د وژنې دود

 

ژوند مو را تېر شو

د وژلو، ښخولو او پاتا په دود كې

د چا مو هيلې او د چا مو ښادۍ و وژلې

د چا مو زاڼې د هوس ښكار كړې

د چا په زړۀ كې مو د مينې هوسۍ و وژلې

ورور مو هم و واژه

                   سپېره مو كړله مېنه د پلار

پلار هم د زوى له غمه كډه وكړه

د وطن مور هم سور پړونى پرې د وينو خپور كړ

بس ټول مو و وژل

 او ښخ مو كړل

                   پاتا يې اخلو

دوښمن راځي راسره ژاړي

                             او دوعا يې اخلو

دا د وژلو، ښخولو او پاتا په دود كې

ژوند خو مو ستړى وو

                   مرګ هم راته توبې و ايستې

موږ چي په يوه پسې

                   بيا بله

                             او بيا بله، بله

د خپل وطن د نازوليو جنازې و ايستې

***

ځئ چي دا ځل خو دغه دود واړوو

ځئ چي له كلي او له نرخه ووځو

نور له وژلو ښخولو د ژونديو تېر شو

په زړۀ كې كركه

                   په وطن كې مو تيارې و وژنو

تر خاورو لاندې يې كړو

                   لاس ورپسې پورته نه كړو

دا وحشي دود د علم پوهې په چاړې و وژنو.

 

***

 

۲۴ جولاى ۲۰۱۱م كال

كوټه