باركوال مياخېل- كوټه كيسه ليكنه
د "منجاري" په كڅوړه كې
موږ په ژوند كې هره ورځ له ډېرو پېښو سره مخامخېږو چي هره يوه يې خپل ځانګړى پس منظر لري خو دغه پېښې كه د يوۀ هنرمند ليكوال له نظره تېرې شي او په تېره بيا چي هغه ليكوال پخپله هم شپه ورځ له داسې پېښو سره مخامخېږي او چاپېريال يې پر احساساتو اغېز كوي، نو هغه بيا له دغو پېښو ډېرې ښې كيسې جوړولاى شي او دغه كيسې نو بيا د ټولنې په بدلون كې هم ډېر مثبت اغېز لرلاى شي ځكه چي پر واقعيت ولاړې كيسې به وي.
ډاكټر نصيب الله سيماب هم يو له داسې هنرمندو ليكوالو څخه دى چي فكر يې لكه ماشوم د خپل خوږ چاپېريال د تجربو پر غولي خاړپوڅې كړي، مسخولېدلى، بلوغ ته رسېدلى، ځوان شوى، د خپلې ټولنې پر تاريكو لارو تپېدلى او د احساس او ويښتيا تر پړاوه رسېدلى دى. د خپل چاپېريال هغو له پامه لوېدليو اړخونو ته تم شوى او د اصلاح او سمون په خاطر يې كيسې پر ليكلې دي، چي ښايي د ډېرو باسواده خلكو هم ورته پام شوى نه وي.
"منجارى" د ډاكټر نصيب الله سيماب د نهو لنډو كيسو ټولګه ده چي د ۲۰۱۰م كال په وروستيو كې چاپ شوې ده، په دې ټولګه كې ليكوال د خپل داستاني سفر د لومړني پړاو له (بندې دروازې(1)) را وتلى او د (منجاري) غوندې يې د خپل داستان په كڅوړه كې د كيسه ييز هنر ډېر داسې توكي را غونډ كړي دي چي د نوي ادب په نړيوال كلي كې به ارزښت ولري. ډاكټر سيماب زموږ د ټولنې پر ډېرو تيارو اړخونو روڼا اچولې او په واقعيت سره يې بيان كړي دي چي په هيڅ ډول يې افسانې(2) نه شو بللاى بلكې اكثره يې زموږ د وروسته پاتې او له علمه بې برخې ټولنې تريخ واقعيتونه دي.
"ژوندى كاڼى" كيسه كه په ساده ډول واخلو هم زموږ د چاپېريال له يوۀ ترخه واقعيته پرده پورته كوي او كه يې سمبوليكه (علامتي) وګڼو هم زموږ د ګران هېواد تېرې دېرش كلنې غميزې ته اشاره كوي. داسې كيسې چي يواځې علامتي بڼه لري زما په نظر نيمګړتيا به يې دا وي چي كه څوك په علامت ونه پوهېږي يا فرضاً د هغه ليكوال علامت لكه زموږ د معاصر ليكوال فاروق سرور پېچلى علامت وي نو ډېر لږ خلك به ترې خوند واخيستلاى شي، خو د ډاكټر سيماب "ژوندى كاڼى" د ساده او علامتي دواړه ډوله كيسو ځانګړتيا لري. "ژوندى كاڼى" په ظاهره د يوې پېغلې نجلۍ كيسه راته كوي چي پر عزت يې د ټولنې هر وګړى تېرى كوي خو بيا هم د بدلمنۍ تور په دې پورې كوي، كله چي په محكمه كې له هغې د زېږېدلي ماشوم څېره څوك ګوري نو د قاضي په شمول هر چاته پكې خپله څېره ښكارېږي. د محكمې (عدالت) مانا د هر سړي د ضمير عدالت دى چي هر څوك پكې مجرم بلل كېږي خو هيڅوك هم ځانونه مجرمان نه بولي. په علامتي ډول د دې كيسې كركټره نجلۍ افغانستان دى چي هر چا يې پر خاوره تېرى وكړ خو هيڅوك هم ځان مجرم نه بولي. په كيسه كې تلوسه ډېره غښتلې او پيغام يې هم ډېر زورور دى.
"خورښادي" د يوې غريبې كورنۍ ژوند راته انځوروي، آصف د مور و پلار مشر زوى دى چي په مزدورۍ پسې كراچۍ ته ځي، كله چي يې وادۀ تيارېږي نو كور ته د را ستنېدو په ورځ په كراچۍ كې د وسلوالو له خوا په ډزو وژل كېږي. دا كيسه كه څه هم د بيان له مخې ساده كيسه ده، خو په كراچۍ كې د پښتنو كارګرو د خوارۍ مزدورۍ او هلته د دوى د بېكسۍ ښه انځور وړاندې كوي. دا كيسه پر واقعيت ولاړه ګڼلاى شو ځكه په تېر او وړم كال كې له كراچۍ څخه د ډېرو په خوارۍ بوختو ځوانانو جنازې را ووتلې چي د "خورښادي" كيسې د كركټر آصف خان غوندې د ناترسو وسلوالو په ډزو ويشتل شوي او خورښادۍ يې په غم بدلې شوې دي. د دې كيسې پيغام دا دى چي كه موږ په خپله خاوره او خپل كور كې خواري وكاږو نو ځوانان به مو د نورو په لاس نه وژل كېږي.
"منجارى" يوه علامتي- سمبوليكه كيسه ده. په دې كيسه كې په ظاهره د دوو منجاريانو تر منځ د سودا پلورلو سيالي ده، خو په پس منظر كې دا كيسه څو اړخونه لري. د كيسې لومړى كركټر چپك منجارى دى چي يو بېسواده، ساده كليوال سړى دى، پر خرۀ باندې په كلي كې سودا خرڅوي او هغه څه خرڅوي چي د يوۀ وروسته پاته كلي مېرمنې ورته اړتيا لري خو كله چي د چپك منجاري په مقابل كې يو بل ځوان او شين سترګى منجارى كلي ته راځي، چي باسواده مالومېږي، د خرۀ پر ځاى پر بايسكل سودا خرڅوي او نوي نوي شيان راوړي، نو د كلي ښځې خصوصاً پېغلې د چپك منجاري ګيراګي پرېږدي او له ځوان شين سترګي منجاري شيان اخلي، شين سترګى منجارى كله كله ښځو ته په پور هم شيان وركوي او يوه ورځ يوې نجلۍ ته پوكنه (پوك) وركوي چي مقصد يې ورسره د جنسي اړيكو ساتل وي.
ليكوال په ډېره ښه توګه زموږ په ټولنه كې د بېسواده او باسواده خلكو تر منځ فكري بېلتون څرګند كړى دى، خلك مو غواړي چي پرمختګ وكړي، ځانونه په هره مانا عصري كړي، خو په پاى كې ليكوال نه يواځې دا چي په لوى لاس يې د شين سترګي منجاري- چي زما په نظر باسواده او د اوسني پرمختللي وخت استازيتوب كوي- د بدنامۍ هڅه كړې ده چي په غيرمنطقي ډول يې د كلي يوې نجلۍ ته د هغه له خوا د پوكنې وركولو او له هغې څخه د جنسي خواهش څرګندونه كړې ده، بلكې په دې سره يې اوسنۍ پرمختللې نړۍ هم يوه غيراخلاقي او د جنسي غريزو د رسوا كولو نړۍ بللې ده. ليكوال غواړي وښيي چي د انګرېزانو په راتګ سره زموږ په سيمه كې فحاشي خپره شوې ده، د دې كيسې پيغام منفي دى ځكه چي ليكوال په زوره د يوې ځانګړې مفكورې له مخې د مترقي فكر په ضد ليكلې ده خو پكې بريالى شوى نه دى. بل دا چي د شين سترګي منجاري له خوا نجلۍ ته د پوكنې وركولو خبره هم په كيسه كې د چپك منجاري له خوا شوې ده، كېداى شي هغه د خپل كار د سيالۍ او رقابت په خاطر پر شين سترګي منجاري تور لګولى وي، دې ته ورته زموږ په ټولنه كې د ځينو افراطي مذهبي او مترقي ضد خلكو له خوا په وار وار داسې تورونه لګېدلي دي چي هغه يواځې او يواځې دوى پر خلكو د خپلې تياره مفكورې او بادارۍ د پر ځاى ساتلو لپاره لګولي وي او په ظاهره هيڅ واقعيت نه لري.
"بې نومه مسافر" د يوۀ افغان كيسه راته كوي چي پخوا د نورو په خولۀ په خپل وطن كې جنګېدۀ خو وروسته چي هغه جنګ ورته د خپلې خاورې په تاوان ايسېدلى نو له وطنه را وتلى او په پرديو كليو كوڅو كې د در په درۍ شپې تېروي. د كيسې كركټر (مسافر) غواړي چي نور په خپل وطن كې د علم څراغ بل كړي خو څوك يې (ملحد) بولي او څوك پرې د (جاسوس) تور پورې كوي او دې ته يې مجبوره كوي چي بيرته د خپلې خاورې تباهۍ ته ملا وتړي. د كيسې د كركټر مسافر نوم (زيارمل) دا څرګندوي چي هغه يو انقلابي او مترقي فكر لري خو د وطن دوښمنان يې په يوۀ بل نوم تورنوي او د نيولو او وژلو دسيسې يې جوړوي. د كيسې پيغام دا دى چي كه څوك خپله خاوره پخپلو لاسونو تباه كوي نو بې وطنۍ ته به مجبوره كېږي او بيا به يې نو خلك د خپل اصلي نامه پر ځاى په يوۀ بل نوم يادوي.
"تشه غوځي" كيسه هم زموږ د بېسواده ټولنې د ځينو ناوړه دودونو يوه بېلګه ده، د دې كيسې دوه كركټرونه (دادمحمد او زرينه) چي ځګه (ماينه) او مېړه دي خو تر واده وروسته يې څو كلونه اولاد نه وي، د دادمحمد مور تل خپل زوى ته وايي چي دويم واده وكړي خو زوى يې تسلي وركوي چي خداى به اولاد وركړي، اخير يې مېرمنه يوۀ تاويزګر ته ورځي او بيا يې پرله پسې څلور لوڼې پيدا كېږي خو د دادمحمد مور بيا هم پر زوى د بل واده كولو ټينګار كوي چي خداى نارينه اولاد وركړي، خو كله چي مېړۀ او ماينه دواړه طبي معاينات كوي نو څرګندېږي چي مېړه يې هيڅ د اولاد راوړلو قابل نه وي.
په دې كيسه كې هم زموږ د ټولنې يوه غميزه انځور شوې ده، ډېر داسې نارينه چي د درنو كارونو او يا هم تر واده مخكې د ناوړه جنسي اعمالو له كبله يې د اولاد زېږولو ماده بايللې وي خو د خلكو په وړاندې د شرم او پېغور په سبب پټه خوله وي او د واده په تړون ورسره تړل كېدونكې تورسرې ژوند له تباهۍ سره مخامخوي، دويم دا چي په كيسه كې د دادمحمد د مور له خوا د هغه پر نارينه اولاد ټينګار او له لوڼو يې كركه، دا زموږ يوې بلې بدمرغۍ ته اشاره كوي.
په دې كيسه كې د ښځې بې وسي او د هغې پر بشري حق تېرى په ډېره ښه توګه انځور شوى دى، ځكه په يوه باسواده ټولنه كې كه د ښځې مېړه داسې د اولاد قابل نه وي نو ښځه طلاق ځنې اخيستلاى شي او نارينه هم ښايي زموږ د پېغور او شرم غوندې غيرانساني دود په رنګه تر هغه وخته واده ونه كړي چي ځان يې د واده وړ ګڼلى نه وي. د دې كيسې پيغام ډېر څرګند دى چي خلكو ته له دې دومره غټ جرم څخه د ډډې كولو او ځان ژغورلو ښه توصيه پكې شوې ده.
"انځورګر" زما په نظر ډېره شاهكاره كيسه ده. د دې كيسې كركټر جانان يو انځورګر او د پوهنتون د عكاسۍ د څانګې (Fine Arts) زده كوونكى هم وي، د هغه د اكا لور ښايسته پر دۀ مينه وي، خو دى د هغې له مينې بې خبره خپله انځورګري كوي، په انځورونو كې يې نه ښايستې ته او نه هم د عكاسۍ د څانګې استاد عكاسو ته ښايست او جذابيت مالومېږي، ځكه چي هغه دا كار يواځې د شوق له مخې كوي او تر شا يې كوم درد او احساس نه وي، كله چي يې مينه ښايسته د ده په مينه كې ځان وژني او خپل ژوند بايلي نو له هغه وروسته د ده ژوند له دردونو ډكېږي او بيا د خپلې محبوبې د عكس په جوړولو سره خپل استاد عكاسو ورته وايي چي ته اوس پوره انځورګر شوې.
د "انځورګر" كيسې پيغام دا دى چي نه يواځې انځورګري بلكې هر كار كه شعر ليكل وي، كه ښوونه روزنه وي، كه بل هر هنر او خدمت وي چي تر شا يې خوږمن او دردېدلى زړه او ويښ احساس نه وي، هغه كار به نيمګړى او بې نتيجې وي.
"بې وسي" د اوسنيو اور- اور حالاتو انځورګره كيسه ده، د كيسې كركټر اسلم د يوې غريبې كورنۍ يو ځوان دى چي تر لسم ټولګي پورې په كلي كې زدكړې كوي خو د نورو زدكړو لپاره يې نه پلار ښار ته پرېږدي او نه دومره وس لري چي په ښار كې نورې زدكړې وكړي. همدا بې وسي د دې سبب كېږي چي اسلم ته په كور كې مور او پلار تل په غوسه وي او د بېكارۍ پېغور وركوي، بيا نو هغه زړه تورى كېږي او د داسې چا په لاس ورځي چي ځانمرګي بريد ته يې هڅوي. د كيسې پيغام دا دى چي كه مو ځوانان او ماشومان بېكاره ګرځي، د بې وسۍ او بېوزلۍ له امله د زدكړو وس نه لري او جېب يې له پيسو خالي وي، نو ارومرو به يا په نشو روږدي كېږي او يا به يې څوك د خپلو سياسي ګټو لپاره د ژوند ونه ور رژوي.
"د پيرۍ لكړه" چي په تېروتنې سره "د پېري لكړه" ليكل شوى دى. دا كيسه هم زموږ د ناوړه او ځينو غيربشري دودونو يو انځور وړاندې كوي. د كيسې كركټره يوه پېغله (پلوشه) ده چي تر وروڼو كشره ده او كارنده نجلۍ ده، خو مور يې د خپل خدمت په خاطر د پيرۍ لكړه بولي او چاته يې نه ور په كوزده كوي، پلوشه له شرمه ږغ نه كوي او تل د خپل زړه راز له خپلې خوندكۍ (سپوږمۍ) سره شريكوي، يو وخت د كلي يو شپه (شپون) پر مينېږي او بيا له دې مجبورۍ چي درې مركې ورته راځي او مور يې لوړه كوي چي تر خپل مرګه به يې چاته ور نه كړي- پلوشه يوه ورځ سهار وختي له شپانه سره تښتي.
د دې كيسې پيغام ډېر زورور دى او دا ډول كيسې زموږ په ټولنه كې زښته ډېرې پېښې شوې دي چي خلك له اسلامي او بشري حقونو سره سم د لور او زوى ودونه د هغوى په خوښه او پر وخت نه كوي نو يا به د (پلوشې) غوندې تېښتې ته او يا به ځانوژنې ته مجبوره كېږي. د دې كيسې مكالمې ډېرې خوندورې او طبعي راغلې دي.
"لوږه" د كتاب وروستۍ او پرله پسې نهمه كيسه ده. په دې كيسه كې هم د "تشه غوځي" كيسې غوندې د ماينې او مېړه تر منځ د جنسي غريزې د نيمګړتيا او د جنسي تندې د نه ماتېدا خبره راغلې ده. د كيسې كركټر (رشيد) د خپلې خوښې په واده ډېر خوشاله وي، خو دا چي تر واده مخكې په ناوړه جنسي اعمالو روږد شوى وي نو د خپلې مېرمنې د جنسي خواهشاتو د ور پوره كولو توان پكې پاته نه وي او يوه ورځ چي كور ته بې وخته راځي نو مېرمنه يې له پردي نارينه سره خبرې كوي.
د دې كيسې پيغام هم ډېر ښكاره دى چي كه مو له اسلامي، بشري او طبي لارښوونو سره سم د پېغلو او ځوانانو ودونه پر وخت او د هغوى له غوښتنو سره سم كېږي نو هم به د اخلاقي فساد مخه نيول شوې وي، هم به مو د ښځو او نارينه وو بشري حقونه تر پښو نه وي لاندې شوي.
د كيسو د موضوعاتو له پلوه د ښاغلي ډاكټر نصيب الله سيماب كيسې د ستاينې وړ دي ځكه چي د كيسو موضوعات يې كه ډېر نوي نه دي، خو وچ په وچه يې د خپل ذهن زېږنده نه دي بلكې د خپل چاپېريال د خلكو ژوند ته يې د كيسو بڼه وركړې ده. دلته به د دغو كيسو ځينو هغو ژبنيو او تخنيكي اړخونو ته هم تم شو، چي تر بل هر نثر كيسه ييز نثر زياته اړتيا ورته لري.
ژبه:- د ښاغلي سيماب د كيسو ژبه د پوهېدو وړ ده، خو ډېره ساده او ډېره خوږه نه ده او لږ و ډېر د تحقيقي او د مقالې د نثر سيورى پر غوړېدلى دى، د داستانپوهانو په نظر د كيسې نثر بايد داسې وي لكه يو كليوال بزګر يا شپون چي درته ږغېږي، خو د "منجاري" ځينې كيسې لكه د پوهنتون يو استاد چي د پينځم ټولګي زده كوونكيو ته لكچر وركوي او ډېرې خبرې يې د هغوى تر سر تېرېږي. مثلاً "د پيرۍ لكړه" كيسه كې وايي ((د پلوشې مور په تحكمانه انداز كې وويل)) بل ځاى وايي ((سپوږمۍ خدشه ښكاره كړه)) بل ځاى وايي ((د ډوډۍ خوړلو وروسته حسب معمول هر ورور، خپلې خپلې خونې ته ولاړل))، په "بې وسي" كيسه كې وايي ((اسلم د انكار په موډ كې وو)) او ((اسلم ډېر په اضطراب ورته وويل))، همدارنګه په "خورښادي" كيسه كې هم وايي ((دۀ له ځانه سره نوټ كړل))، دې ته ورته ډېرې بېلګې شته، د شعر غوندې په كيسه كې هم بايد درانه او پردي اصطلاحات را نه وړل شي.
د ښاغلي ډاكټر سيماب په كيسو كې ډېر لهجوي توري هم راغلي دي چي دا كار يې زموږ د وركو توريو په موندلو او را برسېره كولو كې ډېره مرسته كوي، خو بايد لهجوي توريو ته په لېنديو كې ماناوې يا نور مشهور توري هم ليكل شوي واى، بل دا چي د ښاغلي سيماب پر نثر سيمه ييز او لهجوي سيورى هم غوړېدلى دى چي دا كار يې د يوې منل شوې، كره او معياري ژبې له هڅو سره په ټكر كې راځي. مثلاً د كاوه، تاسې يا تاسو، وكړ، پرون، و ځنډېد، و تاړه، واخيست، كېدۀ، وركړ، لانده، و ټكېد او وښوو پر ځاى يې كاوئ، تى، وكړئ، پروند، و ځنډېدئ، و تاړئ، واخيستئ، كېدئ، وركړئ، ناوده، و ټكېدئ او وښووئ ليكلي دي.
همدارنګه (ځړولى) په (زړولى) ليكل شوى دى، زړولاى د زاړه كولو مانا وركوي، د عربي (صحيح) په (صحي) ليكل شوى دى چي دا د روغتيايي مانا وركوي، دا بايد په مفغنه بڼه (سهي) وليكل شي. (سباوون) چي د راتلونكي مانا وركوي، بايد په (سباوون) وليكل شي، ځكه دا كلمه په پارسي كې نه شته، نو په (صباوون) ليكل يې هم مانا نه وركوي.
صحنه (منظركشي):- كيسې او ناولونه د يوې سيمې د خلكو د ژوند، دودونو او د خلكو د فكرونو او ټولنيزو نفسياتو (روان) په را پېژندنه كې ډېره مرسته كوي. د ښاغلي سيماب كيسې د نورو ښو اړخونو تر څنګ دا يوه نيمګړتيا لري چي هيڅ يوه كيسه يې هم صحنه يا منظركشي نه لري، سړى هيڅ نه پوهېږي چي دا كيسه په كوم كلي او كومه سيمه كې پېښه شوې ده. د پښتو تكړه ناول ليكونكي او كيسه ليكوال نصيراحمد احمدي زما د كيسو پر كتاب (په شاتو كې زهر) په سريزه كې ليكلي دي چي د استاد سعدالدين شپون د كيسو تر لوستلو وروسته چي كله په لومړي ځل د استاد شپون ټاټوبي كندوز ته لاړ نو هر ځاى ورته داسې بلد وو لكه پخوا چي يې هم كندوز ليدلى وي. په كيسه يا ناول كې صحنه لوستونكى د كيسې پر ريښتينوالي باوري كوي او د كيسې منطقي اړخ ډېر زيات غښتلى كوي.
مكالمه:- په كيسه يا ناول كې مكالمه هم ډېر مهم اړخ وي، كه مكالمې څومره ډېرې او پر ځاى مكالمې وي هغومره به كيسه خوندوره وي. د "منجاري" په كيسو كې هم مكالمې راغلې دي خو د مكالمو او د ليكوال د خبرو تر منځ توپير كله كله ورك شوى دى، مكالمه بايد د كيسې د كركټر په ژبه او د هغه له ذهني سويې او نفسياتو سره برابرې وي، مكالمه بايد ساده خبره هم نه وي چي هيڅ مفهوم ونه لري. مثلاً په "بې وسي" كيسه كې لولو:
- السلام عليكم
- وعليكم السلام. ستړي مه شئ
- خيريوسې. په ايمان ښايسته شې.
پورتنۍ خبرې هيڅكله كيسه ييزه مكالمه نه شي ګڼل كېداى، ځكه پر كيسه هيڅ نه شي ور زياتولاى.
د "منجاري" د مكالمو يوې بلې نيمګړتيا ته هم تم كېږو. مثلاً په "خورښادي" كيسه كې يو ځاى وايي ((كه دي دغه رنګه د زړه حال ورته وايۀ بيا به لكه د كرمي زوئ لويې پښې درته وزي ننوزي. نۀ كار نۀ روزګار. پلار يې ځواب وركړ)) په انګرېزي او اردو كيسو او ناولونو كې چي كله مكالمه راشي نو تر مكالمې وروسته ورته ليكل كېږي چي دا خبره چا وكړه، خو هره ژبه خپلې ژبنۍ ځانګړتياوې لري، په پښتو كې بيا داسې نه ده، په پښتو كې لومړى بايد خبرې كوونكى كس څرګند شي او وروسته يې مكالمه راشي او مكالمه بايد لنډه وي، لږ تر لږه يوه جمله بايد يوه مكالمه جوړه كړي.
پر دغو څو نيمګړتياوو برسېره هم په ټوليز ډول د ډاكټر نصيب الله سيماب كيسې ښې كيسې دي، د ننني ژوند كيسې دي چي خلكو ته لاره- ليكه ور ښوولاى شي، زما په نظر دا يې څرګند خصوصيت دى. ما د "منجاري" كڅوړه پرانيستله، ومي پلټله، خپل خوښ او ناخوښ مي يې ستاسې مخې ته هم كښېښوول، نور نو د هر چا سودا د هغه په ذوق او فكر پورې اړه لري.
۲۵ مارچ ۲۰۱۱م كال
كوټه
(1) د ډاكټر نصيب الله سيماب د لنډو كيسو لومړنۍ ټولګه، چي څو كاله پخوا چاپ شوې وه.
(2) په كوزه پښتونخوا كې خلك لنډې كيسې ته افسانه وايي، خو زه له دې نامه سره ځكه جوړ نه يم چي افسانه سل په سلو كې درواغو ته وايي، خو په كيسو كې ټولنيز واقعيتونه بيان شوي وي ځكه يې نو لنډه كيسه يا كيسه مناسب نوم دى.