چي په بل باندې ځان وخوري تر بل جار شي
په سړيو كې هغه سړى د كار شي
موږ ليدلي دي يارانو ځينې خلك
د خپل سر سلامتي غواړي او ګار شي
د ولس درد وي را غونډ مي وي په زړه كې
چي تر خولې دباندې راشي نو اشعار شي
پروا نه لري كه كر د ګلو نه كړې
"اغزي مه كره په پښو كې به دي خار شي"
كله- كله روغ جهان وړم پر سر باندې
كله- كله دا خپل ځان راباندې بار شي
دا پر موږ ولې روڼا نه شي حافظه!
چي غرمه شي، يا ماښام شي يا سهار شي
03.07.2009
- بارکوال مياخېل
- اصلي او کورنى نوم مي محمدکريم، ادبي نوم مي بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى يم، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زوکړى يم.
- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مي د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى مي هم د ږوب...
04.07.2009
- بارکوال مياخېل
عكس
دا د عربي ژبې د شپږو نومياليو شاعرانو د شعرونو د پښتو ژباړو ټولګه ده، چي د جولاى د مياشتې (۲۰۰۹) په همدې لومړيو شپو كې تازه له چاپه را وتلې ده. د عربي شعرونو كتاب- چي منظومه ژباړه يې د پښتو ژبې نوميالي شاعر محموداياز كړې ده- په كوټه كې د غزنوي خپرندويې ټولنې له خوا د يو زر (۱۰۰۰) ټوكو په شمېر په (۱۹۷) مخونو كې چاپ شوى او خپور شوى دى.
د (عكس) په نامه د عربي ژبې د شاعرانو پر دې منظومه پښتو ژباړه باندې خليل...