو مخ ته هېر شي

ځو به راځو به دغه مو لار ده
كه مينه نه وه كږه مو لار ده
په نويو سترګو مه راته ګوره
زړه خپلوي ده زړه مو لار ده

پرځم لټېږم پر كږو لارو
هيڅ نه سيخېږم پر هغو لارو
ته وا پېريانو بل ځاى ته يووړم
هسې تپېږم پر پردو لارو

عمر كه هر څو راسره سم ځي
خو بخت بدبخته راسره كم ځي
د هر چا تـګ دى په خپله خوښه
كه له زړه وينې، له سترګو نم ځي

باد او باران دى توپان سيلۍ ده
مازې ولاړه د ژوند كيږدۍ ده
تش يې اړيا دي د هيلو مراندې
د نړېدو يې نيژدې ګړۍ ده

پښې كه مي هر څو پر بله خوا ځي
خو زړه مي خدايږو تر خپل اشنا ځي
نظر يې مه واى له ما اوښتى
ړانده په مرسته تل د عصا ځي

د چا چي و ووت پرون له لاسه
هغو تباه كړ ژوندون له لاسه
پر ښوونځي يې بلې لمبې كړې
سوځوي خپل كور پښتون له لاسه

ژوندون كه هر څو ستړى ستومان شي
چي مرګ يې اخلي پر سړي ګران شي
بايد خو دا ده چي څوك په ژوند كې
سره يو بل ته ډېر قدردان شي

زړونه د خلكو ډك شول په كركو
ګوري يو بل ته په سپكو- سپكو
څوك به يې څنګه له بدو ژغوري
شول باندې ستړي په مكو مكو(1)

مل به مي نه شي سپېڅلي ملونه
كه واوړي ورځې، مياشتې كلونه
زړونه له زړونو نور لرې كېږي
لا به بتر شي تر دې وختونه

لويه وطنه! ويړه پښتونه!
درڅخه جوړ شول څو وجودونه
در پرې كوي دي دا خوږه ژبه
سره را ټول كړه خپل ولسونه

كه هسكې ونې په بر وي هسكې
د ټيټو ونو تر سر وي هسكې
خو ټيټې ونې له مېوو ډكې
له خپل عظمته اكثر وي هسكې

روڼا كه هر څو پكې خپره وي
له موره پرته كور هديره وي
دغه ډېوه دي د چا مړه نه شي
په تورو شپو دي تل ورسره وي

د كركې غشي دي راته سيخ كړه
وران مي د مينې واړه تاريخ كړه
چي خندا مړه ده نو هستۍ راشه
دغه تريخ ژوند مي لا پسې تريخ كړه

نه يوه دوې دي نه درې څلور دي
پنډې مي هيلې د زړه پر كور دي
تمه مي نه شته نيمګړي ژوند ته
سره خوري خلك چينجي د ګور دي

ازادي هغه خلک مينده کا
ويدۀ فکرونه چي خپل زنده کا
مينه به هله زړو کې مېشته شي
بلا د کرکې چي ټول ړنده کا(1)

ترخې شېبې دي، ترخه ګړۍ ده
توپان مي وړې د ژوند کيږدۍ ده
خوري مي بلاوې که بې اسرې شوم
خدايه! اسره مي خوږه مورکۍ ده

دي را ټيټ شوي د اسمان ستوري
پر سر د مځکې راسره ښوري
بابک خو تللى مورکۍ دي نه ځي
که مي ځپلي زړګي ته ګوري

مينه چي نه وي د چا په زړۀ کې
لکه تور کاڼى په دېوالۀ کې
تمه ترې مه کړئ د لورېينې
کله ټوکېږي ګلان په غرۀ کې

لکه په کاڼي ښيښه ماتېږي
زړۀ په خبره ترخه ماتېږي
تر کاڼي کلک او تر ګل نازک دى
د ژمي هډ په پلمه ماتېږي

بل دي اورونه په پښتونخوا کې
سوځي کورونه په پښتونخوا کې
پر نورو خلکو کراره ورځ ده
کېږي مرګونه په پښتونخوا کې

کډه شوه مينه د ژوند له کوره
ورور مرور دى له خپله وروره
د خپلوۍ ځاى دى بدۍ نيولى
بس سره خاندو د زړه له زوره

 

چي زړه دي روغ وي بيا هر څه سم دي
خوشالۍ ډېرې غمونه كم دي
چي دي خواږه وي په خپله خولۀ كې
د بل خبرې درته مرهم دي

چي ورځ د مينې په کال کې يْوه وي(1)
کرکه به زړو کې خود مېلمنه وي
بايد چي ژوند وي په نوم د مينې
چي مو خوشاله هره شېبه وي


(1) مكو مكو: د مه كوه، مه كوه لنأيز.

(1) د خوشال بابا د څلوريځې پر مځکه.

(1) د مينې د نړيوالې ورځې (Valentine day) په غندنه کې.