رېنګه(۱)
سمه ده،
نور به دي وخت ولې نيسم
نور دي په زور ښايستې نه ږغوم
بخښنه غواړم،
نور سردردى درته نه جوړېږم
نور دي د فكر له خوږې دونياګۍ نه باسم،
بخښنه غواړم
نور دي په دې خبرو نه ځوروم
چي ته له مينې ولې نه ږغېږې
د راز بوخڅه دي ولې نه را سپړې
ولې نه وايې چي
د زړه د تخت باچا دي څوك دى
سمه ده،
نور به دي غوږونه نه خورم
نورې به نه كومه داسې لېونۍ پوښتنې
بخښنه غواړم،
نور له ځانه ماشوم نه جوړوم
نور دي له خولې خبرې نه كاږم،
بخښنه غواړم
نور دي د مينې ګستاخ نه جوړېږم،
نه جوړېږم
زړه مي ماشوم دى،
درنه تل سپينې خبرې غواړي
ته غوسه مه كوه، پر سر كه يې لاس نه تېروې
بخښنه غواړم ښايستې
ډېره بخښنه غواړم
دغه ماشوم ته دومره و خو وايه
راسره ګل نه شته، ماخۍ واخله
بخښنه غواړم،
ځم يو څوك به زما لاره ګوري
مينه هم نه لرم، سپلمۍ واخله
زړه به مي ښه و ژاړي
ښه و ژاړي
ښه و ژاړي
د وينو اوښكې به را وڅڅوي
بيا به په خوب لكه ماشوم ويده شي
بيا به دا رېنګه درته نه كوي،
بخښنه غواړم
چي د زړګي د تخت باچا دي څوك دى.
***
۲۴ جولاى ۲۰۱۱م كال
كوټه
(۱) د ماشوم هغه كلكه غوښتنه يا ضد چي نه ځنې اوړي.