باركوال مياخېل- كوټه

 

عكاس، كارټونيسټ، كالم كښونكى ژورناليسټ او شاعر

جمال تره كى

 

د مور او پلار درېيم زوى جمال الدين چي اوس يې خلك د (جمال تره كي) په نامه پېژني، شپږدېرش كاله پخوا د ۱۹۷۵م كال د دسمبر د مياشتې پر پينځلسمه نېټه د پنجاب په رحيميارخان ښار كې زوكړى دى خو پلارنى ټاټوبى يې د غزني د آب بند (اوبند) ولسوالۍ د (فتح كلا) په نوم كلى دى. جمال د شهيد صاحب خان غازي(1) له كورنۍ څخه دى او كورنۍ يې څه دپاسه سل كاله پخوا په وطن كې د سياسي اختلافاتو او جګړو له امله لومړى د كوزې پښتونخوا لورالاى (بوري) ښار ته را كډه شوه، څو كلونه هملته مېشته وو او بيا كوچياني ژوند ته مجبوره شول چي په ژمي به د پنجاب ايالت رحيميارخان ښار ته او په دوبي (اوړي) به د سوهېلي پښتونخوا سړو سيمو ته را لېږدېدل او په ۱۹۸۵م كال په دايمي توګه په كوټه ښار كې مېشت شول.

لومړۍ زدكړې يې په پنجاب كې كړي او له شپږم تر لسم ټولګي پورې زدكړې يې په كوټه كې كړي دي او تر څورلسم پورې يې غيررسمي زدكړې هم كړې دي، خو وايي چي د ژوند د ناخوالو او اقتصادي ستونځو له امله لوړې زدكړې ترې پاته دي.

جمال وايي د ۱۹۹۱م كال وروستۍ شپې وې چي په شعر ويلو يې پيل وكړ. دى وايي له شعر سره يې له ډېر كوچنيوالي مينه لرله خو دا چي د شاعرۍ د پيلېدا انګېزه يې څه ده، په اړه يې هغه خپله يوه ډېره جالبه كيسه كوي، وايي "ما نبي كريمص په خوب وليد، خوب مي مور ته ووايه، هغې وويل جمال به يا لېونى سي  يا شاعر"، وايي تر هغه وروسته يې په غيرارادي توګه په شعر ليكلو پيل وكړ او په دې شل كلنه موده كې يې شاوخوا پينځه سوه غزلې وليكلې. د ده په غزلو كې د مينې تر څنګ د طبقاتي او د انساني مينې خبرې موندل كېږي. جمال له كوچنيوالي په ډېرو بدو حالاتو او منډو ترنډو كې ژوند تېر كړى دى، ځكه نو د كار زوى دى او له ناستو خلكو سره نه يواځې مينه نه لري، بلكې ناست خلك مړو ته ورته بولي. د يوې غزلې دوه بيتونه به يې سره ولولو:

راشه چي مړه اورونه بل كړو سره

مرګي ته ډېرې فاصلې پاته دي

لحده! ګوره چي بندي مي نه كړې
ماته لا دلته جېلخانې پاته دي

((مړه اورونه بلول)) د پخلا كېدو په مانا اصطلاح ده او ډېره پر ځاى كارول شوې ده. د جمال په اكثرو شعرونو كې دې ته ورته له ژوند سره مينه انځور شوې ده. د جمال پورتني شعرونه روان دي، خو د ده شعرونه د وزن او سېلاب نيمګړتيا لري چي علت يې د هغه د شاعرۍ لږه مطالعه ده. زه تل ورته وايم چي ښه شاعري مطالعه كړي نو له وزن او سېلاب سره به اشنا شي خو چي بل ځل نوى شعر راته ووايي همدا ستونځه پكې تكرار شوې وي، اردو شعرونه هم ليكي، چي د خيال او فكر له پلوه خبرې لري مګر په هغوى كې هم ماته د وزن نيمګړتيا ښكاري ځكه د اردو شعر سېلابوتونيك نه، عروضي دى او زه فكر نه كوم چي جمال دي له عروضو سره اشنا وي.

جمال په ۱۹۹۴م كال د ژورناليزم ډګر ته راغى او په لومړي ځل يې په كارټون جوړولو پيل وكړ. دى وايي "پلار مي د سرطان ناروغ و او په روغتون كې بستر و، ما به د شپې له خوا د وخت تېري لپاره ورځپاڼې لوستلې، په دغو ورځپاڼو كې به كارټونان هم وو، نو زما هم له كارټون جوړولو سره مينه پيدا شوه، لومړى كارټون مي په ۱۹۹۶م كال جوړ كړ او په مشرق اردو ورځپاڼه كې چاپ شو"، جمال اوسمهال په پرله پسې توګه كارټونان جوړوي چي د كوټې په ورځپاڼو كې چاپېږي، د ده كارټونان سياسي او ټولنيزه بڼه لري چي پكې د حكومت، سياسي ګوندونو پر مشرانو سياسي طنز پكې انځور شوى وي او يا هم د ولس ستونځې پكې د تصوير په ژبه انځور شوې وي. د ده له كارټونه سړى پوهېداى شي چي نوموړى ويښ او حساس انسان دى.

چي په كارټون جوړولو يې تنده ماته نه شوه، عكاسۍ ته يې مخه كړه او له ۲۰۰۱م كاله راهيسې تر اوسه پورې د ورځپاڼو لپاره د يو تكړه عكاس ژورناليسټ په توګه كار كوي. نوموړي په دې برخه كې ډېر زيات شهرت او مهارت تر لاسه كړى دى، هغه نه يواځې د سياسي ګوندونو د غونډو، لاريونونو، احتجاجونو او خبري كنفرانسونو عكسونه اخلي، بلكې د كېمرې سترګه يې تل د ټولنې هغې طبقې ته هم ور اوړي، چي په دې پيسه پرست چاپېريال كې د سهار ماښام ډوډۍ نه لري، بلكې ډوډۍ ترې نورو ښامارانو په زوره له خولې كښلې ده، جمال وايي زما مبارزه همدا ده چي نړۍ يې مظلوم، بېچاره او استعمارځپلى ولس د ده د كېمرې په سترګه وويني. ډېر ځله چي زه د ده دفتر ته ورغلى يم، راته وايي ته وګوره نن مي يو عجيبه عكس اخيستى دى، چي وګورم هغه عكس يا د يوۀ غريب ماشوم وي چي كاغذونه او كچرې ټولوي يا د يوۀ سوالګر عكس وي يا د يوۀ بزګر او يا كارګر عكس او له دې ډول عكسونو سره هغه ځانګړې مينه لري او د دا ډول عكسونو په اخيستلو هغه ځان ډېر خوشاله احساسوي او داسې ګڼي چي ګواكې د دغو خلكو ټول ژوند يې نړۍ ته انځور كړى دى.

جمال د ۲۰۰۲م كال په پيل كې د څه مودې لپاره كابل ته هم تللى وو او هلته يې د ملګرو ملتونو په يوه مطبوعاتي څانګه كې د كارټونيسټ په توګه كار كاوه، همدارنګه يې هلته له ارادې، افغانستان اوونيزې آو آيينۀ زن ورځپاڼو سره هم شاوخوا اته مياشتې كار كړى دى.

د كارټون جوړولو او عكاسۍ تر څنګ يې په اردو ژبه كالمونه هم ليكلي دي. د ده په وينا په ۱۹۹۸م كال كې چي لږ و ډېر په سياسي مسايلو پوه شو نو پر ځينو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو يې كالمونه وليكل او تر اوسه پورې يې شاوخوا پينځه سوه كالمونه په اردو ورځپاڼو كې خپاره شوي دي. جمال په اردو او پښتو ژبه ځينې نثري ټوټې هم ليكلې دي چي په هغوى كې د طنز مالګه او شعوري نقد هم تر سترګو كېږي. دلته به يې يوه نثري ټوټه سره ولولو:

 

((آيا څوك به ځواب راكړي؟

 

په دې نړۍ كې مهم او ستر رول څوك لوبوي؟ ښوونكى، پروفيسر، رهنما، مولانا او خبريال؟؟؟؟ آيا همدا خلك دي، ځكه دا ټول خو په ټولنه كې منافقت خپروي، د ستر دين اسلام كمزورى كوونكى او له اسلامي احكامو سرغړوونكى همدا مولانا دى، په سلګونو فرقې يې جوړې كړې دي او په لكونو انسانان يې د خپلو شخصي خواهشاتو د تر سره كولو لپاره وژلي دي او همدا لړۍ لا دوام لري، د مسلمانانو تر منځ يې د پولو د له منځه وړلو پر ځاى پولې زياتې كړې دي، سياسي مشران مو د نسل، ژبې او سيمې پر بنسټ سره وېشي او پر همدغو بنيادونو په ټولنه كې د قتل عام سبب ګرځي، د ښوونكي او پروفيسر په ګډون خبريال هم د سيمې، نسل او ژبې پر بنسټ انسانان سره وېشي، له همدې امله زموږ له پوهنتونونو وسلوال محصلين را وځي چي خلك وژني او له مدرسو څخه ځانوژونكي راوځي))

 

جمال وايي چي په اوس وخت كې د آى اين پي په نامه د پاكستان له يوه شخصي خبري اژانس او همدارنګه له اتلسو ورځپاڼو سره د عكاس ژورناليست په توګه كار كوي. د جمال كمال دا دى چي له خپل كاره سره ډېره مينه لري او په پوره زيار او اخلاص سره خپل مسلك ته وفاداره دى، زړور دى هرې پېښې ته په ډېرې بې پروايۍ سره او تر بل هر خبريال ځان پر وخت رسوي.

له جمال سره كه څوك له نيژدې وپېژني نو هغه به ورته تر نورو زرګونو انسانانو ډېر بېل ښكاره شي، هغه په خبرو ډېر خوږ- خندان او په طبعيت پوست سړى دى، د ژوند له هرې برخې تړليو خلكو سره چي خبرې كوي په سړه سينه يې اوري خو خپل نظر په خندا او له مينې ډك انداز ورته بيانوي، هغه د انسان د هر ډول حقوقو پلوى دى او د هر ډول جغرافيايي بېلتون مخالف دى، دى وايي ((زه پر پولو باور نه لرم، ټول انسانان يو دي، زه له مذهب، رنګ او نسل پرته له مظلومو او بېوزلو خلكو سره مينه لرم او د انسانيت لپاره خدمت كول غواړم)).

جمال د خپل نامه غوندې په ظاهر او باطن دواړو ښايسته انسان دى. هغه پر انسانيت مين دى، دا مينه يې ما له ۲۰۰۷م كاله راهيسې په خپله پينځه كلنه ملګرتيا كې له ډېر نيژدې ليدلې او څارلې ده. سره له دې چي هغه پخپله له يوې غريبې كورنۍ سره تړاو لري او د خپلو پينځو ماشومانو (يوې لور او څلورو زامنو) لپاره په دې ګرانه ګرانۍ كې ټولټال شل زره كلدارې هم د مياشتې نه ګټي خو ما چي هره ورځ ليدلى، د كوټې ښار په لارو- كوڅو كې يې په وار- وار په لسګونو او آن سلګونو هغو بېوزلو كوچنيانو ته پينځه، لس يا شل كلدارې جېب خرڅ وركړى دى چي له زدكړو بې برخې ګونۍ په اوږو په لوڅو پښو او خيرنو كاليو پر ګندګيو او ډېرانونو ګرځي او د خپلې كورنۍ د نفقې لپاره زيار خواري كاږي، يو وخت مي له جماله وپوښتل چي د ژوند ايډيال يې څوك او د ژوند يواځينى ارمان يې څه دى، وايي ((زما د ژوند ايډيال بزګر، خټګر او هر خواريكښ انسان دى چي د ژوند مېوه په خپلو خولو تر لاسه كوي او زما ايډياله هغه خور ده چي پر هر ډول حقوقو يې خپل ورور، پلار او كاكا تېرى كړى وي))، جمال زموږ په ټولنه كې د ښځو مظلوميت ځوروي، چي په بدۍ كې وركول كېږي، پر سر يې د ولور په نامه پيسې اخيستل كېږي، د مينځې غوندې چلند ورسره كېږي او پر هر ډول بشري او اسلامي حقوقو يې تېرى كېږي، همدا خبرې د ده په شعر كې هم موندلاى شو:

د پېغلو نجونو خپلواكي چي نه شته
پښتون بابا دى ځان قارون ساتلى
له قامه تمه د خير مه كوئ څوك
قام رواجونو ځيګرخون ساتلى

جمال غواړي خلك مو د را تپل شويو دودونو او جهل له تروږمۍ را ووځي او د پرمختلليو ولسونو غوندې د علم، ټيكنالوژۍ او پرمختګ په روښانه زمانه كې ازاد او خوشاله ژوند وكړي او د همدې لپاره مبارزه كوي، داسې نه ستړې كېدونكې مبارزه چي نه ورځ ګوري نه شپه، له كوره په سپېدو هم را وتلى دى او په سپېدو هم ور ننوتلى دى، ځكه خو وايي:

چيغې چي زه د بيدارۍ وهمه
ځان مي جماله! دى تل شپون ساتلى

 

ښايي داسې اولادونه به چا نه وي ليدلي چي مور او پلار په نامه يادوي او داسې پلار به چا نه وي ليدلى چي اولادونو ته ووايي ((ماته بابا يا پلار مه واياست))، زما په ژوند كې جمال تره كى يواځينى هغه سړى دى چي خپل اولادونه هم ورته ((جمال)) وايي، ما ترې وپوښتل چي ولې دي اولادونه په نامه بولي؟ ويل يې ((اولادونو ته مي ويلي دي چي ما بايد په نامه وبولي، نه په بابا يا پلار، ځكه چي بابا او پلار ډېر مقدس نومونه دي، كه خداى مه كړه زه خپله لور په پيسو خرڅه كړم نو دا به نه وايي چي زه پلار يا بابا خرڅه كړم)).

جمال په كوټه كې د خبريالانو په منځ كې په ((لېوني جمال)) مشهور دى، لېونى يې ځكه بولي چي يوه مياشت يې ږيره او برېتونه پاك خرېيلي، د سر وېښتان يې كوچني كړي وي، بله مياشت برېتونه تر خولې تېر، قلمونه غټ او اوږدې څڼې پرېيښې وي، هغه وايي ((زه درېشي هم اغوندم، كالي هم، برېتونه خرېيم هم او پرېږدم يې هم، په رواجونو پورې ځان نه تړم)) خو زما په نظر د جمال لېونتوب له خپل كار او له خلكو سره مينه ده، زه چي د جمال خوى، كړه وړه او فكر ته پام وكړم، وايم كشكې موږ داسې لېوني د ژورناليزم تر څنګ د ژوند په هر ډګر كې ولرو چي د خلكو له خدمت سره يې زړه تړلى وي. جمال په ډېره لږ موده كې نه يواځې د كوټې بلكې د پاكستان د ژورناليزم پر اسمان ځان د ستوري غوندې وځلاوه او اوس يې نه يواځې د كوټې بلكې د دې سيمې د ټولو ژورناليستانو، سياستوالو، ليكوالو او عام ولس په زړونو كې هم ځاى پيدا كړ. په پاى كې جمال تره كي ته چي زه جمالو بولم، دا منظومه ډالۍ پېرزو كوم:

 

((لېونى خدمتګار))

 

شين سهار وي، ور خلاس د كاله پرېږدي

خپل بچي په خپل كور كې ويده پرېږدي

واخلي تش قلم، ((كېمره)) له ځان سره

ووځي زړور او ډارن زړۀ پرېږدي

څيرې كړي سپېدې د ((موټسايكل)) په ږغ

شاته د خاموشې شپې تياره پرېږدي

 

اخلي تل عكسونه د كارګرو ډېر

يا په كروندو كې د بزګرو ډېر

وړي چي كاغذونه په ګونيو كې

درد اخلي له هغو سرببرو ډېر

زړۀ يې دى په مينه د خوارانو ډك

بد وړي له شتمنو زورورو ډېر

 

نه كوي ارام د ناستې زوى نه دى

زيار كوي په مفتو خوړو لوى نه دى

څوك چي غم او درد لري هغه يې يار

څوك چي كړي خوبونه د هغوى نه دى

خاندي او خندا وېشي په خلكو كې

نه ژړوي څوك دغه يې خوى نه دى

 

غم چي د بېوزلو ماشومانو خوري

غم چي د بې كوره يتيمانو خوري

خپله تل نيم وږى او نيم موړ ګرځي

تل ډوډۍ په وږيو انسانانو خوري

خپلې د خوارۍ او مزدورۍ پيسې

تل د خالي جېب په څښتنانو خوري

 

څوك دى دا ژوندى خدمتګار، نه دي مري

ويښ او لېونى خدمتګار، نه دي مري

زړۀ يې چي د هر سړي ګټلى دى

تل دي وي زلمى خدمتګار، نه دي مري

زړۀ يې ډك د مينې له ((جماله)) دى

خوږ غوندې سړى، خدمتګار، نه دي مري.

 

پاى

۲۰ جون ۲۰۱۱م كال

كوټه

 

 

 


(1) صاحب خان غازي چي په خټه تره كى او د آب بند د فتح كلا اوسېدونكى و، چي خپل ټول ژوند يې په سياسي مبارزو كې تېر كړى او د انګرېزانو په ضد په دوهمه افغان انګليس جګړه (۱۲۵۶هـ س) كې جنګېدلى او پكې شهيد شوى و.

((ددې هېواد ډېرو مېړنيو د افغان او انګلس په دوهمه جګړه کي قهرماني کړيدي، چي له هغو جملې څخه ( غازي صاحب خان او د هغه ورور غازي پيرمحمد خان) هم وه. انګرېزانو د۱۲۵۶ هجري کال تر ورستيو پوري پدي ونه توانېدل چي له کندهاره بيا تر کابل پوري پر دې علاقه خپله سلطه برقراره کړي)). د عبدالقيوم ليكنه، لراوبر ويبپاڼه.