نظرونه
هر ښايسته انسان ته وايم،
په نظر دي نه كړم
سترګې دي خوند راكوي
وايي: مننه
ستا پخپله ښايسته سترګې دي
خوږې خبرې چي كوي
هغه څوك خوږ وبولم
راته خواږه وګوري
ووايي: پخپله خوږ يې
چاته چي ووايم ډېر سپين ښكارېږې
وايي زه نه يم سپين
زړګى دي سپين دى
***
خو يو انسان دى
چي ښايسته يې بولم
خوږ يې بولم
سپين يې بولم
راته د درد په ژبه ووايي
انسان نه يې ته
سترګې دي سپينې
خولۀ كې زهر
مخ دي توره تبۍ.
***
۲۴ جولاى ۲۰۱۱م كال
كوټه