باركوال مياخېل
ژورناليسته، ډاكټره او شاعره فريده
ځينې كارونه بدن ستومانوونكي وي چي پر ذهن زور نه راولي او ځينې كارونه بيا زړه ستړي او ذهن ستومانوونكي وي چي بدن هم ورسره ستړى كېږي. بدن ستومانوونكي كارونه هغه څوك انتخابوي او كوي يې چي د زړۀ زور يې كم او ځواكمن ذهن ورسره نۀ وي، خو ذهن ستومانوونكي كارونه بيا هغه څوك انتخابوي چي د زړۀ زور يې زيات، له ذهني پلوه ځواكمن او هم د حساس زړۀ او ذهن څښتنان وي . فريده هوډ سيفي هم له هغو حساسو او ويښو انسانانو څخه ده چي خپل زړۀ او ذهن يې ستړى كړى او د خپل ژوند خوږې شېبې يې
د چا له احسانه پرته د خپلې ژبې او ملت خدمت ته ځانګړې كړې دي.
فريده لا د ښوونځي زده كوونكې وه چي په راډيو افغانستان كې يې كار پيل كړ او د ژورناليزم زړۀ ستړي كار ته يې اوږه وركړه، دا يې د ذهني ويښتيا لومړنۍ نخښه ده ځكه په دومره كم عمرۍ كې چي لا يې ښوونځى نه و خلاس كړى او له لويه سره د ژورناليزم ډګر ته راتلل د هغه چا كار وي چي د ټولنې دردونه احساسولاى شي او پر زړۀ او ذهن يې اغېز كوي.
فريدې د ژورناليزم پېټي ته تازه اوږه وركړې وه او لا يې د خلكو دردونه او د خپلې ټولنې ناخوالې په بشپړه توګه نه وو را برسېره كړي، چي يوۀ بل زړۀ ستړي كار ډاكټرۍ ته يې مخه كړه، په طب كې يې زدكړې وكړې، خو په هېواد كې د دوښمنانو د جنـګ تورې سيلۍ ډېر وخت كرار ته پرې نه ښوه او د خپلو ميلينونو افغانو خويندو او وروڼو په كتار كې كوزې پښتونخوا ته را كډه شوه او په پېښور، ټل او هنګو كې يې ډېره موده د ډاكټرې په توګه د خپل ولس خدمت وكړ.
دا چي فريده له كوچنيوالي حساسه وه نو حساس او ويښ خلك- چي طبعاً د زړۀ او ذهن زور يې زيات وي- كه د قلم چلولو توان ولري ارومرو يې يو څۀ ليكلو ته زړۀ غواړي، فريدې هم په شعر ليكلو پيل وكړ او په شعر كې يې هم د خپل ولس ناخوالې او دردونه انځور كړل.
تر كومه ځايه چي زه خبر يم فريده كم شعر ليكي خو كه مي څوك ګرم ونه بولي، بېل او سم شعر ليكي، ما يې د شعرونو لومړنۍ ټولګه (په شګو كې مزل) هم څو كاله وړاندې لوستې وه او اوس د دې دويمه شعري ټولګه (شبنم زما د اوښكو) د كمپيوټر پر مخ راته غوړېدلې ده، لولم يې او فكر پر كوم.
لومړى خو به دا ووايم چي فريدې په ريښتينې مانا د ښځمنو شاعري كړې ده او د ځينو نورو خويندو شاعرانو غوندې يې شعر د نارينه فكر تابع نه دى ګرځولى، مينه يې په شعر كې له تكرار او مبالغې پرته د ريښتينې مينې په توګه انځور كړې ده او تر ټولو غوره دا چي په خپله ټولنه كې يې د ښځې مظلوميت، سپېڅلتيا او مينې ته په ډېر هنر شاعرانه جامې ور اغوستې دي.
فريده چي اوسمهال له هېواده لرې، د لوېديځ په رنګينيو كې ژوند كوي، خو زړۀ او ذهن يې په خپل كلي او هېواد كې دى او خپل خړپړ ولس د لوېديځ تر خواپاكو او سپينو څېرو ډېر غوره بولي، (وطن ته ځمه) نظم يې- چي د لنډۍ د لومړۍ مسرۍ په وزن ليكل شوى- له هېواد سره د شاعرې مينه پكې انځور شوې ده، په (دوې نړۍ) نظم كې د ختيځ او لوېديځ تر منځ پرتلنه كوي، وايي سره له دې چي ختيځ د لمر كور دى تل تيارۀ پكې خپره وي او لوېديځ چي د لمر لوېدو ځاى دى، تل پكې روڼا وي علت يې دا دى چي د ختيځ خلكو تر علم مادياتو ته زيات ارزښت وركړى دى. په دې نظم كې ډېره نوې خبره په نوې بڼه شوې ده.
په (څه يم؟) نظم كې شاعره د ښځې په توګه راته وايي چي كه زه په دونيا كې نه يم نو دونيا هم نيمګړې ده، په دې نظم كې شاعره ټولنې ته د ښځې له خوا د خوشالۍ، ژوند او مينې وركولو خبره كوي خو د پاى په دوو مسريو كې چي ډېر تريخ واقعيت پكې نغښتى دى د پوښتنې په توګه وايي:
وايه ماته داسې مينه چا ده کړې؟
وايه ماته داسې هيله چا لرلې؟
دا پورتنۍ پوښتنه ښايي زما او د فريدې د ټولنې هيڅ يو وګړى هم ځواب نه كړاى شي، ځكه چي موږ تل ښځې ته د مينځې او مزدورې په سترګه كتلي دي او هيڅ مو هغې ته د انساني مينې او درنښت ټيكرى نه دى ور پر سر كړى.
په (مزل) نظم كې هم شاعره د خپل ژوند په كږلېچونو كې د مينې د يوې خوږې دونياګۍ د جوړېدو په لټه ده او وايي چي هيڅكله به هيله له لاسه ور نه كړم. دا ډول شعرونه د پښتنو مېرمنو پښو ته د ناوړه رواجونو او د جبر د لوېدليو ځنځيرونو د شلولو ډېره ښه وسيله ده.
په (دوه بچي) نظم كې هم د لوېديځ او خپلې ټولنې تر منځ د انسان ارزښت په ګوته كوي. له لوېديځوالې ښځې پوښتي چي څو ماشومان لري، هغه يوه خپله لور ور يادوي او بل خپل ساتلى سپى ور يادوي، شاعره وروسته د خپلې ټولنې په اړه وايي چي دلته كه څوك له چا څخه زړه بدى شي نو سپى يې يادوي. دا نظم چي په كيسه ييز ډول د ازاد شعر په بڼه ليكل شوى، موږ ته د انسان د ارزښت په اړه ډېر ښه درس راكوي.
(ناويلې كيسه) د شاعرې د ډاكټرۍ د وخت يوه ترخه خاطره ده، چي يوه ناروغه افغانه پېغله د درملنې لپاره روغتون ته ورځي او خپل له دردونو او زخمونو ډك زړۀ په ګونګه ژبه ورته را سپړي او اخير تر څو ورځو وروسته هملته په روغتون كې ساه وركوي. دا نظم د زرګونو افغانو پېغلو- چي بې وطنۍ او بې كورۍ ته اړ ايستل شوې دي- د مهاجرت د دوږخي ژوند ترخې شېبې زموږ سترګو ته دروي.
(كله؟) نظم هم د پښتونخوا د هنګو سيمې د يوې پښتنې پېغلې- چي مېړه يې د ولور په ګټلو پسې د عربي اماراتو دوبۍ ښار ته تللى وي- د زړۀ فرياد دى چي ډېر ښه پيغام لري او زموږ له يوۀ ناوړه دود څخه پرده پورته كوي.
(زۀ په لوېديځ كې) شعر د ختيځ د ټولنيز ژوند ارزښت په ګوته كوي چي دلته مور و پلار تر مرګه د اولاد د سر سيورى وي خو په لوېديځ كې لور او زوى ځوانۍ ته له رسېدو سره د خپل ژوند لاره له مور و پلاره بېله كړي.
(د مينې تجلى) نظم راته وايي چي مينه د مذهب پولې هم نۀ مني او يوه هندوه له يوۀ افغان سره د مينې له امله مسلمانه كېږي، دا نظم د مينې پر ارزښت ټينګار كوي.
(مرغه شو والوت) او (راځې) نظمونه د مور او زوى مينه انځوروي چي د زمانې ناكردو سره بېل كړي دي او حتى په ټليفون هم د يوۀ بل خبرو ته وخت نه پيدا كوي.
(اول ماشه، بيا قلم) شعر كې شاعره د خپلې ټولنې د بېسوادۍ كيسه راته كوي چي خلكو ته د تعليم ارزښت ور په ګوته كوي، دا د شاعرې د ويښ ذهن څرګندويي كوي.
په لنډه توګه به ووايو چي فريدې په خپلو ټولو نظمونو كې د خپل ژوند تجربې او د خپلې ټولنې دردونه انځور كړي دي، نظمونه يې له قافيو ازاد دي، خو په ځينو كيسه ييزو نظمونو كې- چي مكالمې پكې راغلې دي- وزن ته صدمه رسېدلې ده.
د فريدې غزل هم ډېره ښكلې او د مهفوم له پلوه ډېر غوره بيتونه لري، چي د نظم غوندې يې غزل هم نوې خبرې راته لري او د مينې تر څنګ د وطن يادونه، د ښځو احساسات او د فطرت ستاينه هم د فريدې په غزل كې ليدل كېږي.
پښتانۀ هغه كار چي د دوى له ټولنيز ژوند سره سمون نه خوري، كه هر څومره ښه كار وي پېغور يې بولي، فريدې داسې يوۀ پېغور ته په خپل بيت كې ځاى وركړى دى:
پټ چې وې يو راز وې راسره وې له مودو نه
|
په دې بيت كې د مينې په اړه د پښتني ټولنې يو ډېر تريخ واقعيت بيان شوى دى، چي مينه پېغور بولي، خو شاعره په لوى زړۀ خپل محبوب ته وايي چي راته پېغور شوې نو خپل مي شوې او ريښتيا هم پښتانۀ يا پښتنې ته چي څۀ ور پېغور شي بيا به هيڅكله لاس ورڅخه وا نۀ خلي.
فريده چي د ژوند ستونځو او كړاوونو ډېره ځورولې ده خپل چاپېريال سوې دښته بولي او ځان- يانې ښځه- پكې له بارانه بې برخې وچه څانګه ګڼي:
پر سوې دښته لويه شوې هغه څانګه يمه
|
د فريدې په شعرونو كې ډېر فطري تشبيهات وينو او د غزلو رديفونه يې له نورو شاعرانو ډېر بېل او له قافيو سره په ډېره هنري توګه پيوند شوي دي. په يو بيت كې وايي:
هغه ساعت مي هره ساه وږمه- وږمه کېدله
|
په پورتني بيت كې څومره نوې خبره شوې ده، شاعره د نورو شاعرانو په پرتله- چي محبوب تل په زړۀ كې ساتي- خپل محبوب ته وايي كله چي ته زما په روح كې د ګل غوندې غوړېدلې نو زما هره ساه ورسره وږمينه كېدله. فكر كوم دومره نازك او لطيف احساسات له ريښتينې مينې پرته نۀ شي انځورېدلاى.
د فريدې هم غزل ښه ده، ځكه چي له نورو اكثرو ښځينه او ډېرو نارينه شاعرانو څخه په توپير سره نويو خبرو ته د شعر جامه ور اغوندي او هم يې نظم- كه تر شعري جوړښت ور تېر شو- ځكه ښۀ بللاى شو چي د خپل ژوند تجربې، دردونه او د خپلې ټولنې ناخوالې يې پكې انځور كړې دي، چي زما په فكر دا يې د نظمونو ځانګړتيا او امتياز دى.
فريده دي خداى تر ډېره راته ژوندۍ لري او خداى دي يې قلم له ګوتو وا نۀ چوي چي زما د زرګونو خويندو اوښكې او دردونه په شعرونو بدل كړي او د هغوى د خوږو زړونو او ټپي احساساتو دوا وګرځي.
په درنښت